نظــر

پولينډيان د ماتېدو په درشل کې

    د صليبي يرغل په اوږدو کې،  پولينډ هم د هغه څه کم پنځوسو هېوادونو په جمله کې يو هيواد دى، چې د امريکا د خوشحالي لپاره يې خپل ځواکونه افغانستان ته را وليږل، يرغلګر ځواکونو د نظامې فعاليت له مخې په ټول افغانستان کې د ګډو عملياتو سربېره د افغانستان ولايتونه د پلار د ميراث په توګه په خپل منځ کې تقسيم کړو، لکه چې هلمند د برېطانيې، کندهار د کناډا، کندز د جرمني، اورزګان د هالينډ/استراليا، کاپيسا د فرانسې او د غزني تاريخي ولايت د پولينډيانو په پچه وخوت، پولينډيانو له امريکايانو سره په شريکه په مرکز او ولسواليو کې پياوړي مرکزونه جوړ کړو، د طالبانو د ځپلو او د هغوى د فعاليت د مخنيوي لپاره يې ګړندي چاپه وهونکې ګروپونه تشکيل کړو، خپل هوايې او ځمکنى ځواک يې خورا منظم کړو، د افغانانو په جامه کې يې زيات جاسوسان په ټول ولايت کې خپاره کړو، ګڼ شمير استخباراتي وسائل يې په لاس ورکړو. په ګڼو سيمو کې يې د شپې او ورځي ګزمې پېل کړې.

ځيني پخواني قومندانانو هم د دوى راتګ ته ښه راغلاست وويل، په ډېر اخلاص يې ورسره مرسته وکړه او خدمتونه يې تر سره کړو. دوى د خپل وحشت، بربريت او رعب د ښکاره کولو لپاره مسلمانان وځورول، له هيڅ قسم ظلم څخه يې مخ وا نړول.

د کابل او ولايتونو څخه د اسلامي امارت د شاه تګ څخه وروسته طالبان او عام مسلمانان د لږ ځنډ لپاره  له يو قسم سکتې سره مخ شوو، ځکه په پېل کې  صليبيانو ډېر قوي او اغيز من تبليغات کولو، د خپل ځواک او قوت تبليغات، په بنديانو طالبانو د خپل بربريت او وحشت اظهارات، د عصري پر مختللي ټيکنالوژي د مؤثريت تبليغات ، د مسلمانو هيوادونو او افغاني جهادي تنظيمونو له دوى سره د سرښندني او وحدت اظهارات او داسې ګڼ نور.

دوى خپلو فعاليتونو تر دې حده پوري ډاډه کړو، چې نړيوالو ته يې اطلاع ورکړه، چې د طالبانو زور مات شوى دى او نور د مقاومت جوګه نه دي.

له بل لوري طالبانو چې د ورپيښ تاوان او ستونزو له امله يې خپل تجهيزات او وسائل له لاسه ورکړي وو، ورو ورو د مقاومت هڅه وکړه،  له موقتي ځنډ څخه وروسته يې په تش لاس خو په ايماني وسله سمبال د يرغلګرو خلاف په ټول هيواد کې، خو په ځانګړي ډول په جنوب کې په ډيره چټکۍ سره خپل عمليات پېل کړو.

    د غزني په ولايت کې طالبان د امريکايانو سربېره له پولينډي فوځيانو سره لاس او ګريوان شوو، په يرغلګر هيوادونو کې يواځي پولينډ هغه هيواد دى چې ١٩٨٠ لسيزه کې د شوروي يرغل په مهال هم په افغانستان کې د اشتراکې نظام د حفاظت لپاره جنګيدلى وو، له افغانانو سره د اوږدمهالې چريکې او جبهه ايزو جګړو ترخې تجربې يې تر لاسه کړي وې،  خو په پاى کې له خپل بادار شوروي سره يو ځاى په شرميدلى حالت او د  شکست په جامو سمبال له هيواده تښتيدلي وو. پولينډي فوځيانو د خپل پخواني کسات او غچ اخستلو او نوي بادار (امريکا) ته د خدمت کولو په موخه د غزني په ولايت کې د خپل وحشت بازار ګرم وساتل، له هيڅ قسم ظلم څخه په شاه نشول، دوى د طالبانو سربېره عام خلک، ماشومان، سپينږيري، زنانه سخت وځورول، په سپيو يې وداړل، ټانګونه يې پرې وخيژول،  تش لاسي مسلمانان يې د داسي ستر بمونو او بمباريانو خوراک کړو، چې د غره د له منځه وړلو لپاره کافي وو، په لارو تيريدونکې مسلمانان يې د ماشومانو يا زنانوو په مخکې په ډير ظلم مخامخ يا له څرخکې څخه وويشتل او  شهيدان يې کړو.

