دیني، سیرت او تاریخ

د دوستۍ او دشمنۍ معيار

په حق دين باندي ايمان او د دين له دښمنانو سره محبت او دوستۍ، دوه يو د بل پر ضد داسې شيان دي، چې په يو ځاى کښې د دواړو جمع کيدل د تصور وړ خبره نده، دا هيڅ کله نشي کيداى چې ايمان او د خداى او رسول له دښمنانو سره مينه په يو زړه کښې يو ځاى شي، لکه چې دا نشي کيدا ى چى د يو انسان په زړه کښې د خپل ځان مينه او د خپل دښمن مينه په يو وخت کښې جمع شي، چا چې د الله خدايې، د هغه د پيغمبرانو رسالت او د هغه د دين حقانيت منلى وي، د هغه زړه به ارومرو په همدغې مينه معمور او مالا مال وي، د دين د لارښوونو او هداياتو سره سم به عمل کوي د خپل ژوند په ټولو اړخونو کښې به د خداى د نظام په رڼا کښې حرکت کوي، د هغه نظام په رڼا کښې چې د انسان له فطرت سره سم دى،

انساني مشروع غوښتنې ټولي پکښي چې د انسان له فطرت سره سمي دي، انساني مشروع غوښتني ټولي پکښي پداسي شان اشباع کيږي او ټولي اړتياوي يې پداسي شان پکښي پوره کيږي، چې له يوې خوا يې دنيوي ژوند په سوکالى او هوساينه کښې تير شي. عزت، حرمت او ابرو يې محفوظه او خوندي وي او له بلي خوا يې اخروي فلاح او سر لوړي په برخه وي، د هغه بشپړ او مکمل حياتي نظام په رڼا کې چې د هغه په حدودو کښې دننه ژوند تيرول د سلامتيا تضمين کوي او د هغه له حدودو نه تجاوز او د هغه له بنديزونو نه آزادي اختيارول د انسان د هلاکت موجبات برابر وي.

د خداى له نظام سره محبت د دغه نظام له دښمنانو سره د بغض او نفرت تقاضا کوي، که تاسي داسي يو څوک وويني چې هغه د ايمان دعوه هم کوي او د دې تر څنګ يې له کفري رژيمونو سره مينه وي يا يې د اسلام له دښمنانو سره ځان پيوند کړى وي، د هغو خدمت کوي، د هغو نوکري کوي، د هغو د تقويې لپاره فعاليت کوي، نو په دې غلط فهمي کښې بايد ونه لويږي، چې شايد هغه به د خپلي دغي رويې غوره کولو سره سره د ايمان په دعوه کښې صادق اوريښتونى وي، په همدې ډول کومو کسانو چې د اسلام له دښمنانو سره ځان پيوند کړيدى هغوى په خپله  هم بايد پر خپل دريځ باندي په ښه شان غور وکړي، چې هغوى په واقع کښې څه دې؟ مؤمنان دي که منافقان؟ او په واقع کښې څه بايد واوسي؟، مؤمنان اوسيدل غواړي او که منافقان؟ که هغو کښې څه ريښتينولي موجوده وي او د دې خبري لږ څه احساس هم ورسره وي، چې په اخلاقي حيثيت سره منافقت د انسان لپاره ډيره ذليله رويه ده، د سپکاوي او رسوايې لاره ده، نو په يو وخت کښې په دوو کشتيو کښې د سپريدو کوشش بايد پريږدي. ايمان خو له هغو نه غوڅه او قاطع فيصله او پوخ تصميم او اراده غواړي.

که غواړي چې مؤمنان اوسي، نو هره هغه اړيکه او پيوند دي پريکړي چې له اسلام سره د هغو د اړيکې او پيوند په مخکښي خنډ واقع کيږي، او که د اسلام له پيوند نه کوم بل پيوند ورته ګران او محبوب وي، د زړه مينه يې ورسره وي، خپله دوستي ورسره ساتي نو بهتره ده چې د ايمان درواغجنه دعوه پريږدي.

