افغانستان

افغان پوليس خارجيانو ته د ماشومانو د فحاشۍ په موخه دلالي کوي

د افغانستان لس کلن اشغال له هغه ځايه چې په افغانستان کې يې په ټولنيزه کچه بیلابيل نقصانونه ورسول، په افغاني ټولنه کې د فحشاء او اخلاقي فساد خپراوی بله هغه بلا ده چې دغه ناروا يرغل زيږولي ده. نه يواځې اخلاقي فساد، بلکې پدغه کار کې د بيوزلو تنکيو ماشومانو کارونې اوس دلته د یوې وبا بڼه غوره کړيده. تر بدو يې لا بتره دا چې د خارجيانو لپاره د دلالۍ دغه دنده د افغانستان پوليس تر سره کوي.

د آمريکايي خبري ويب پاڼې سالم نيوز د يوه وروستي خبر له مخې څنګه چې په لويديځ او په تېره بیا په آمريکا او اروپا کې د جنسي غرايزو د اشباع په موخه د کوچنيانو کاريدنه د تعزيز وړ جنايت ګڼل کيږي، ځکه نو لويديځوال د خپل دغه ناروا او شوم عمل لپاره د افغانستان په څېر جګړه څپلو هيوادونو ته مخه کوي.

ويب پاڼې په کابل کې د يوې دولس کلني انجلۍ آرا عطا د غم لړلي کيسې د لیکلو پر مهال ليکلي  چې زما پلار د آمريکايی عسکرو له خوا هغه مهال په ډزو ووژل شو چې یوه ورځ يې زما مور د لنګواله لپاره نژدې کلينيک ته رسوله. پر لاره آمریکايان راوتلي وو او موټران يې تلاشي کول. ځکه چې زما د پلار بېړه وه چې مور مې په عاجل ډول روغتون ته ورسوي، ځکه يې نو پر پوسته موټر ونه دراوه، آمريکايانو له شا ډزې پسې وکړې او پلار مې په ټکي مړ شو.

د پلار له مړينې وروسته زما مور د کرهڼې په وزارت کې زما د پلار د حقوقو د اخيستلو لپاره مراجعه وکړه، خو هلته په ورتګ سره موږ له يوې نوي تراژيدۍ سره مخ شو. د پلار د مړينې د تصديقونو د جوړولو پر مهال موږ له ځايي پوليسو سره هم په تماس کې شو، خو هغوي پدې شرط راسره د همکارۍ ژمنه وکړه چې مور مې ما دهغوي په واک کې ورکړي او هغوي مې بيا د جنسي عمل لپاره خارجيانو ته ورولي.

د آرا د وينا له مخې مور مې لومړی دا خبره نه منله، خو کله چې مو په کور کې اقتصادي حالت په ټپه ودرید او پر مور مې د پوليسو فشار زيات شو، نو مجبوراً يې ورسره زما پر سر موافقه وکړه او پدې ډول افغان پوليسو زه د جنسي خدماتو لپاره د خارجي ټیکه دارانو په واک کې ورکړم.

آرا عطا دا کيسه پداسې حال کې کوله چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او پر خارجيانو او ځايي پوليسو یې لعنتونه ويل.

د سالم نيوز د رپورټ له مخې يوې بلې پنځلس کلني انجلۍ بدريه درانۍ د خپلې کيسې د بیانولو پر مهال په ژړغوني غږ وويل چې پلار مې دری ودونه او ډير زيات اولادونه لري. دی خپله نانوايي دی او ډير په سخته ټول کور ته ډوډۍ برابرولای شي. يوه ورځ ورته د ځايي بوليسو مشر راغی او ترې ويې غوښتل چې ما هغوي ته په واک کې ورکړي او پدې ډول د پوليسو افسرانو زه آلماني ټيکه دارانو ته د ناروا جنسي عمل د ترسره کولو لپاره وروستم.

بدريه درانۍ دا کيسه پداسې حال کې کوله چې سخته خفه وه او پر دولت او خارجيانو يې بد رد ويل.

د بدريې پلار خبريالانوته وويل چې ما له پوليسو سره د خپلې لور پر سر معامله نکوله، خو هغوي وګواښلم چې که دا کار ونکړې په نه خبره به دې د جيل د تمبو شاته واچوو.
څنګه چې زه دری ودونه او بې شميره اولادونه لرم، ځکه نو که زه جيل ته تللی وای، اولادونه به مې له لوږي مړه شوي وای. له مجبوري ورځې مې ورسره هوکړه وکړه او لور مې د هغوي په واک کې ورکړه.

د وېب پاڼي د وينا له مخې په افغانستان کې د خارجيانو له لوري د ناروا جنسي اعمالو په برخه کې د کوچنيانو کارونه او د افغان پوليس افسرانو له لوري هغوي ته دلالۍ د يوې ډيري بدي ټولنيزي پديدې بڼه خپله کړيده.

ويل کيږي تر دې وړاندي په کابل کې ځای پر ځای چينايانو او فليبينيانو فاحشه خانې پرانستي وې، خو وروسته د افغانستان د دوديز ټولنيز ساخت او له فحشاء سره د ولسي حساسيت له امله له افغانستانه لاړل، خو اوس دا دی د فحشاء دغې ناولي پديدې بيخي يوه بوږنونکي بڼه غوره کړيده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x