ورزش

پاکستان، انګلینډ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲مه ۱۳۹۴ل): د انګلینډ او پاکستان لوبډلو تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ سیالۍ د پاکستان په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې پاکستان د انګلینډ لوبډلې ته په شپږو ویکټو او ۳۸ توپونو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د انګلینډ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. انګلینډ د لوبې په پیل کې څو چټکې ویکټې له لاسه ورکړې خو مورګن، ټېلر او ووکس د انګلینډ لپاره ښه وځلیدل.

د انګلینډ لوبډلې په ۴۹.۴ اورونو کې خپل ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

د انګلینډ لوبډلې لپاره مورګن په ۹۶ توپونو د یولسوو څلوریزو په مرسته ۷۶ او ټېلر په ۸۲ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې محمد عرفان خپل لسو اورونو کې درې، انور علي خپل شپږو اورونو کې دوه، شعیب ملک خپل لسو اورونو کې دوه او یاسر شاه خپل لسو اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې پاکستان هم د لوبې په پیل کې ځینې ویکټې له لاسه ورکړې خو د محمد حفیظ غوره توپ وهنه له پاکستان سره د دغې هدف په پوره کورو کې مرسته وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۳.۴ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد حفیظ او بابر اعظم غوره توپ وهنې سره پوره کړه.

د پاکستان لپاره محمد حفیظ په ۱۳۰ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۲ او بابر اعظم په ۶۲ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د انګلینډ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې ټوپلي خپل نهو اورونو کې یوازې ۲۶ منډو ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x