ورزش

بنګله دیش د یوه ورځنیو لوبو لړۍ ۳-۰ سره وګټله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د بنګله دیش او زیمبابووي لوبډلو تر منځ درییمه او ورستۍ یوه ورځنۍ لوبه هم د بنګله دیش په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې بنګله دیش د زیمبابووي لوبډلې ته په ۶۱ منډو ماتې ورکړه.

د بنګله دیش لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د بنګله دیش د توپ وهنې پیلوونکو لوبغاړو غوره لوبې سره بنګله دیش په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۶ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لپاره تمیم اقبال په ۹۸ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۳، امر القیس په ۹۵ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۷۳ او محمودالله په ۴۰ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې جونګوي او کرېمر دوه دوه او پنینګارا، سکندر رضا او والر یوه یوه ویکټه واخیسته.

زیمبابووي ځوابي توپ وهنې کې په ۴۳.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ویلیمز او چیکمبرا غوره توپ وهنې په مرسته ۲۱۵ منډې جوړې کړې او په ورستۍ لوبې کې يي په ۶۱ منډو ماتې وخوړه.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره ویلیمز په ۸۴ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۶۴ او چیکمبرا په ۴۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره مستیفض الرحیم پنځه او مرتضی، ناصر حسین، امین حسین، عرفات سني او صابر رحمن یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بنګله دیش لوبډلې د دغې یوه ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ دوه لوبې هم ګټلې وې او دغه لوبې ګټلو سره يي د یوه ورځنیو لوبو دسیالیو دغه لړۍ ۳-۰ سره وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x