افغانستان

کابل: د امنیتي ځواکونو په ډزو تر اوسه ۸ لاریون کوونکي ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۴ل): په پلازمینه کابل کې امنیتي ځواکونو پر هغو سوله ایزو لاریون کوونکو ډزي کړي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخته را ټول شوي او په زابل کې د وژل شویو مسافرو پر سر یې د حکومت په ضد لاریون پيل کړی.

لاریون کوونکي حکومت په دې ملامتوي چې ولي په دومره پوځ ، امنیتي ځواکونو او نظامي امکاناتو ونه توانېد چې دغه مسافر د وسلوالو څخه را خوشي کړي.

په دغه مظاهرو کې چې په زرګونو افغانان په کښي را ټول شوي، د حکومت په خلاف پاریدلي، حکومت په دې ملامتوي چې ولي د هیواد روان وضعیت ته پام نه کوي.

دوی وايي حکومت دوه سری دی، د یو بل سره یې د قدرت پر سر کشمکش دی او د هیواد نوري چاري ځیني پاته دي.

ځیني سرچیني وايي امنیتي ځواکونو پر ولسي سوله ایز لاریون کوونکو هغه وخت مخامخ ډزي وکړي، کله چې هغوی غوښتل د ارګ په لور حرکت وکړي.

امنیتي ځواکونه وايي چې دغه کسانو ارګ ته د ننوتلو هڅه کول.

باید وویل شي چې اوزبکو وسلوالو چې د داعش سره تړاو لري او د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسوالۍ کې میشت وه، اته میاشتي مخکي یې ۳۱ تنه مسافر ترې تم کړي وه.

د ترې تم شویو کسانو څخه اوه تنه چې ماشومان او ښځي هم په کښي کي وه، په دې وروستیو کې د داعش له لوري په بې رحمانه توګه وژل شول او پاته اته تنه یې طالبانو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې را خوشي کړل.

ویل کیږي طالبانو هغه کسان هم په دار وځړول چې دغه اوه تنه ولسي وګړي یې وژلي وه.

د طالبانو نیژدو سرچینو نن ټکی آسیا ته وویل چې طالبانو د تیرو اتو میاشتو راهیسي په منصور دادالله او دهغه تر قوماندې لاندي اوزبکستاني داعشیانو پسې وه چې د ولسي وګړو په خلاف د عملیاتو او دهغوی د ترې تم کولو څخه لاس واخلي، خو وروسته تر هغه چې ټولي لاري ناکامه شوې، طالبانو د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو سره د زابل ولایت ددغه وسلوالو څخه پاک کړ، او ویل کیږي چې تر سل زیات کسان یې مړه او بندیان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x