نظــر

په تازه جریاناتو لنډې تبصرې ( ۵ )


پلاستیکي چینجي

تاسو به شاید دساینسي پرمختګ په اوسنۍ زمانه کې ډیر پلاستیکي مصنوعات لیدلي وي ، له لوښو ، فرشونو ، مختلفو مصنوعاتو نیولې  بیا آن داسترالیا تر پلاستیکي بانک نوټونو پورې ، پلاستیک داوسپنې غوندې یو ستر الهي نعمت دی چې بشر ترینه دخپلې اړتیا لپاره هرډول  شیان او ابزار تیاروي ، چې هم یې بیه دفلزي مصنوعاتو په نسبت ټیټه وي او هم دوامداره، سپک او نه استهلاکیدونکي وي .

 

چین چې اوس دنړۍ دوهم ستر اقتصاد بلل کیږي ، ویل کیږي چې داقتصادي پرمختګ سفر یې له ( ډېر ، ارزانه او کم کیفیت ) تولید څخه پیل کړ چې پلاستیکي مصنوعات یې لویه برخه وو، چین وروسته خپل تولید په ( ښه کیفیت ، لوړ نرخ او معتدل تولید ) بدل کړ او په دې ډول یې ځان له جاپان مخکې او داقتصادي زبرځواک په دوهمه زینه کې ودراوو ، اقتصادي اټکلونه وایي چې چین به یوه نیمه لسیزه وروسته امریکا هم شاته پریږدي او دنړۍ لومړنی ستر اقتصاد به شي .

چین به رښتیا هم په تولید او اقتصاد کې تر امریکا مخکې شي ، بلکې که ووایو په ځینو برخو کې چین همدا اوس امریکا ترشا پرې ايښې ، ځکه چین  همدا اوس اوس دخپلو تولیداتو دکیفیت او معیار په لوړولو کار کوي ، او پرونی بې کیفیته پلاستيکي تولید ته شا کوي ، مګر امریکا اوس هم په پلاستیکي تولیداتو کې بنده ده او هرکال نړۍ ته بیلابیل حیرانوونکي پلاستیکي تولیدات وړاندې کوي  .

ښایي ستاسو زړه ته به ونه لویږدي مګر دا حقیقت دی چې امریکایي کمپنیو په دې وروستیو کې پلاستیکي چینجي هم تولید کړي ، چې داښایي دبشري تولیداتو په تاریخ کې ترټولو خندوونکي او زړه ته نه لویدونکي ماجرا وي ، هغه څنګه ؟

که ستاسو یاد وي څه میاشتې وړاندې مجاهدینو په هلمند کې دامریکایانو او برتانویانو په ترټولو ستر اډه برید وکړ ، چې بهرنیو یرغلګرو ته یې خورا درانه مالي زیانونه واړول ، په دې عملیاتو کې شامل فدایي مجاهدین دمعلوماتو له مخې ټول له بهرنیانو سره په څوساعته جګړه کې شهیدان شول ، دهمدې فدایانو له جملې دیوه فدایي قریبان قصه کوي چې کله دوی ته دخپل فدایي شهید جسد ورکړل شو، او دوی یې جنازې ته خلک راوغوښتل ، نو دشهید دجسد دکتلو په مهال به چې چا دشهید له مخ څخه څادر پورته کړ، سمدستي به یې بیرته مخ ورپټ کړ او ترې روان به شو ، دې حالت دشهید قریبانو ته شک وراچولی چې خلک ولې داسې کوي ، کله چې دشهید مخ په خپله ګوري ، نو ویني چې دشهید خوله ، پوزه او دمخ شاوخوا  چینجو په سر اخیستي او داسې حالت  جوړ دی ، چې هیڅ دکتلو وړ نه دی ، ددې حالت په لیدو دوی حیرانیږي ، خو دشهید پلار وایي ، چې زما زوی چې ماپیژاند یو سپيڅلي او صادق مسلمان او مخلص مجاهد وو ، دا څنګه امکان لري چې دده بدن دې دومره زر او په داسې ډول چینجي وکړي ، نو ځکه دشهیدپه مخ پراته چینجي راپورته کوي او له نږدې یې ګوري ، کله چې یې په ګوتو کې اړوي ، معلومیږي چې امریکایي ظالمانو دشهیدانو په اړه دخلکو دښه اعتقاد دله منځه وړلو لپاره پلاستیکي چینجي دشهید په مخ ، خوله او پوزه کې اچولي دي ، له دې وروسته نور خلک هم  دغه پلاستیکي  (MADE IN USA  ) چینجي له نږدې ګوري او امریکایي  شیطانت ته په حیرت کې پاته کیږي .

دشهیدانو په وړاندې دناروا چلند دغه قضیه اګر که هرڅو نادره ده خو لومړنی قضیه ورته نه شو ویلی ، امریکایانو دصحراباغ  په اډه دبریدکوونکو فدایانو جسدونه هم هغه مهال چې له خوست څخه وزیرستان ته وړل کیدل ، د ترخوبي له پاټک سره دسرې میاشتې له  مسؤلینو په جبر واخیستل ، ترډیره وخته یې په خپله پي آر ټي کې وساتل او وروسته یې په داسې حال کې خپل کورنیو ته په لاس ورکړل شول ، چې زهري ستنې ورته وهل شوي وي ، مخونه یې شړیدلي او بدنونه یې غیرعادي پړسیدلي وو ،له دې پرته  هرځال چې امریکایانو ته افغان شهیدان په لاس ورشي نو ضرور یو ډول زهري مواد ورته تزریق کوي ، چې رنګ یې تور اوړي ، او دمخ غوښه یې شړیږي .

