ورزش

ویسټ انډیز، سریلانکا ته ماتې ورکولو سره خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د ویسټ انډیز او سریلانکا لوبډلو تر منځ د دوو شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبې کې ویسټ انډیز د سریلانکا لوبډلې ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. ویسټ انډیز ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره چارلز په ۲۵ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۴، رامډین په ۲۲ توپونو د یوې څلوریزې او دوه شپږیزو په مرسته ۳۴ او براوو په ۳۱ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د سریلانکا لوبډلې لپاره ملینګا خپل څلورو اورونو کې دوه، سریوردنا خپل دریو اورونو کې دوه او چمیرا خپل دریو اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

سریلانکا په ځوابي توپ وهنې کې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د دلشان غوره توپ وهنې په مرسته ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره دلشان په ۳۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۲ او جیسوریا په ۳۲ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د ویسټ انډیز لپاره براوو او رامپاول پیاوړې توپ اچونه وکړه. براوو خپل څلورو اورونو کې څلور، رامپاول خپل څلورو اورونو کې درې او ناراین، ټېلر او پولارډ یوه یوه ویکټه واخیسته.

د دوه شل ارویزو لوبو د سیالۍ د دغې لړۍ لومړۍ لوبه سریلانکا ګټلې وه او دوهمه لوبه د ویسټ انډیز په بریا پای ته ورسیده چې له دې سره د سیالیو دغه لړۍ ۱-۱ سره مساوي پای ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x