د پولينډيانو او امريکايانو د ظلم او وحشت قصې که وليکل شي، نو مجلد کتابونه به ترې جوړ شي، دلته د بېلګې په توګه يوه قصه را نقل کيږي.

په شلګر کې د طالبانو يو غښتلى قومندان حاجي عبدالمنان چې د نورو شهيدان شوو ملګرو جنازې ته روان وو، د لاري په اوږدو کې د هوا له لوري په يو موتر کې له درې نورو عام مسلمانانو سره يوځاى شهيد کړې شو،  يرغلګرو د نوموړي په شهادت زړه يخ نشو، کله چې د شهيد د فاتحې مراسم پاى ته ورسيدو، نو په نيمه شپه يې د هغه په کور چاپه تر سره کړه، د شهيد مشر ورور محمد قاسم چې يو سپينږيرى او غير نظامي کس وو د خپلو اولادونو او بچيانو  مخکې په ډېر ظلم په وهلو وهلو په داسي حال کې شهيد کړو،  چې د کوټې ديوالونه يې په وينو رنګ او مازغه يې پرې مښتي وو، مرحوم وروستۍ سلګۍ وهلې، خپلو بچو ته يې د اوبو راوړلو اشاره وکړه، ولې کله چې ورته اوبه راوړل شوې، نو ظالمانو اوبه په لغته ووهلې او چپه يې کړې، او د سختي تندي په حالت کې د شهادت لوړ مقام ته ورسيد، د هغه دوه نور وروڼه يې له ځان سره بنديان کړو.

خارجيان په خپل ځواک زيات ډاډه شوو، په ټول ولايت کې به له کوم ډار او ويرې څخه پرته ګرځيدو، طالبان د دوى له ظلم، وحشت او امکاناتو  څخه ونه بيردل، د دوى په خلاف يې سخت عمليات پېل کړو، د دوى هوايې جهازونه را وغورځول شوو، ټانګونه يې د بارودو خوراک شوو، پياده ګزمې يې تر اور لاندي ونيولې شوې، جاسوسان ونيول شوو، اکمالاتي کاروانونه يې د اور په لمبو کې لولپه شوو، خارجيان او پولينډيان ورو ورو له اطرافي ساحو څخه د ښار او يا خپلو قوي مرکزونو په لور په شاه شوو، د دوى د توقع خلاف دوى په زيات شمېر مرګ ژوبله وليده، دوى د خپلي مرګ ژوبلې د را کمولو په موخه له افغاني عسکرو، سکورټيانو څخه کار واخست په اخير کې يې د ملي پاڅون په نوم اربکيان را منځته کړو، چې طالبانو ته يې يو لړ ستونزې پيدا کړي، ولي د طالبانو د ځانګړي مقاومت، په خپل منځکې د ښه وحدت او د خپلو مشرانو او امارت د مقام د اطاعت په نتيجه کې د صليبيانو ټول پلانونه  او دسيسې د الله په فضل  شنډې کړې، غاښ ماتوونکى ځواب يې ورته ورکړو، اوس مهال طالبان په ډېر پياوړي ځواک سره د غزني ولايت مرکز ته ور ننوتلو، د ښار په مربوطو سيمو کې د شپې له مخې ګزمې کوي، د ښار دننه د صليب غلامان له منځه وړي، خپل تندريز ګزارونه پرې کوي.
پولينډيان که له خپل مرکز څخه شل ټانګونه را بهر کړي، نو بېرته په مشکله توګه اولس يا اتلس ټانګونه خپل مرکزته ننوځي، پاتې درې يا دوه ټانګونه ترې طالبانو ښکار کړي وي، او د بارودو خوراک شوي وي، دوى د خپل ژوند څخه نا اميده شوي، د جګړې روحيه يې له لاسه ورکړي، د ملګرو فوځيانو او ټانګونو شمېر يې ورځ تر بلې کميږي، ګڼ شمير په روانې رنځونو اخته شوي.

پولينډيان د يرغلګر هيوادونو په جمله کې د موقف او استقلال له مخې تر ټولو کمزورى دى، دوى د خپلو وتو پرېکړه په خپله نشي کولاى، کنه مخکې به يې لا د شکست بيرغ پورته کړى وو،  بلکې د امريکا د ٢٠١٤ کال په انتظار دي، دوى سهار او ماښام دعاوي کوي، چې ٢٠١٤ کال ژر را ورسيږي.

په همدې توګه د الله تعالى جل جلاله په فضل او کرم سره پولينډيان هم د  ماتي او شکست په درشل کې دي.

حافظ محمد احمد الخراسانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x