اسلام اباد: «زه ملاله نه یم» کتاب مخکتنه وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۴ل): «زه ملاله نه یم» د هغه کتاب سرلیک دی چې پرون يې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مخکتنه وشوه. دغه کتاب د پاکستانۍ نجلۍ، ملالې یوسفزۍ د کتاب «زه ملاله یم» پر ضد لیکل شوی. د پاکستانۍ ملالې کتاب د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کې له برېتانوۍ خبریالې، کرسټین لېمب سره په ګډه لیکل شوی و. د کتاب لیکوال میرزا کاشف وايي، «زه ملاله نه یم، زه مسلمانه یم، زه پاکستانۍ یم» د هغو پاکستاني لوڼو او زامنو داستان دی چې د ملالې پر خلاف پر پاکستانیتوب ویاړي.

لیکوال وايي: «کتاب په دې موخه لیکل شوی چې د اسلام پر ضد تبلیغات بربنډ کړي او د اسلام ضد ځواکونو شریرې توطیې ښکاره کړي». «زه ملاله یم» کتاب له خپرېدو سره په پاکستاني ښوونځیو کې پرې بندیز ولګېد. د لیکوال په باور د هغې کتاب د اسلام، قراني لارښوونو، پيغمبر (صلی الله علیه و سلم) او اسلامي فکر په اړه یو لړ د نیوکې وړ مطالب لرل.

لیکوال چې د ټول پاکستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر دی، وايي په محکمه کې هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د ملالې پر کتاب بندیز ولګوي. کاشف نیوکه کوي چې ولې د ملالې پلار، ضیاالدین یوسفزی په لندن کې د پاکستان ښوونیز اتاشه ټاکل شوی.

تېر کال ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د سولې جایزه هم ورکړل شوه. ملالې په پاکستان کې د لیبرالې طبقې لپاره د یوې اتلې ارزښت موندلی؛ خو ډېری پاکستانیان یې د لوېدیز هېوادونو له خوا مطبوعاتي قهرمانه بولي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د