نظــر

دګلاب منګل مافياه

زمونږ لپاره ترټولوجالبه داوه چي دهلمندهغه زور واکي نظام ژر پرځمکه را وغوځيدي چي شاوخوا څلور کاله يي دهلمندپرمظلوم اولس حکومت وکړي اوهره ورځ يي داسي وه لکه کال .

ګلاب منګل خپل ترکيب داسي کړي جوړې کړي وه  لکه ځنځيري ښامار چي پرهره خوا يي دنيښ اثر مالوميدي.

دګلاب منګل او دده دملګرو هميشه داهڅه وه چي دهلمنددرندو قومي مشرانوحيث ورلوټ کړي اوددي په وسيله دخپل ځان صلاحيت ډير کړي دهلمنددرند قومي مشرالحاج محمدنادر چي ډيرنفوذ لري اوخلک يي احترام هم کوي ګلا‌ب منګل پخپل دفترکي پريوه موضوع داسي سپک کړي چي پلارخپل ځوي ته هم داسي کنځا نه کوي .

اوس خوالحمدالله ګلاب منګل په هلمندکي نشته خودهغه اثرلکه تاريخي ديکتاتورانو ظلمونه پاته دي چي اوس هم کله کله خپل دمشرقومي تبعيذونواونورو ناندريوته دلمن وهني يي په ياد ورځي اوداسي شيان ليکى چي هغه دهلمندپه زيان اودخلکوترمنځ دنفاق اچوني وسيله بلل کيږي .