امریکا چې افغان جګړه یې دخپلو تسلیحاتي کارخانو دګټې په موخه پیل کړې وه ، یوولس کاله وروسته  دجګړې نتائج ورته دومره سرچپه شول ، چې دمرمیو او باروتو  دتولید په ځای اوس داجګړه  دچینجیو په پلاستیکي تولیداتو پرمخ بیايي  ، چې فولادي میزایلو نه کړه شل ، فکر نه کوم چې پلاستیکي چینجي به یې هم راشل کړي .

په امریکایي قانون کې افغان ماشومتوب په رسمیت نه پیژندل کیږي

دامریکا دپوځ رسمي ویب پاڼې ‘Military Times’ یوه تازه مقالې نشر کړې چې مطلب یی دی  ( افغان ماشومان ماشومان نه دي  )  دمقالې لیکوال دامریکایي پوځ په استازیتوب له خپل هغه ظالمانه بمبار څخه دفاع کړې چې په تېر اکتوبر کې دامریکایي الوتکو په بمبار کې دهلمندپه ناوه کې دری تنه کم عمره افغان ماشومان په شهادت ورسیدل ، دمقالې خلص دا  راوزي چې امریکایي پوځ دافغان ماشومانو ماشومتوب په رسمیت نه پیژني ، ځکه ددوی په باور ډیر افغان ماشومان له امریکایي پوځیان څخه کرکه لري او امریکایانو ته په لارو کې ماینونه خښوي .

دناوې دشهیدو کمکیانو خپلوانو ویلي چې ماشومان دغریبو کورنیو وو او د سون لپاره یې خاشاک ټولول چې امریکایي الوتکو بمبار کړل ، خو امریکایان وایي چې ماشومان په سرک کې سوري جوړولي او ماینونه یې ښخول ، دمقالې په پای کې لیکوال لیکلي چې امریکایي پوځیان اوس نه یوازې په مخالفو  جنګیالو پسې ګرځي بلکې په افغان ماشومانو پسې هم پلټنه کوي او هدف یې ګرځوي .

دا راپور چې خپله امریکایانو نشر کړی ماته خو په کې داضافي څه ویلو ځای نه ښکاري ، ځکه امریکایي لیکوال خبره ډیره ښه روښانه کړې ده ، نوځکه یې په اړه تبصره دهیومن رایټس واچ ، امنسټي انټرنیشنل ، دبشري حقوقو خپلوا کو او ناخپلواکو سازمانونو کارکوونکو او په ټوله کې هغو دامریکا مریدانو ته پریږدم ، چې له سړې جګړې وروسته دتاریخ په پای او ګلوبل ولیج باندې باور لري ، امریکا دنړۍ دپولیس په توګه په رسمیت پیژني او وایي چې دنړۍ اداره باید یوازې دامریکا غوندې یو بشري حقوقو ته ژمن زبرځواک وکړي .

 یوه بله اتلولي  

له ۱۹۹۳  کال راهیسې دجرمني په برلین کې یوه اداره کارکوی چې ځان دشفافیت اداره بولي ، دا اداره په نړۍ کې دهیوادونو کلنی جاج اخلي او دکال په اخر کې دشفافیت یا فساد نومرې ورکوي  ،دې ادارې په خپل کار سره دهیوادونو ترمنځ یوه معنا داره سیالي رامنځته کړې  ، چې څوک به کوم میدان ګټي .

ددې سیالۍ په لړکې تېر کال دکرزي رژیم  چې دفساد او اختلاس یې یوازې لس کلنه تجربه درلوده ، له  منځ لوبو او نیمه پایلوبو تیر شو، او دټولونړۍ په سطحه یې پایلوبې ته ځان ویوست ، خو څرنګه چې دافغان لوبغاړو تجربه لا پخه شوې نه وه نوځکه یې پایلوبه بایلوده ، او دوهم مقام یې ترلاسه کړ .

خو سږ کال له پیله داسې ښکاریده چې دفساد او اختلاس په چاره کې دکابل چارواکو په تیرو لسوکلونو کې خورا ډیر څه  زده کړي او کیدای شي ښه دریځ خپل کړي ، په داسې حال چې حامدکرزي دخپل مفسد ټیم څخه ناهیلی وو او څه موده وړاندې یې وویل چې فساد کمزوری شوی او موږ دشفافیت  خواته روان یو ، خو سیالۍ بل څه وښودل او هغه داچې افغانستان پایلوبه هم په  ښو نومره وګټله او دفساد له اړخه یې دنړۍ دلومړني هیواد میډال وګاټه .

ځینو رسنیو دلوړې اتلولۍ دخبر لیکلو په مهال له کابل رژیم څخه په افغانستان تعبیر کړی او په پوره بيباکۍ یې لیکلي چې (افغانستان دفساد اتل شو ) باید ووایو چې افغانستان هماغه ویاړلی افغانستان دی ، چې دڅو تنو فاسد او نا اهله چارواکو بدنامي یې هیڅکله هم حیثیت  نه شي داغدار کولای ، لوستونکي باید ددې تعبیر په مهال متوجه  واوسي او دې ته یې باید پام وي چې ( زینة المکان بالمکین ) دفساد مډال یوازې دکابل څو فاسدو میلونرانو ګټلی نه افغانستان او غریب افغان اولس .

 

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x