خبرونه

طالبانو په سرپل ولايت کې اووه تنه پولیس ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۴ل): د سرپل ولايت چارواکي وايي چې د هغو اوو تنو پوليسو په اړه تر اوسه مالومات نه لري چې دوه ورځې وړاندې طالبانو نيولي وو..

د سرپل ولايت والي محمد ظاهر وحدت وايي چې طالبانو دوه ورځې وړاندې اووه تنه پوليس ددې ولايت له يوې پوستې څخه له ځان سره بېولي او بنديان کړي يې دي، چې دوی يې تر اوسه په اړه مالومات نه لري.

محمد ظاهر وحدت وويل چې دوی هڅه کوی چې نيول شوي پوليس د طالبانو له منګولو راخلاص کړي خو په وينايې تر اوسه په دې اړه کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.

نوموړي وويل چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د سرپل ولايت د قشقري په سيمه کې د مسوغبيل په نامه له يوې پوستې څخه اووه تنه پوليس له اووه ميله کلاشينکوف، يو ميل پيکا او نورو نظامي مهماتو سره له ځان سره بېولي دي.

والي دا هم ويلي چې په دې پوسته کې دوه تنه پولیسو له طالبانو سره اړيکې درلودې چې دهغوی له خوا طالبانو ته د ورکړل شويو مالوماتو پر مټ دغه پېښه رامنځته شوې ده.

طالبانو هم منلی چې اووه تنه پولیس يې د سرپل په ولايت کې نيولي چې ددوی سره په بند کې دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې طالبانو ته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي سرتيري په لاس ورغلي چې ډير وخت يې ځينې په دې تضمين خوشې کړي چې بېرته به نظامي ليکو ته د جنګ له پاره نه ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x