په اوسني وخت کي صحافت او ژورناليزم

قند اغا همت

د دجال په فتنو کي به له حقيقت څخه زيات دروغ او فريب وي او دخپرولو يواځيني لاره يي رسنۍ دي هغه ژورنالستان چي په خپله د محمد ﷺ غلمان ځان ته وايي او پري ايمان يي راوړي دي او غواړي چي ددجال له فتني څخه خپل ځانونه وساتي په هر حال کي دوي ته پکار دي چي ددجالي ځواکونو ددروغو او فريب خلاف خپل قلمونه او ژبي استعمال کړي دنړي ټول کفري ځواکونه په دي زهرجنو تبلغاتو اخته دي خپل باطل نظام دامن انصاف نظام ثابتوي ايا هغوي مسلمانو ژورنالستانو وجدان او ضمير به دا خبره ومني چي ددوي ددين او مذهب پوري ټوکي کيږي که چيرته دوي ددي خلاف قلم راپورته کړي درسنيو له دفتري کار څخه به وشړل سي .

که چيرته ديو حق ويونکي ليکوال قلم ته دا سزا ورکړل شي او د باطل ويره ددي قلم په رګونو کي سيايي وچه کړي په دي حق ليکونکي ليکوال لازمه ده چي دزړه له وينو څخه سيايي اوله خپلو ګوتونه قلم جوړکړي او خپله فريضه سرته ورسوي.

که چيرته ديو ليکوال قلم له ظالمواو باطل طاقتونو له ګواښونونه ويريږي او ددولت دلالچ له امله يي دقلم سپيڅلتيا له منځه ځي دا ليکوال دي خپل قلم مات کړي دشتي او ځنګلونو ته دي ووځي تر څو قلم دده دضمير خلاف په ليکلو باندي ککړ نسي دجال ته مسيحا او مسيحا ته ددجال له ويلو نه بچ پاتي شي لږ واورئ سوچ پري وکړئ   داجنګ کوم ګوندي شخړه نه ده نه دکوم هيواد نه دکومي ټولني او طبقي جنګ دي بلکي دا جنګ او شخړه د محمد عربي ﷺ دسپيڅلو  غلامانو  او دابليسو زورورو پلويانو ترمنځ را پرځول دي او دا هم ياد ولرئ چي په نړي کي دا جنګ د ژوند په هره څانګه کي ده او هره څانګه په کي ښکيل ده ابليسي طاقتونه هغه څه مخ په وړاندي بيايي چي له دي وړاندي يي هميشه کول
ايا دکعب بن اشرف يهودي اولاد به د محسن انسانيت ﷺ دغلامانو په وړاندي هر قسم ګستاخي کوي او دوي به چپ او خاموش وي !

کله به چي کعب بن اشرف يهودي او  نورو کافرو شاعرانو درحمة العالمين ﷺ په شان کي ګستاخي کوله د اسلام شاعر حسان بن ثابت (رض) به په اشعارو کي دهغوي هجوه کوله .

د ژوند د نورو برخو په څير په ژورناليزم او صحافت کي هم په حق ولاړ ليکوالان ژورنالستان او شاعران ډير کم تر سترګو کيږي هغه لږقلموال چي قلم په حق او ريښتيا چلوي يقينا دوي کم نه دي ددوي ترشاه دهغه زرګونو او لکونو مظلومو بي وزلو دشهيدانو ورثاو او دهغه ځانانو دعاوي دي چي دعاګاني يي دالله ج په دربارکي دقبلولو وړدي .

کله چي ايمان لرونکي دهاغو ليکوالانو مطالب ولولي څوک چي نن هم د حسان بن ثابت (رض)  په اند روان دي او دکعب بن اشرف يهودي اولاونو ته دقلم په څوکه ځواب  ورکوي ايمان لرونکي مظلوم مسلمانان ورته دزړه له تله ددعا لاسونه لپه کوي په خپلو رپيدلو لاسونو او شونډو وايي .

يا الله ج ته دوي دتل لپاره  په حق ولاړ ولري او دظالمو له شراو افت څخه يي ساتنه وکړي .

چا خپل نظريات او اصول وپلورل او ځان يي وساته دۍ دتاريخ يو تور داغ شو او چاچي دخپلو نظرياتو او اصولو لپاره ځان سپر کړ راتلونکي نسل به دي دخپل قوم هيرو او اتل پيژني

اي دسپيـڅلو قلم خاوندانو واورئ دجالي قوتونو درسنيو له لاري داسلام شمعه مړه کول غواړي  تاسي داسلام ساتونکي يـئ  داسلام د ساتلو لپاره دخپل قلم جذبه په خوځـښت راولئ په نړي کي يي وځلوئ که دقلم سيايي مو وچه شي له خپلو وينو او مټو څخه کار واخلئ ځکه دنورو خلکو په څير اسلام په تاسي هم ډير حق لري  ناحق ته نا حق ووايـئ او ټولني ته باطل باطل ور وپيژنئ.

تاسي حق ويونکي يئ ښه په ميړانه دحق پلوي وکړئ او له باطل سره سر وجنګوئ ستاسي لپاره ستاسي رب ج ددي دنيا نه بله ښايسته دنيا غوره کړي ده ستاسي  رب ج هغه دنيا هر هغه چاته نه ورکوي چي په دي دنيا خوښ وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د