نظــر

زموږ وزيرستان؛ لکه د برما مسلمانان

ليکوال: سردارولي پښتون زوی-

د امريکا او روس په جګړه ( افغان جهاد ) کي غربي رسنيو په تېره بي بي سي دا خبره ډېره وشاربل چي؛ روسانو دوه مليونه افغانان وژلي چي دا په حقيقت کي داسي نه وه، شک نسته چي افغانانو ستونزي او شهيدان نه درلودل، بلکي شهيدان کونډي يتمان او ستونزي تر اوسه لا ګالو، خو دا هر څه چيغي غربيانو ددې د پاره وهلې چي وښيي روسان (د دوی د وښمنان ) ظالمان او د کرکي وړ دي، همدغه لوبه نن د نړي د ټولو وږو او اړو خلګو سره روانه ده چي برما ئې هم يو بېلګه ده .

له ۲۰۰۹ع کال راهيسي د برما په اړه ګن رشتيا او لاسي ډيزاين سوي انځورنه لاس پر لاس کېږي، چي د نړۍ ټول خواله رسنۍ ئې ونيولې، خو هيڅوک نه پوهېږي چي لوبه چا، څنګه، او د کومي موخي د پاره ده ؟ ددې د پاره پر برما لنډه رڼا اچوم.

برما د اسيا په جنوب ختيځ کي يو هيواد دئ، چي له بنګله ديش هند، چين او تهايي لينډ سره پوله لري، شرشمېرنه ئې ۵۰ ته رسېږي. د نړۍ په کچه ډېري ورجي لرونکې برما، سل بېلابېل نژاده لري چي روهينکا ئې مسلمان لږکی نژاد دئ او د بنګله ديش سره پر اوږده پراته دي او ژوند ئې خوار او ان په ماهي خوړلو ژوندي دي. روهينکا د برما له خپلواکۍ اخستلو څخه تر اوسه ددې امله ترټل سوي چي له برمايي کامونو سره نژدې والی نه لري او بودايان ئې پخواني غلامان بولي.

د برما په غمجنو عکسونو کي تر ټولو ډېر کتل سوي جعلي عکس، چي په ډېره ځيرکتيا سره سکښتل سوی دئ
د برما په غمجنو عکسونو کي تر ټولو ډېر کتل سوي جعلي عکس، چي په ډېره ځيرکتيا سره سکښتل سوی دئ

په ۱۹۷۵ع کال د برما دولت دا خلګ د بنګله ديش اړخ ته واړول، خو بنګله ديش ئې له منلو ډده وکړه او په لکونو ئې په ډېر تشدد بيرته د برما سمندرنو ته وشړل، وروسته د ملګرو ملتونو په منځکړيتوب بيرته برما ته پرېښوول سول، خو ځيني بنديزونه ئې هم پر ولګول، لکه : تر دوه ماشونانو زيات نسي زېږولای، مځکه نسي رانيولای، له دولتي اجازې پرته واده نسي کولای اوداسي نور، پای دا چي دوی بايد يو ډول حيواني ژوند ولري چي برما ئې په راتلونکي کي نسل ورکېدو ته اسانه لار پيدا کړي. له همدې امله په زړه بوږنونکو انځورونو کي برما، بنګله ديش او د سيمي نور هغه هيوادونه پراخ لاس لري چي غواړي له دغه نژاده خان خلاص کړي.خپله برما د روهنګيا له مسلمانانو سره د خپلو وګړ په څېر هيڅ تعامل نه کوي، بلکي د ډله ييزې وژنې لامل ئې ګرڅېدلې.

ظلمونو هغه وخت زور واخيست چي په ۲۰۱۲ع کال په ساحلي ښار رکين کي يوه برمايي ښځه د يو روهينکايي لخوا تر جنسي تېري لاندي راغله او ورسته وه وژل سوه، په ډېر لنډ وخت کي دې پيښي دوه سوه روهينکايان تر چړو لاندي کړل، يو لک څلوېښت زره کډوال، پنځوس زره د بنګله ديش پولي ته تر شنه اسمان لاندي شپې تېروي خو بنګله ديش تر اوسه پوري د ورننوتلو اجازه نه ورکوي او د شا له خوا تر بودايي بريدونو لاندي دي.

په دې اړه د ملګرملتونو شرموونکې چپتيا، د بشر د حقوقو د ساتني په تړاو د ملګرو ملتونو د ناکامۍ ثبوت دی، تر اوسه يوازي  ترکيې، رومن کاتوليک فلپاين، افريقايي هيواد ګمبياکون بېوزلو ته د ورتګ بلنه ورکړې ده، همدارنګه د برما بودايي دولت په تېره بيا د نوبل کټونکې برمايي اتل انک سان سوچي پرلپسې چوپتا بيا بيخي سړي حيرانوي.

همدغسي اور په پښتنو کي ډېر پخوا بل سوي، چي اوس ئې هم بڅرکي تر ليري خايونو پوري غورځي. د پاکستان او افغانستان په مابينځ کي قبايلي اولس په اصل کي د یوې دغسي لویې او تاریخی توطیې قربانی دی. د انګلیس استعمار ونه غوښتل چي په دغو سیمو کي اداری نظام جوړ سی او د خپلواکۍ ‌غوښتلو، د علم او پوهي د کموالي له روحیې څخه په ګټي اخیستو ئې هغو ته د ازادو قبایلو لقب ورکړ. ډېر دلایل سته چي ولي داسې وسول، ستونزمنه جغرافیا، اقتصادی ارزښت نه درلودل او د ټولو پښتنو له یوځای کېدو څخه بېره ئې له مهمو دلایلو څخه دي.کله چې پاکستان جوړ سو، له دغو خلکو څخه په ۱۹۴۸ ع کال کي په کشمیر کي د هند په وړاندي د قومی لښکر په توګه ګټه واخیستل سوه او تر نن پوري هغوی ظاهرا ازاد، خو په حقیقت کي بندی، بې‌وزله، بې‌سواده او په سیمه کي د استخباراتو او د واک کړیو د دسیسو د سونک مواد دی. نسبت هغو ته د افغانستان لیدلوری هم دومره شریف، بنسټیز او انسانی نه دی. د افغانستان دولتونو هم په شعار ورکولو سره هرکله له قبايلو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی، پرته له دي چي د هغوی په تاریخی او ټولیز برخلیک کي کوم بدلون راڅرګند سوی وی. ان په تېرو کلو کي د ډرون بريدونو په اړه ډېر مالومات د افغانستان دولت ورکول، چي په دې ډول شمېرې ښيي چي تر اوسه بې پلوټه حملو ۲۷۰۰  پښتانه قبايل شهيدان کړي او افغانستان د خېر پر غونډۍ ورته ناست دئ، څرنګه چي نن د برما روهينکا د برما مات لاس دئ، ليري نه ده چي سبا به قبايل د ا فغانستان مات لاس وي چي نه به ئې ايله کولای او نه نيولای سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x