ايمان د تشي دعوې او محضي په خوله باندي د وينا يا د کوم سياسي تړون او معاهدې نوم ندى، ايمان د زړه د تل باور او عقيده ده، له خداى(ج)، د خداى (ج) له رسول او د خداى له نظام سره مينه ده، قلبي مينه، ژوره او ريښتيانۍ مينه، داسي مينه چې آثار يې ارومرو په عمل او حرکاتو کښې ښکاره کيږي، کره ايمان د امتحان پر محک معلوميږي، هلته چې د قربانيو وخت راشي، د سرونو د قرباني، د اولاد د قرباني، د مال او جائداد د قرباني، د نژدې خپلوليو د قرباني،لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّوْنَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُوْلَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِّنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُوْلَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلاَ إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ

ته به هيڅکله دا ونه مومې چې کوم خلک چې پر الله او آخرت باندي ايمان لرونکې دي، هغوى له هغو کسانو سره محبت ولري ، چې هغوى له الله او د هغه له رسول سره دښمني کړيده که هغه يې پلرونه وي، که يې زامن وي او که يې ټبر او کورني، دا هغه کسان دي چې الله د دوى په زړونو کښي ايمان ثبت کړيدى او له خپل لوري نه يې د يو روح په ورکولو سره تقويه کړيدى. دوى به داسې جنتونو ته داخل کړي چې تر هغو لاندي به ويالې بهيږي. دوى به په هغو کښې د تل لپاره اوسيږي. الله له دوى نه راضي شو او دوى له الله نه راضي شول. دوى د الله د حزب خلک دي خبر دار اوسئ همدا د الله د حزب خلک فلاح ميندونکي دي.

د قرآن مجيد دغه مبارک فرمان په ډاګه څرګنده کړه چې که ډير نژدې خپلوان او اقارب وي، خو چې له مسلمان نه يې دين او مسلک جدا شي نو نه يواځي بيګانه بلکې دښمنان شي، بيا له هغو سره دوستي کول نه بښل کيدونکى جرم دى، له هغو سره د دشمنانو په شانه معامله کول په کار دي. د مسلمانانو په کارنامو کښې دغسي مثالونه ډير شته، چې د ايمان په خاطر يې د خداى له دشمنانو سره د قرابت پيوندونه غوڅ کړل.

کومو صحابه کرامو (رض) چې له مکې معظمې نه مديني منوري ته هجرت کړى وو، هغوى صرف د خداى او د هغه  د دين پخاطر له خپلي قبيلي او خپلو ډيرو نژدې خپلوانو سره جنګيدلي وو. حضرت ابو عبيده (رض)  خپل پلار عبدالله بن جراح وواژه.

حضرت مصعب بن عمير خپل ورور عبيد بن عمير وواژه.

حضرت عمر(رض) خپل ماما عاص بن هشام بن مغيره وواژه.

حضرت ابوبکر (رض) د خپل زوى عبدالرحمن سره جنګيدو ته تيار شو، حضرت على (رض)، حضرت حمزه (رض) او حضرت عبيده (رض) بن حارث عتبه، شيبه او وليد بن عتبه ووژل چې د هغو نژدې اقارب وو.

حضرت عمر (رض) د بدر د جنګ د بنديانو په باب رسول الله(ص) ته عرض وکړ، چې دا ټول دې ووژل شي او له موږ نه دي هر يو خپل قريب ووژني. همدا د بدر په جنګ کښې يو انصاري د حضرت مصعب بن عمير سکه ورور ابو عزيز بن عمير تړلى بندي راوستلى ؤ. حضرت مصعب (رض) چې وليد، غږ يې وکړ ويې ويل: لږ محکم يې وتړه! د ده مور ډيره شتمنه ښځه ده، د ده د خوشي کولو لپاره ډيره فديه ورکولى شي. ابو عزيز وويل: ته زما ورور يې او دا خبره کوي؟ حضرت مصعب (رض) وويل: اوس ته زما ورور نه يې زما ورور دغه انصاري دى، چې ته يې بندي راوستلى يې. همدا د بدر په جنګ کښې په خپله د پيغمبر (ص) زوم ابوالعاص بندي راوستل شو او له هغه سره د رسول الله (ص) د زومتوب پر اساس هيڅ کومه داسي امتيازي رويه ونکړاى شوه، چې له نورو بنديانو سره يې توپير درلودلى. له دې پېښو نه په ډاګه شوه چې د مخلصو مسلمانانو رويه څنګه وي، د مسلمان دوستي له چا سره وي او دښمني يې له چارسره.

ديلمي د حضرت معاذ (رض) په روايت د رسول الله(ص) دا دعا نقل کړيده چې اللهم لاتجعل لفاجر (وفي رواية لفاسق) علي يداً ولا نعمة فيوده قلبي فاني وجدت فيما اوحيت لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ
خدايه! کوم فاجر يا په بل روايت کوم فاسق پر ما باندي احسان کوونکۍ مه ګرځوه، چې زما په زړه کښې د هغه لپاره څه مينه پيدا شي ځکه چې ستا په نازل کړي وحي کښې ما دا خبره هم موندلى ده، چې پرالله او د آخرت پر ورځ باندي ايمان لرونکى به ته د الله او رسول له دښمنانو سره محبت کوونکى و نه مومي.

حافظ محمد احمد الخراسانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x