افغانستانخبرونه

اشرف غني: هر غیر قانوني کار د مخالفینو سره کومک کول دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني نن په یوه تلویزوني وینا کې چې د هیواد د ټولو خبري چینلونو څخه نشر شوه، وویل چې د حکومت په لیکو کې هر غیر قانوني کار په اصل کې د مخالفینو سره کومک کول دي.

نوموړي ولس ته په هغه وینا کې چې په زابل کې د اووه تنه هزاره افغانانو د وژل کیدو په اړه یې کوله، وویل چې امنیتي ځواکونو له ډیري مودې د هغوی دخلاصون لپاره عملیات کول، چې ده یې خپله نګراني کوله.

نوموړي وویل چې په دغه عملیاتو کې تر ۹۰ زیات مخالفین ووژل شول.

اشرف غني وویل چې په تیرو دوو ورځو کې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې ۸ تنه تري تم شوي د مخالفینو له منګولو څخه را خوشي کړي.

باید وویل شي چې طالبانو د داعش وسله والو په خلاف عملیاتو کې تیره ورځ وتوانېدل چې د داعش جګړه مارو څخه ۸ تنه ترې تم شوي افغانان ژوندي را خوشي کړي، مخکې هم ۱۹ تنه د طالبانو او سیمه ایزو قومي مشرانو په هڅو را خوشي شوي وو.

اشرف غني وویل چې د وینو انتقام به په وینو اخلي.

د یادوني وړ ده چې د سهار وختي څخه په زرګونو لاریون کوونکي را ټول شوي او د حکومت پر وړاندي لاریون کوي، امنیتي ځواکونو پر دغه لاریون کونکو ډزي وکړي، چې له کبله یې ویل کیږي لږ تر لږه اته تنه ټپیان شوي.

د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه تر اوسه معلومات په لاس کې نشته.
باید وویل شي چې د ددې تر مخه امنیتي ځواکونو د اریانا نیوز تلویزون خبریالان د لاریون له ځایه څخه د ژونديو نشریاتو څخه منعه کړ.

د صابر فهیم په نامه یوه ژورنالیست اریانا نیوز ته وویل چې د اشرف غني ټول حکومت غیر قانوني دی، د مخالفینو سره تر ټولو ډېر کومک خپله اشرف غني، ډاکټر عبد الله او په ارګ کې ناست کسان کوي، ځکه چې د اساسي قانون خلاف ددوی د حکومت جوړیدل غیر قانوني دي.

نوموړي د یوه مثال په ورکولو سره وویل چې څو ورځي وړاندي د اشرف غني د حکومت جګپوړو چارواکو یو غل خلیل الله فیروزي له زندان څخه را وویستی، او د قانون خلاف یې د هغه سره تجارت پيل کړ، او همدا اوس یې څو شیبې وړاندي د اریانا نیوز خپروني د لاریون د ځای څخه بندي کړي، چې د قانون خلاف کار دی.

نوموړي وویل که د قانون خلاف کړني د مخالفینو سره کومک وي، نو ارګ نشینان د مخالفینو تر ټولو کلک ملاتړي دي.

مدني فعال او ژورنالیست صدیق الله توحیدي وویل چې ولسمشر اشرف غني د غیر قانوني څخه مطلب دغه لاریونونه دي چې په کابل کې ددوی په خلاف روان دی.

نوموړي وویل چې لاریونونه قانوني دي، د افغانستان اساسي قانون خلکو ته حق ورکوي چې سوله ایز لاریون وکړي او دغسي قانوني کارونو ته غیر قانوني لارې لټول د ولسمشر په وینا د مخالفینو سره کومک کول دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

تر ټولو لمړی غیر قانونی کار د ځان ، نامو س ، خاوری ، خلکو او خپلواکی پلورل دی اشرف غنی په لمړی کچه کی قرار لری . د خپل خالق سره مجادله او نه اطاعت تر ټولو لوی او نه بخښونکی جرم او کفر دی ، اشرف غنی لمړی کمونست ، بیا سکورلریست او اوس یی ورسره نشنلستی هم جمع کړی . د نړی په یوه هیواد کی هم دوه چمهور ریسان شتون نه لری ، اشرف غنی د ځآن سره د ځان په شان بل هم یوځای کړی یعنی دوه سری حکومت یی جوړ کړی چه تر ټلولو… نور لوستل »

ف-ا

وای ستا پر حال بیانزی استاده: اوس زه متیقین یم چه ته افغان نه یی ځکه چه د دی ملک یوه نیکمرغی هم نشی زغملی. کله چه ولسمشر یا بل څوک د دی ملک د ښیګڼی لپاره حتی کومه خبره هم وکړی بیا پر ی ستا پنجابی……….. تروه شوی وی. بیانزی لالا هوایی ډزی مکوه که نر یی نو یو وار میدان ته راشه چه د افغان زور پخپلو سترګو ووینی. ستا پنجابی نیکونو به یی قصی درته کړی وی خو شاید ستا نه هیری شوی وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x