شعـــــرونه

غزل – عاکف

عاکف مهاجر

بیایې له مماڼو له ګورګورو سر ښکاره کړلو
ها د غره له سر څو شمله ورو سرښکاره کړلو
ژوندمې شوتازه چې د وصال شبنم پرې پرېوته
نن چی څو يارانو مرورو سر ښکاره کړلو
دې سپېره خزان کې چې بهار کډه راوکړله
ښکلیو ښايستونو سترګورو سر ښکاره کړلو
للمه د زړګي مې د ديدن باران راشنه کړله
زلفې په اوږو کړې څڼه ورو سر ښکاره کړلو
ښکاري په هجران کې شرابونه د سراب په څېر
کاشکې هۍ ارمان ها مخورو سر ښکاره کړلو
سترګې خښې کړي دي عاکف ها پورې غره باندې
ګوره که غازيانو برېتورو سر ښکاره کړلو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

ښایسته غزل دی په دې غم غم ، داعش داعش او هزاره هزاره ماحول کې مې لږ ادبي تنده پرې ماته سوه شاعره خیر یوسې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x