نظــر

ایراني اخوندان په افغانستان کې توکمیزې اومذهبي جګړي پیلوي

ډاکټر حامد-

ایراني اخوندان د اسلامي نړۍ لپاره تر اسرایلو څو چنده ډیر خطرناک دي ددوي په لاسونونه یواځي دا چې هره ورځ په لسهاوو بیګناه مسلمانان په منځني ختیځ کې په شهادت رسیږي بلکه د دوي وژونکي توطیي په اسلامي نړۍ کې د لویو بحرانونو د پیل په درشل کې دي چې یوه له دغو لویو وژونکو پروژو څخه د داعش خونړۍ پروژه ده چې ټول مسلمان امت ته یې بې شمیره ستونزي پیدا کړیدي .

دایراني اخوندانو مطبوعاتي جګړه غولونکي ده په ځانګړي توګه اهل تشیع پیروانو ته ، خو په ایران کې نه ، که تاسو د ایران د ننه له عامو وګړو څخه د دغو اخوندانو اصلیت وپوښتئ له ټولو څخه به یو ډول دک رکې او نفرت په ټکو ځواب واورئ خو برعکس که د منځني ختیځ او یا د افغانستان له اهل تشیع وپوښتئ تعجب به وکړئ ، یو ښکاره توپیر ، له بده مرغه ایران له اسلام څخه په نړیواله کچه او له شیعه ایزم څخه په سیمه ایزه کچه ګټه پورته کوي او بیا په هغو هیوادونو کې چې له شیعه ایزمه ګټه نشي تر لاسه کولای هلته بیا ژبنۍ ستونزي ټوکوي او ملتونه سره ویشي ، په حقیقت کې ایراني اخوندان او یهودي پادریان د یوي سکي دوه مخونه دي .

زه پدې کې هیڅ شک نلرم چې په افغانستان کې د داعش د پروژي یو تمویلونکی ایران دی په یوه لاس افغان هزاره ګان وژني او په بل لاس په مطبوعاتو کې داسې ښیي چې دا جګړه د هزاره ګانو یا په ټوله کې د شیعه ګانو پر ضد روانه ده یا که په ښکاره یې ووایم شیعه ګان په لوي لاس یوي مذهبي جګړي ته را کاږي چې دا بڼه د پاکستان د روانې نیابتي جګړي په پرتله په ځلونو خطرناکه ده ، خو له بده مرغه د افغان دولت کالبوت دومره وروست او چینجن دی چې د دولت له نیمایي ډیره برخه له همدې باندنیو جاسوسانو جوړه ده ، همدا اوس چې په زابل کې کوم هزاره ګان د داعشیانو په لاس ووژل شول د همدې ایراني اخوندانو د دسیسو لومړۍ کړۍ وه.

زما سپارښتنه ټول افغان ولس په ځانګړي توګه هزاره ګانو ته دا ده چې تر هر چا له مخه دې د خپلو پردی پاله مشرانو لکه محقق ، خلیلي او دانش ګریوانونه څیرې کړې او له بیځایه شعارونو چې ایرانۍ ژرنده پرې وچلیږي ډډه وکړي او ځان دې د ایک یوه افغان ملت تر بیرغ لاندې را ټول کړي، تر څو د دي شومو ګاونډیانو د شومو موخو قرباني نشو.

زه لدې امله د ټول افغان ولس د چوپتیا سخته غند نه کوم چې په ننګرهارکې په بمونو باندې ژوندي انسانان والوځول شول او د همدې وحشیي داعشیانو په لاس وړوکی څو میاشتنی ماشوم څیرې شو، خو نه دې پردي پالې میډیا لکه د طلوع ، لمر ، خورشید ، ارزو ، تمدن ، نورین ، نګاه او نورو نورو پرې حتی یو راپورګی پرې  ورنکړ، خو په هر صورت افغان ولس چې د دې خاورې اصیل بچیان دې د دې عمل کلکه غندنه کوي ، او ټول ولس باید د دې بې کفایته دولت پر ضد میلیوني لاریونونه وکړي تر څو ولس لدې بد بختیو خلاصون ومومي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

بالکل همداسی ده لیکوال صاحب ‌ډیر عالی دوی د دا ‌ډول جنګ د شروع کولو لپاره د اوسنی لاسپوڅی اداری له هماغه اوایلو ملا تړلی ده په کوم کی چی دوی په هماغه اوایلو کی ځینی د مذهبی او توکمیزو اختلافاتو خورا خطرناک او پارونکی کتابونه چی دادب او اخلاقو له چوکاټه وتلی و د هرات ولایت ته رانقل کړل کوم چی د هرات سنیان وپارول او مظاهری وکړی او نژدی و چی خورا خطرناک جنګ په مینځ د سنیانو او شیعه ګانو کی بل شی ولی دا الله فضل و چی دا موضوع د هغه ځای د علماو په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x