ادبي لیکني

په رڼا کې تیاره

امېد کمالزی

د کلي په ښوونځي کې ښوونکې وم،نجونو ته مې زده کړه ورکوله ، ښوونځي ودانۍ نه درلوده خو ښکلی چاپیریال یې درلوده خلاصه فضا یې وه، د کلي وړې،تاندې او تنکۍ نجونې زده کړې ته راتللې،ښوونځی د کلي په ګوښه کې وه،په خېمو کې مو کله لمر او کله د باران له وېرې په ورېځ په کې لوست کاوه،شاوخواته مو شنه فصلونه وه،د مڼو ، زردالو او ډول ډول میوو ونې شتون درلودې، چې د میوو ونو د ګلانو په وخت کې په خپلو مینه والو د جنت ننداره کوله.

له کلي څخه د اوبو نرۍ ویاله روانه وه چې د کلي ښکلا یې ښکاروله چې د سولې، امن زرغونه پټۍ یې جوړه کړې وه. د ښوونځي زده کوونکي، ښوونکي ان د کلي خلک خوښ وه د ښه راتلونکې په تمه یې شپې او ورځې تېرولې.

کله مو چې لوست کاوه مرغیو هم زمونږ په لوست کې ګډون کاوه، د سولې سندرې یې ویلې د امن او خپلواکۍ نارې او ترانې یې ویلې.

یوه ورځ مو د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې په ویاړ ښوونځي کې مراسم نیولي وه ، د زده کوونکو له خوانه د خپلواکۍ او خپل هېواد سره د میني او سرښندنې ترانې ویلې، امان الله خان یې د خپلواکۍ باز او پتنګ بله،ټول خوښ وه ، د خپلواکۍ احساس مو کاوه په دې وړوکي کلي کې مو د هیلو لویه نړۍ درلوده، هرې یوه ځان امان الله خان او د میوند اتله ملاله ګڼله خو له تیارې نه خبر نه وه، یوې زده کوونې د دریځ په سر دا ټپه ویله:که په میوند کې شهید نه شوې خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه له دې ټپې سره یو ناڅاپه ډزې پیل شوې له ډزو سره سم د هیلو،خیالونو رنګینه نړۍ مو له ویر، ماتم سره خپله تیاره پیل کړه، زده کوونکې پر ځمکه پرېوته ځمکه یې په سرو وینو خړوبه کړه لکه ښکار شوې هوسۍ پرځمکه له ساه پرته په خوب ویده شوه، په زده کونکو سربېره ښوونکو په مړې زده کوونکې راټول او چغې یې وهلې دا یې ویل: د میوند ملالې سترګې خلاصې کړه ،څنګه دې ژر خپله ژمنه پرېښوده سترګې خلاصې کړه شور او غوغا ګډه وه بلواګرو بیا ډزې پیل کړې ټول سره خواره واره شول مرغۍ هم په تېښته هره خوا وتښتېدلې په کلي کې ویر او ماتم ګډ وه، ښوونځی د بلواګرو له خوانه وتړل شو، د زده کوونکې په ارام ځای بیرغونه ورپېدل،ګلان پرې کېښودل شول د میوند اتله او ملاله وپېژندل شوه ، په کلي کې چوپتیا او خاموشي خپره شوه.

ډېر پسرلي راغلل خو هغه پسرلي را نه غلل، رڼا شته، ورځ شته، لمر شته، نظام خپل دورونه پوره کوي، مرغۍ هم شته ، زرغون فصلونه شته خو په رڼا کې تیاره، تورتم، جهل، ناپوهي ده ښونوځی نه شته د پوهې ډېوه مړه ده د خپلواکۍ ترانې نشته، د ملالې ستاینه څوک نه کوي، غازي امان الله خان څوک نه یادوي د خپلواکۍ ترانې څوک نه وایې هرڅه هیلې مو ختمې شوې په رڼا کې تورتم، ناپوهي، جهل خپل اوج ته رسېدلی ده نه هغه کیږدۍ شته نه هغه ښوونځی.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x