ټولنیزه برخه

دکاري مرکې په وخت کې لس مهم ټکې

ژباړه:مصور برکت

لومړی: دځان لپاره د خپل ژوند او هغه کار په اړه چې خپله مو تر سره کړی دی او یا یې ترسره کوی یوه هراړخیزه او ښکلې کیسه چمتو کړی، کوښښ وکړی چې په دې کیسه کې ټول هغه پیاوړې، ځواکمن او مهم ټکي ذهن ته راوړې او وېې وایې چې د دې واقعې د ترسره کولو په وخت کې په تاسو تیرې شوي او یاهم داسې تجربې شریکې کړې چې د دې کیسې په وخت کې مو له ناخوالو زده کړې وي.

دوهم: مرکه کوونکی باید کوښښ وکړي چې خپل ټول قوي قوي ټکې د تجربو په بڼه له پوښتونکي سره شریکې کړی. پام مو وي چې باید تاسو خپله ونډه په مشخصه او لنډه توګه بیان کړی په تیره بیا دهغه پوست په اړه چې تاسو ورته اپلای کړی دی.

دریم: کوښښ وکړی چې له کاري مرکي مخکې ټول هغه اصول، قوانین، او شرایط ولولی چې د پوست د اعلان په وخت کې په نظر کې نیول شوې وي، داکار به تاسوته د مرکي په ترسره کولو کې لږ نقل درکړي او تاسو کولای شی په دې اړه بیا نور معلومات وارله مخه ولټوی او ستاسو کیسه باید له همدغو قوانینو اصولو او شرایطوسره برابره وي.

څلورم: مرکه کوونکی باید کوښښ وکړی چې د یادو کیسو په اړه هغه بریالي او وړ بدلونونه کوم چې تاسو د یادو کیسو په ترسره کولو او اجرا کولو په لړ کې تر لاسه کړي وي او بدلونونه او لاسته راوړنې مو باید د پوست د شرایطو وړ وي.

پنځم: ستاسو د ځوابونو بڼه باید د هغو حالاتو، کړنو او پایلو مطابق وي چې یو دفتر د اعلان شوی بست لپاره په نظر کي نیولي وي.

شپږم: کوم معلومات چې د مرکې په وخت کې یې وړاندې کوې، باید پوره ډاډه وې چې دا معلومات سم اوصحیح دي.

اووم:سم غوږ ونیسه. دپوښتنه کوونکي په خبرو کې اصلي سوال پیداکوه او څومره چې شونې وي دومره روښانه اود پوښتنې مطابق ځواب ورکوه.

اتم: وار له مخه د کاري مرکو په اړه څیړنه کول مو له یاده مه باسی خو د همغه ارګان د کاري مرکو په اړه که کوم شی ولری له تا سو سره به ډیره مرسته وکړي.

نهم: کوښښ وکړه چې دهغه دفتر په اړه چې ته اپلای ورته کوي ډیرڅه زده کړي او ډیرمعلومات تاسو په خپله کاري مرکه واکمنوي.

لسم: پورته یادشوي ټکې له مرکې مخکې تمرین، تمرین او تمرین کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close