نظــر

ترهګري څه شی ده او ترهګر چا ته وایي؟

عبدالحق زاهد-

ترهګر چې پښتو کی ور څخه ډار اچوونکی، ویره اچوونکی، وحشت کوونکی او داسې نور معناګانې اخیستل کیږي، مطلب ورڅخه هغه څوک دی چې په خلکو بیځایه ویره او ډار اچوی، یا هغه ترور کوی، یا د چا په وطن ، دین او ناموس تیری کوی، ظلم کوي او داسې نور.

خو نن سبا دا اصطلاح په عام او خاص ډول د مسلمانانو لپاره کارول کیږي، د عام او خاص نه مې هدف دادی چې د غرب او د هغه د ملګرو له خوا په عام ډول دا اصطلاح د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره استعمالیږي لکه څنګه چه وینو نن سبا په مسلمانو ملتونو هر جرم ترهګري ده او یوازې د هغو ملتونو لپاره د ترهګرۍ کلمات استعمالیږي چې هلته مسلمانان ژوند کوي او که چیرې پیښه په مسلمانانو کی رامنځ ته شي مهمه نده که وړه یا غټه، په حقه وی یا په ناحقه خو د ترهګری عمل ګڼل کیږي ، بل اړخ ته که چیري بیا همدا جرم په دوی کې رامنځته کیږي حتی لدې نه هم په وار وار غټ وي خو بیا ډیر په سپین سترګۍ سره هغه یو جرم بلل کیږي.

وګورئ دوستانو نن سبا د امریکا فرهنګ او په هغه ځای کې کیدونکي جرمونه لکه اختطاف، قتلونه، ظلم زیاتی د مظلومو خلکو سره د حیوانانو چلند، ښځو نه د یوې آلې په شکل استفاده، انساني کرامت تر دی حده له منځه تللی چې د نارینه نارینه ښځینه ښځینه سره واده کول او بیا همدا د ځناورو په شان اړیکې ته قانوني بڼه ورکول حتا په کورونو کې د حیواناتو ساتل او د هغې نه غیر اخلاقي او جنسي استفاده کول، د نجسو او الکولي مشروباتو عام استعمال هر قسم نور نشه یی مواد استعمالول، د خور، لور، مور، پلار اویا کوم بل نژدی خپل سره د بیګانه وو په څیر حیواني چلند او داسې نور… د دوی ورځنی ژوند تشکیلوي او همدا د دوی د کلتور ښکارندویی کوي ، خو د دی ټولو سره د تعجب خبره داده چې بیا همدا ځناور په نړۍ کې د بشر، بشریت، او د بشر د حقوقو چیغې وهي، سربیره پردې چې دا احمقانه چیغې په خپلو ملکو کې ووهي چې په واقیعت کې نه بشر پیژني او نه بشریت. همدا چیغې یی په اسلامي ملکو کې هم وهي چیرته چې د انسانانو هر حق خوندي وي او چیرته چې بشر ته د بشر په سترګه کتل کیږي او د بشر او بشر د حقونو لپاره داسې یو قانون او رهبر لري کوم د هغه له رویه او د هغه له برکته دا بشر پیدا شوي، چې الحمدالله دا داسې قانون دی چې تر قیامته پورې به موجود وي او دا داسي رهبر دی چې تر قیامته پورې به دده د شمعې پتنګان موجود وي او دا قانون به په خپل ژوند کې عملي کوي او نورو ته به یی ورزده کوي او دفاع به ورڅخه کوي.

خو افسوس افسوس!!!

چې دا هرڅه مسلمانانو په خپله په ځان کړیدی، سره له دی چې دا یو حقیقت دی لدې سترګې نه پټیږي او نن سبا موږ، تاسې او د نړۍ ډیر مسلمانان پدې پوهیږي خو چې ولې!؟

له ډیر وخت راهیسې په منظم ډول اسلامي حکومتونه را پرځول کیږي او هغې ته هیڅ د پرمختګ اجازه نه ورکول کیږي خو متاسفانه مسلمانانو ته دا پوښتنه نه پیدا کیږي او که ورته پیدا کیږي نو بیا ولې د دی پلان شویو دسیسو د مخنیوي لپاره اقدام نکوي دا خو څه چې اقدام نکوی دومره هم نشو کولای چې ثابت کړو چې ترهګر څوک دی او ترهګري څوک کوي؟

