دیني، سیرت او تاریخ

بايبل څه شی دی؟ – دوهمه برخه

د کتابونو د روغوالي لپاره د عيسوي علماوو څېړنيزي غونډې

لومړی ځل په (۳۲۵) زېږديز کال دنايس په ښار کې د ولسمشر قسطنطين(1) په امر يوه لويه غونډه راوغوښتل شوه؛ څو د هغو کتابونو په اړه څېړنه وکړي چې په روغوالي کې يې شک دی، د ډېرو څېړنو، سلا او مشورو نه وروسته علماوو يوازې د کتاب يهوديت په روغوالي پرېکړه وکړه، او وې ويل چې کتاب يهوديت روغ او واجب التسليم يعنې( د منلو وړ دی). (2)     

له دې وروسته دويمه غونډه په (۳۶۴) زېږديز کال راوغوښتل شوه، دغه غونډه د (روډيشيا) په نوم مشهوره ده، په دې غونډه کې علماوو د تېرې غونډې ملاتړ وکړ؛ خو د کتاب يهوديت تر څنګ يې اووه (۷) نور کتابونه  هم د منلو وړ وبلل لکه : کتاب استبر، د يعقوب رساله، د پطرس دويمه رساله، د يوحنا دويمه او درېيمه رساله، د يهودا رساله او عبرانيانو ته د پولس رساله .

 ياده دي وي چې کتاب مشاهدات په لومړۍ او دويمه دواړو غونډو کې شکمن پاتې شوی و.

د غونډې په پای کې پريکړه ليک خلکو ته ولوستل شو او ټينګار ورباندې وشو.

درېيمه غونډه په (۳۹۷) زېږديز کال راوغوښتل شوه، دغه غونډه د (کارتهيج) په نوم مشهوره ده، په دې غونډه کې د عيسويانو د مشهور او منل شوي عالم آګسټاين تر څنګ (۱۲۶) نورو علماوو هم ګډون کړی وو،  دې غونډې د تېرو دواړو غونډو ملاتړ او تاييد وکړ، او د منل شويو کتابونو په لړليک کې يې دغه لاندې کتابونه هم ورزيات کړل لکه: کتاب دانش، کتابِ طوبياه، کتاب باروخ، کليسايي پندونه او ورمونه، د مکابيو دواړو کتابونه او د يوحنا کتاب مشاهدات.

 په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې کتاب باروخ د کتاب یرمياه برخه ده، ځکه چې باروخ عليه السلام د يرمياه علیه السلام ځايناستی او خليفه و؛ نو ځکه دوی هم د کتابونو په لړليک کې د کتاب باروخ نوم بېل ونه ليکه.

له دغو غونډو وروسته که څه هم د ټرلو، فلورنس او ټرنټ  غونډې شوې دي؛ خو کوم نوښت يې نه دی کړی، د وروستۍ غونډې (کارتهيج) ملاتړ او تاييد يې کړی، يوازې د کتابونو په لړليک کې يې کتاب باروخ له یرمياه نه بېل ليکلی دی.

له پورتنيو پرېکړو د پروټسټنټانو سرغړونه

که څه هم پورتنيو پرېکړو تر (۱۲۰۰) زېږديز کالونو پورې دوام وکړ؛ خو کله چې پروټسټنټان راپيدا شول، هغوی د خپلو مشرانو د پرېکړو سرچپه لاندې کتابونه ونه منل يعنې واجب الرد او ناسم يې وبلل لکه: کتاب باروخ، کتاب طوبيا، کتاب يهوديت، کتاب دانش، د کليساوو پندونه او د مکابيو دواړه کتابونه.

له پورتنيو کتابونو سره يې د کتاب استر ځينې څپرکي هم ناسم وبلل، دغه کتاب شپاړس (۱۶) څپرکي لري، پروټسټنټانو يې لومړي نهه (۹) څپرکي او د لسم (۱۰) څپرکي درې (۳) آياتونه سم وبلل او پاتې نور څپرکي يې ناسم او واجب الرد وبلل او په دې اړه يې دليلونه وړاندې کړل چې په لاندې توګه دي:

1)    دغه کتابونه په عبراني او کسدي ژبو کې دروغ دي، او اوسمهال هيڅ شتون نه لري.
2)    يهوديان دغه کتابونه الهامي نه بولي.
3)    ټولو عيسويانو هم دغه کتابونه نه دي منلي.
4)    جيروم وايي چې دغه کتابونه د ديني کتابونو د ثبوت اوملاتړ لپاره بسنه نه کوي.
5)    کملوس وايي چې دغه کتابونه لوستل کېدای شي؛ خو په هر ځای کې نه.
6)    یوسي بيس د کتاب رابع په (۲۲) څپرکي کې ليکلي دي چې په دغو کتابونو کې لاسوهنه شوې ده، په ځانګړې توګه د مکابيو دويم کتاب.

که لومړي، دويم او شپږم دليل ته ځير شو؛ نو دا څرګندیږي چې پرټسټنټان د خپلو مشرانو د سلګونو کالونو منل شوي پرېکړې غلط او ناسم بولي، او زياتوي چې د دغو کتابونو اصل او ماخذونه نشته، اوسمهال يې يوازې ژباړې شتون لري، او بله دا چې لاسوهنه هم په کې شوې ده.

سره له دې چې پروټسټنټان له دغه غټ شمېر خلکو سره مخالفت لري؛ خو کيتهولکان تر اوسه د خپلو مشرانو پرېکړو ته ګروهمن دي او  هم يې مني.

————————-

(1) دغه لومړی قسطنطين (Constantinet)دی، چې د واکمنۍ پلازمېنه يې په بيزنطيه ښار کې وه؛ نو له دې کبله بيزنطيه ښار په قسطنطينې سره مشهور شوی دی، نوموړی په (۳۳۷) زېږديز کال کې مړ شوی دی.

(2) پر کتاب يهوديت باندې جيروم بشپړ کتاب ليکلی دی، هغه په خپل کتاب کې هم پورتنۍ خبرې راخيستي دي، جيروم (ST. Jerome) د عيسويانو مشهور عالم او فيلسوف دی، په (۳۴۰) زېږديز کال پيدا شوی دی، نوموړي په لاتيني ژبې د بايبل ژباړه کړې ده ، د بايبل په اړه ډېر معلومات او پوهه لري، او په دې اړه يې ډېر کتابونه هم ليکلي دي، په (۴۲۰) زېږديز کال مړ شوی دی.(ياده دي وي چې نوموړی د جان هس زده کوونکی جيروم نه دی، د جان هس جيروم په (۴۱۶) زېږديز کال مړ شوی دی.)

له اظهارالحق کتابه – لمنليکونه: مفتي محمد تقي عثماني صاحب / ژباړه: جمعه خان نايل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x