د امنیتي ځواکونو په درندو ډزو وژل شوي ماشومان

کندز کې ولسي کورونه د دولتي ځواکونو تر بریدونو لاندې دي (ویډیو)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۴ل): د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د امریکايي الوتکو په ملتیا د ولسي خلکو په کورونو جګړه پیل کړې او ګڼې کورنۍ يې له سیمې کډه کولو ته اړ ایستي.

د کندز اوسیدونکي وايي چې د ملکي وګړو کورونه د امریکايي الوتکو تر بمونو او د افغان ځواکونو تر توپونو لاندې دي. د سیمې اوسیدونکي وايي چې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې په سلګونو ولسي خلک وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي «حبیب الله صیام» نن ټکی اسیا ته وویل چې له کومې ورځې یاده ولسوالۍ د دولت لاس ته لوېدلې، د ولسوالۍ بازار د عامو خلکو پر مخ بند دی او هټیوال او دوکانداران له خپلو دوکانونو او مالونو څخه هیڅ خبر نه لري. د نوموړي په وینا، عام خلک پر ځاني تلفاتو سربېره مالي زیانونه هم ګالي.

ښاغلی صیام وايي چې دولتي ځواکونو په سلګونو کورونه، چې د هیواد په یو ځانګړي قوم پورې اړه لري، په توپونو ویجاړ کړي. نوموړی زیاتوي چې دولتي ځواکونه په دې پلمه د عامو خلکو کورونه په نښه کوي چې ادعا کوي هغوی له طالبانو سره همکاري کړې او ډوډۍ یې ورکړې.

د دشت ارچي ولسوالۍ دغه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته څرګنده کړه چې یاده ولسوالۍ په «ګرم تنور» بدله شوې او په وینا یې، ولسي خلک په داسې حال کې د اور په لمبو کې سوزي چې رسنۍ او د بشري حقوقو سازمانونه چوپه خوله دي.

په عین وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کندز کې د دولتي ځواکونو لخوا وروستۍ ولسي وژنې «عام وژنه او پراخ وحشت» بللې او هغه یې په کلکه غندلي دي.

ښاغلي مجاهد په یوې خبرپاڼه کې ولسي خلکو ته ډاډ ورکړی چې ډیر ژر به د دغو «مجرمینو له وحشت» څخه نجات ورکړل شي. نوموړی زیاتوي چې د ولس ژغورنې لپاره یې زرګونه جنګیاليو سرونه په لاس کې اخیستي او قرباني ورکوي.

طالبانو د بشري حقوقو له سازمانونو غوښتنه کړې چې د دغو کړنو په وړاندې چوپ پاتې نه شي او په خبره یې، مجرمینو ته په خپلې خاموشۍ سره د وحشت د دوام جرئت ورنه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په رسنیو او ژورنالیستانو هم غږ کړی چې د خپلو خلکو په وړاندې مسئولیت ترسره او هیوادوال او نړیوال په کندز کې روانو ظلمونو ته متوجه کړي.

په لاندې ویډیو کې د امریکايي الوتکو او دولتي توپونو له امله د کندز ولسي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې بېلګه کتلی شئ.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبيدالله طوطاخیل
میلمه
عبيدالله طوطاخیل

تاسو په الله باور وکری چی لهغی ورزی نه چی چهاردری ولسوالی دولتی خبیثانو ونیوله اوزمونگ کورونه بدون لدی چی جنگ هم نشته په توپو ولی پدی خاطر چی زمونگ کلی کی طالبان دی اومونگ یوه میاشت کیگی چی له کوره بیرون اوهواره ورونو تاسو مونگ ته دعا وکری دخدای لپاره چی الله مونگ لدی ظالمانو نه خلاص کری او ادامه ژوند راپه برخه کی یاالله ته مونگ ددی لعینو له منگلو خلاص کری یاالله په مونگه اسلامی قانون چی ستا رضا په کی رانصیب وگرزوی

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

دا د دوساو استعماری قوتو دوس خصلت وی ، چه اوله کی له ډیر وحشت څخه کار اخلی چه خلک ویروی او خلک یی ژر تر ژره اطاعت وکړی ، او په اخره کی چه د ماتو سره مخ شی ، د خپلو شرمونو او ماتو د پټولو او یا د غچ اخستنی په خاطر له اخری وحشت څخه کار اخلی ، مګر دغه وحشت له بی بیګناه او بی دفاع خلکو سره تر سره کوی له مجاهدینو خو له ویری متیازی او ځان وژنی کوی ، وایی په تا می وس نه رسیږی مړ به دی دادا کړم .… نور لوستل »