د دی سره که چیرې په موجوده او معاصره وخت کې د ترهګری پیښو څخه یو څه یادونه وکړو هم پکې بې لدی چې د مسلمانانو سره ظلم شوی بل څه به ونه وینو نو بیا دوی مسلمانان په کومه خطا ترهګر بولي خو اصلي خبره داده چې په رښتیا سره هیڅکله کفار د مسلمانانو دوستان نشی کیدلای تل کوشش کوي چې مسلمانان هر ډول بدنام کړی. او مسلمانان باید هیڅ وخت ددوی نه ددوستۍ دا تمه ونلري.
تر ډیره د یادو شوو مشکلاتو عامل به همدا وی چې مسلمانان په قسم قسم یو له بل سره جنګیږي، بې اتفاقه دی اسلام یی په کامل ډول ندی عملي کړی او په خپل قانون قرآن عظیم شان یی عمل ندی کړی نو ځکه د کفارو د ډول ډول دسیسو ښکار شوي دي.

رابه شو دې ته چې ترهګر څوک دی او ترهګري څه ته وایي؟ آیا ترهګري دې ته نه وایی چې بیګناه ملتونه قتل شي؟ پردۍ خاورې ونیول شي؟ جوړ حکومتونه له منځه یوړل شي؟ د بیګناه انسانانو وینې وبهول شي؟ انساني کرامت په سپیو و داړل شي؟ په جیلونو او بندیخانو کې هغه جرمونه ترسره شي چې ژبه یی د لوستلو نه غوږونه یی د اوریدلو نه سترګې یی د لیدلونه او ګوتې یی د لیکلو توان نه لري او ورباندې شرمیږي؟

نه نه!!!

ځکه که دې ته ترهګري وویل شي نو بیا خو دوی ټول ترهګر دی. او دوی به تر ټولو ستر ترهګر وی ولې که چیرې په معاصره دوره کې له لومړی نړیوالې جګړې را ونیسه بیا تر ننه نړیوالو جنایتونو او بشری ناورینونو ته ځیر شو نو بیا هم بدون د دی چې په مسلمانانو تیری شوی وی، حقوق یی پایمال شوی، حکومتونه یی وران شوی وی، د پردیو لاسوهنې پکی شوی وی، داسی کوم جنایت یی ندی کړی، لکه دوی چه په لومړی نړیواله جګړه بی حسابه انسانان قتل کړی آیا هغه هم د مسلمانانو کار وو ایا دوهمه نړیواله جګړه هم مسلمانانو شروع کړي وه، آیا په هیروشما او ناګاساکی اتومې بمبونه هم مسلمانانو غورځولی وو او که د دوی د بشر دوستی نتیجه وه؟ ایا په شمالی امریکا کې په میلیونونو هندوان دوی په قتل ورسول که مسلمانانو؟ آیا د افریقا په میلیونونو انسانان ددوی په لاس غلامان ګرځول شوي که د مسلمانانو؟ آیا د نړی سرته د شر (اسراییلو) راوستل او د فلسطین ځمکې ورکول او له همغې ورځی د فلسطینیانو وژلو مدعیان دوی دی او که مسلمانان ؟ …

دې ته ورته ډیر مثالونه وینو لنډه دا چې کله چې ددوی نه هر یو طاقت ګرزیدلی په خپل ټول توان او زور سره یی د مسلمانانو ځپلو ته مخه کړی او خپل زور یی په همدی لاره کې اوبه کړی د انګلیس له امپراطوری نه تر شوروی اتحاد له هغی نه تر امریکا متحده ایالاتو.
پوښتنه دا وه چې ترهګر څوک دی او تر هګري څه ته وایی؟

په ډاګه معلومه ده خو د دی سره سره بیا هم مسلمانان یو بل ته ترهګر وایی، یو بل تورنوي، یو له بله سره په جګړو بوخت دی او څوک چې اصلي ترهګر دی هیڅ یی هغې خواته فکر هم نشته.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x