افغانستان

طالبان وايي اسد الله خالد د سرښندونکي برید له کبله سخت ټپي او د کوما په حالت کی دی

http://www.hindustantimes.com/Images/2012/9/0a25fe80-da5e-4b9e-bfb7-9a9c386686b9MediumRes.JPGنن ټکی آسیا: نن مازیګر د افغانستان په پلازمینه کابل کي د استخباراتو په یوه میلمستون کي دننه چاودنه وشول، چي له کبله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د راپورونه سره سم په دغه چاودنه کي چي ګومان کیږي، د سرښندونکي برید په ترڅ کي به را منځته شوې وي، په کښي د افغانستان د استخباراتو رئیس اسد الله خالد هم ژوبل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي د چاودني وروسته یې د پيښي مسئولیت په غاړه واخیست، زیاته یې کړه چي چاودنه د سرښندونکي برید له امله هغه وخت را منځته شوه، کله چي یو تن طالب حافظ محمد د واسکټ په واسطه سره په دې توانیدی، چي د کابل ښار د څلورمي حوزې مربوې تایمني سیمه کي د استخباراتو یو مهم میلمستون ته ننوزي، او هلته خپل واسکټ ته چاودنه ورکړي.

نومړي ویلي چي د چاودني اصلي هدف هم د استخباراتو مشر اسد الله خالد وو، چي مرګونی ټپي شوی دی، او د کوما په حالت کي دی.

مجاهد وړاندي ویلي چي ددې پيښي نور جزئیات به وروسته خپاره شي.

له بلې خوا امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ددې پیښې په اړه په خپل راپور کې دیوه افغان چارواکي له خولې لیکلي چې اسدالله خالد په سینه او خیټه کې لګیدلی دی ، او تردرملنې لاندې دی ، دراپور له مخې خالد دکابل په تایمني کې په خپل یوه میلمستون کې دبرید هدف ګرځیدلی ، ځینو نورو رسنیو دحامدکرزي له قوله ویلي چې اسدالله خالد به دمعالجې لپاره بل ځای ته واستول شي ، حامد کرزي کوم مشخص ځای نه دی یاد کړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x