شعـــــرونه

دپير محمد کاروان نوی غزل

شاعر: پيرمحمد کاروان

مه یې وژنئ ماشومان دي ارمانونه
موروطن باندې مې ګران دي ارمانونه
روژه ماتي ته لا نه دي رسېدلي
د خُرماوو په ارمان دي ارمانونه
د طاووس د زرغونو بڼکو وروڼه
ښکلوونکي د قرآن دي ارمانونه
ورارې مه شه د وطن ملالې خویندې
شنه غمه یې د پېزوان دي ارمانونه
د ګلاب ذِکر یې زخم دی په زړه کې
په اغزیو کې روان دي ارمانونه
په خنجر که د موچي په تار حلال دي
د شهید افغانستان دي ارمانونه

۱۹- عقرب -۱۳۹۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x