هلمندپه مجموع کي ډيرجهادي مشران لري چي ترټولومشهوريي(الحاج ارواښادمحمدرسول اخندزاده،الحاج ارواښادمحمدنسيم اخندزاده،الحاج ارواښادعبدالغفاراخندزاده)دي چي تردي مشرانو وروسته نوبياپه ولسواليوکي هم ځيني غټ اوکوچيني جهادي قوماندان وه خوداسي نه وه چي دخپل ولسوالي څخه دباندي رول ولري دغه نومونه چي مخکي ذکر سوه دوي دهلمندحثيت ساتلي اودامړيني خاوره يي دجهاداومقاومت پرمهال دسره لښکروله منګلوراژغورلې ده .
نو دا دهر هلمندي ځوان اوسپين ږيري دنده ده چي دخپلومشرانووياړونوته دقدر په سترګه وګوري اودوي ددي پرځاي چي ښه يي نه وايي بدورد خبري دي بيخي نه پسي کوي .
زما ښه يادي چي دجهاد اومقامت پرمهال ځيني پاکستانيان اوايرانيان راغله اوپه لښکرګاه کي يي دارواښادمحمدرسول اخندزاده چي هغه مهال دهلمندوالي وه دا وړانديزيي ورته وکړ چي په هلمندکي موږ له ټولومجاهدينوسره هر راز مرسته کوو خو تاسي زموږيوشرط ومني هغه داچي دکجکي دبند دخرابيدواجازه راکړي.
نه يواځي چي دهلمنددوخت والي اجازه ورنه کړه  بلکي هغوي ته يي داخطار په ډول خبر داري ورکړ چي که تاسي دهلمندديوه عامه ځاي دخرابيدوتکل وکړي موږ به اول ستاسي سره جهاد وکو ځکه دمجاهدينوراويښيدولودا هدف اومرام نه وه چي خلک دبدبختى پر لوري بوځي بلکي دا يي مرام اوغوښتنه وه چي زموږ مظلوم اولس دشوريانوله منګلووژغورل سي اوخپلواک ژوند وکړي .
تردي واقعي وروسته همغه کسانودهلمنددوخت والي الحاج ارواښادمحمدرسول اخندزاده ته ميليونوافغاني ورکولي چي دکجکي دبند خرابيدوته دوي ور پريږدي چي بياهم ددوي غوښتنه په هيڅ صورت ونه منل شوه اوبيرته ناهيلي خپلوهيوادونوته ستانه شوه.
اوس تاسي دخپل ځان سره قضاوت وکړي چي که دغه ځيتي واکداران چي اوس هم دلته په واک کي وه دهمهغه وخت حکومت وايي اودوي حاکميت درلوداي نواوس به تاسي دکجکي بندليدلي وايي؟
اوبله داچي دهلمندپياوړي جهادي شخصيت اودرندمشراراوښادمحمدنسيم اخندذاده چي په هلمندکي يي پوره حاکميت درلودي هغه وخت هم دغه ډول دلته په دي سيمه کي دکوکنارو کښتونه وه اودوخت حکومت دکوکنارو کښتونه دبنديدواعلان کړي وه  چي ځينو لايتونوکي ومنل شوه اوځينوکي ماسي دآمر دپرځاي کيدولپاره نيم کوښښ وشو.
په هلمندکي چي زه هغه وخت ديوي کوچيني ډلګې مشر وم زما په ياد دي چي خپله ده آمر وکړي چي دهلمندپه يوه ساحه کي هيڅ بزګرکوکنار نه شي کرلاي ترهمدي آمر وروسته په ټولوسيموکي کوکنار بند شوه ترهغه چي دمجاهدينوحکومت طالبانوته تسلميدي .
دحامدکرزي دراتګ سره چي انتقالي دوره وه په افغانستان کي هرڅه وران ويجاړ پراته وه دهلمنداداره دسره چا راجوړه اوپر پښو ودرول کيداي سي دا هرهلمندځوان اوسپين ږيري ته دورايه مالومه وه .
دانتقالي دوري دپيله  دمشرانوجرګي برحاله سناتور الحاج شيرمحمداخندزاده دهلمندوالي وه اودلته يي ددولتي اداري بنسټ کيښودي اوپرهمدي سلسله نورو واليانوقدم کيښودي اوبياوروسته دافغانستان حکومت ځيني پروژي اوکارونه چي ديوه حکومت دمعمول له مخي په يوه ساحه کي کار کوي پيل شوي اوهلمندته تر ټولوراغلو واليانو يوه هم دومره کار نه دي کړي لکه الحاج شيرمحمداخندذاده چي دخپل څلور کلني ولايت پرمهال دهلمندغريبواوپيچاره خلکوته کړي دي .
اوس ځيني ګلابيان راټول شوي دي اوپه يوه اوبل نامه وايي چي (اخندذاده ګان دهلمندڅخه څه جوړوي) تاسي اول ددي احمق بيسواده اوناپوهه جملوته وګوري چي دي وايي ځيني تپل سوي واليان ،وزيران اوځيني نور دي نو که رښتيا ته سره راشو دا خوهغه وخت تپل شوي واليان او وزيران شوه چي ته له چوکي ليري شوي ځکه دهلمندمطبوعات  دغه يوه سړي خراب کړي وه اوټولوته ده په غوږوکي دګلاب منګل پيغامونه رسول اوکله که به نغدي وي هغه هم ددي شخص له لوري ورکول کيدلي
داچي دهلمنداوسني والي الحاج محمدنعيم خان دهلمنددخلکولپاره منل شوي سړي دي اوله هيڅ يوي بهرنې کړې سره تړاو نه لري  نوحتمن خلک په ده پوري داسي اوازي خپروي چي تپل شوي دي
ګلاب منګل دځينوښکاره بهرنيوکړيوسره لاس درلودي او هره ورځ دهلمنديانوپرسر لکونوډالر اخيستل کيدل او په ارزان قيمت کي يوه يوه نومره پري اضافه کيدل.
ښاغلي الحاج شيرمحمداخندزاده په هلمندکي شاوخوا څلور کاله والي وه تاسي ددي ټول جايداد وګوري چي څه لري  دلښکرګاه په يوه څنډه کي يو کورلري والي ددي صلاحيت نه درلودي چي دخپل ځاي لپاره کوڅي اوښارګوټۍ جوړکړي اودنورو خلکوپه نومونويي ونوموې .

اوس زما پيغام دادي چي هلمندديوه سړي سره تړا نه لري که هلمندهلمندي جوړ نه کړي دګلاب منګل مافيايي کړي چي دځنځيرپه ډول جوړي دي او يوه يوه يي پرې کيږي نوحتمي داسي شايعات خپروي وي چي ګواکي دهلمندوالي صلاحيت نه لري .
او زما له ټولوانټرنيټي پاڼوڅخه داهيله ده چي دخپل ازادي ته احترام ولري او دهرلوچک اومدار خور ليکلي څو جملي دي نه خپري لکه مخکي چي يي مامثال ليکلي وه .

ليکوال: حاجي عبدالسلام کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x