په افغانستان کې ولي د هزاره قوم وګړي چې شیعیه مذهبه دي وژل کیږي ؟

لیکوال: محمد عارف محتاج –

موږ همیشه ډیر سطحي فکر کوو ، موږ همیشه غولیدلي یو ، مونږ د یوې موضوع په اړه ډیر وخت له تحقیق او څیړني پرته نظر څرګندوو او په اړه يي له وخت څخه مخکې پریکړه کوو .

موږ یا خپل دښمن تر اوسه نه ده پیژندلی او یا دښمن ته د دوست په سترګه کورو ، مونږ ته که هر څومره غټ زیان راورسیږي ، ظلم راباندي وشي ، په وحشت او بربریت سره ووژل شو ، موږ یوازي دا نه کوو چې  ووایو موږ خپل دښمن وژلي یو بلکه په دې اړه فکر هم نه کوو ، موږ د دې ټولو وحشتونو او نارواوو لپاره نوري توجیه ګاني لټوو ، همیشه مو کوشش دا وي چې پړه یي په بل چا واچوو او خپل دښمن له ملامتي څخه خلاص کړو ، دا په دې خاطر کوو چې موږ له هغه څخه ویریږو ، ویره مو د معاش ، موقف ، دندي ، زندان ، مرګ او … وي .

دې ته مو پام نه ده چې دا ویره زموږ د اسلامي عقیدې په ضعف باندي دلالت کوي ، که مو عقیده ضعیفه نه وای موږ به له زندان ، مرګ ، د رزق له تنګوالي او … څخه نه ویریدو ، ځکه چې د دې ټولو واک او اختیار له الله تعالی سره دی .

افغانستان د مسلمانانو د هغه لوی دښمن په لاس کې ده چې هغه اوس د نړئ سوپر پاور ده ، دا دښمن که په تر خپل لاس لاندي سیمو کې هر څه وغواړي کولای يي شي ، د مخ نیوي خو یي څوک نشته بلکه د نیول شویو سیمو وګړي یي خدمتګاران دي .

په هیواد کې د هزاره وروڼو اختطاف او وژنه دومره ساده او وړه خبره نه ده لکه څرنګه چې په رسنیو کې انعکاس ورکول  کیږي او یا عام خلک فکر کوي .

د افغانستان په ګډون د اسلامي نړئ په ډیری سیمو کې غرب په دا وروستیو کلونو کې مسلمانان د تروریستانو په نامه وژني او دا لړئ لا جریان لري ، چې نه یي آرام او هوسا ژوند ته پریږدي او نه یي هم پرمختګ ته ، خو د همیشه لپاره دوئ د جګړې اور ګرم نه شي ساتلای ، ځکه مالي او ځاني زیانونه یي تر سر پورته دي ، نو تر ټولو ښه لار یي دا ولیده چې مسلمانان په خپل منځ کې د ډیر وخت لپاره په جنګ سره واچوي او دوئ د خیر په غونډئ ورته کښیني ، چې د دې کرغیړن پلان په عملي کولو سره به دوئ له څو ابعادو څخه ګټه وویني : د نړئ د مسلمانانو یووالی چې تر ډیره بریده زمینه ورته مساعده دی د یو څه وخت لپاره وځنډیږي ، له مالي او ځاني تاوانونو څخه به خلاص شي ، خپلو اهدافو ته به يي رسیدګي اسانه وي او د تر لاس لاندي سیمو په ګډوډي کې به دوئ هلته تر ډیره وخته پاتي شي چې دا د دوئ لپاره لویي لاسته راوړني دي .

نن چې دلته هزاره وژل کیږي دا د هغه تباه کوونکي او کرغیړن پلان ریښې او اثار دي چې امریکایانو لا ډیر مخکې طرح کړی وو چې په نړئ کې باید د سني او شیعیه تر منځ په تدریجي ډول یو ګرم او په لسګونو کلونو نه مړکیدونکی اور بل شي ، چې په عراق ،سوریه او یمن کې په خپل نوبت سره ښه په درز او تیزي سره بلیږي ، اوس په افغانستان کې هم سوکه سوکه د بلیدو په حال کې ده .

خو مونږ بیا هم نن دا نه وایو چې دا د امریکا پلان دی ، بلکه په یو او بل ډول یي توجیه کوو تر څو امریکا له ملامتي او ګرمي څخه خلاصه شي ، دا کار د ځینو له خوا قصدا کیږي او ځیني بیا د سیاسي پوهي د نه لرلو له کبله داسي پریکړي کوي .

محتاج
۱۳۹۴/۹/۱۹

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حریا شملزۍ
میلمه
حریا شملزۍ

محتاج صاحب ښه وضاحت ده اابته یو څه نور وضاحت ته هم اړتیا شته چی هغه هم تاسو اشاره کړی وه چی کله نا کله ځینی ستونزی یا کمزورتیاوی وی چی محکوم اولسونه دښمن ته په پټو سترګو ګوری او خپل غلامانه ذهن د مسلی و عمق ته نه پریږدی دی کی هیڅ شک نشته چی امریکایان د مسلمانانو خیر غوښتونکی نده اوتل یی خپلی مکارانه کړنی کارولی ترڅو مسلمانان ضعیف او بیا ورنه ګټه واخلی یوشی چی تل موږسترګی پټی کړی او ړوند قضاوت مو کړی چی لامل یی شاهد هم هغه وی چی تاسو ورته اشاره وکړه زموږ… نور لوستل »

محتاج
میلمه
محتاج

شملزئ خورې مهیمو ټکو ته دي اشاره کړي دی .
دا له لمر څخه روښانه حقیقت دی چې پاکستان د امریکا د لاس آله ده او چې څه ډول وغواړي هغه ډول استفاده ورڅخه کولای شي ، خو دا هم باید ووایو چې له پاکستان څخه ماسوا نور هم بې شمیره خدمتګاران لري او هم یي پیدا کولای شي ، چې د اړتیا په صورت کې ورڅخه هر اړخیزه استفاده کولای شي .