نظــر

قومی دشمنی ( نشنلستی ) د استعمار اخرنی وسله ده

درنو  وروڼو هر یو استاد مزمل  او  صمیم استاد  ته دی الله جل جلاله اجرونه ورکړی ، په هغه څه یی لیکنه کړی وه چه زما   دلچسپی ورسره وه ، چه هغه د ډیورند د خط دواړو خواوو ته نشنلستان وو،  او د  دوی دریز  له اولی ورځی ما له کمونستانو کم نه  ګاڼه ، خو زه  بیا هم شکمن ووم  کله به می ویل چه غفارخان با با د ا تحریک د خدای حدمتګارانو د ډلی په نوم  پیل کړی وو، نو ته  ولی  دوی  د ملحدینو په ډله او یا تر هغوهم ښکته ګڼی .
زمونږ رهبرانو هم دوی بد  نه یادول . نو ما به کله چه څه ورباندی ولیکل بیا به کله کله پښیمانه ووم  چه د کمونستانو سره خو یی مه برابروه . .

تاسی باور وکړی  تردی لیکنی زه  په همدی کش وګیر کی بند پاتی ووم ،  نو نن چه می  نن ټکی اسیا کی د (لوی افغانستان او ان ای پی)  لیکنه ولیده ، اول خویی له ویلو  صرف نظر شوم،  ما ویل که کوم نشنلی یا خلقی لیکلی ده
لوستل یی  څه  ګټه لری هماغه  پخوانی امام او پخوانی تراویح به وی .  
چه نوری ټولی لیکنی  می وویلی نو ما ویل چه  دا لیکنه به هم  ووایم  که بد څه یی  لیکلی وو جواب به یی ولیکم ، زړه نازړه می و لوستله .   
چه ګورم دا هغه لیکنه وه چه له ډیره وخته یی په لټه کی ووم  .  نو بیا هم له خلیلی صاحب څخه دیره مننه کوم  چه دی مونږ ته ددغی لیکنی وسیله شو ..
 په دی لیکنی  کی  چه زمونږ دوه ډیر منلی استادان ، چه نه یواځی ښه سیاست پوهان بلکه   په اوچته کچه متقیان ، اخلاص مند ، او مبتکرجهادی شخصیتونه اود افغانی او اسلامی ټولنی  ویاړنه او سرمایه ده ، او زه یی له نژدی  پیژنم،  شتون لری، دوی دواړه په خپلو خبرو کی کمی او زیاتی نه کوی او حقایق څرنګه چه وی هغسی یی وایی..  .
په دی لیکنه کی د   (ای ان پی) یا نشنل عوامی پارټی ،  اصلی هویت په ډاګه شوی دی،  چه دوی نه یواځی داچي د اسلام مقدس  دین او پښتنو سره دشمنی لری بلکه  د پاکستان سره هم مینه نه لری او که وی هغومره مینه چه د انګریزانو له خوا ورته ویل  شوی وی،  انګریزانو دوی د انګریزانو په غلامی تر دی کچی قانع کړی دی لکه مونږ چه په اسلام قانع شوی یو، دوی هم وایی چه انګریزان د پاکستان  د خلکو معبود دی .
پخوا  له دی چه ما کومی  خبری او حقایق لیکل  وجدانا بګنیدم  چه مسلمان ته کافر  ویل خو ډیره لویه ګناه ده   د دوی په کفر پوره باوری نه ووم .  خو نن  چه له هغی زیاتی  لیکم  نه بګنیګم   ثواب یی ګڼم او وایم چه له دی زیاتی هم  ولیکم ثواب لری ..
په نړی کی اوسنی لویه فتنه ( دیموکراسی) ده ، ددی پلیدی فلسفی د پاره په بیلونونه ډالره مصرف شوی او کیږی، چي دیموکراسی  یعنی ازادی قبوله شی  ، چه اوس یی لکه د دین حیثیت غوره کړی دی  او داسلام په مقابل اړخ کی قرار
لری  د اسلام حلال هلته حرام او د اسلام حرام  هلته حلال دی.
د نړی د ټولو  ایزمونو فلسفه  د دیموکراسی ده  . کله د کمونیزم د نوم  لاندی او کله   بیا د کاپیټالیزم د نوم لاندی دیموکراسی  ته کار کیږی  .  
په دواړو کی قدرت او واک په سلو کی دیوی برخی په لاس کی  ، او نور نهه نوی برخی  خلک ددغه یوی برخی غلامان او خدمت کی دی .
بله مهمه خبره په دی دوه فلسفو کی  د کفر او الحاد ګډ اصل دی،  په کمونیزم کی به ښکاره ویل کیدل او کتابونو کی  به یی هم یادونه کیده  چه هر څه مادی دی او له مادی غیر نور څه وجود نه لری،  چه دی خبری ته به یی ماټریالیزم  نوم اخستلو ، خو د کاپیتالیزم  دغه کفر په خوله  نه په عمل کی دی،  او هغه دا چه د الله جل جلاله  له خوا قوانین  ( شریعت )  ته وحشت او د یوویشتمی پیړی د انساناو د حقووقو او ازادیو سره یی په ټکر کی ګڼی  ، مثلا د لاس غوڅول ، قصاص ، د شځو دوری وهل او یا سنګسارول   او داسی نور  یا دشرابو نه چښل ، د قیمار او سود نه کول  ، نکاح او حجاب کول  او داسی نور اخلاقی موارد  چه د دیموکراسی سره مخالف وی، هغه د منلو وړ نه دی حتی د شیانو په حلال او حرام کی یو د بل سره په مخالف قطب کی واقع دی،  حتی په دیموکراسی کی نر د نر او ښځه د ښځی سره  د نکاح حق لری  او قانونی نکاح خط ورکوی،  حتی د حیواناتو سره  جماع کول کوم جرم نه کڼل کیږی،  دا چه  د الله جل جلاله پرځای انسان خدای ګڼی، نو که دا الحاد نه وی نو څه دی  .
د کمو نیزم او کاپیټالیزم تر منځ څه توپیر دی؟

جواب (هیڅ).  وایی خر هماغه خر دی خو کته یی بدله ده،  ظلم  ، استثمار او الحاد  هماغه  خو یوځای کی د کمونیزم  دنوم لاندی او بل ځای کی  دکاپیټالیزم  دنوم لاندی تر سره کیږی،  هلته ماټریالیزم زمونږ بی سوادو هم
نه مانه  خو دیموکراسی زمونږ با سواده او زمونږ دینی علما هم منی، او وایی چه په اسلام کی دیموکراسی ده ،   او یا وایی چه اسلام د دیمو کراسی سره کوم ضدیت نه لری، څومره د حیرانتیا او افسوس  خبره ده .  .

 دا مو هم ولیدل  چه کمونیزم  هم د خپلی ماتی اخر کی  له فاشیزم  څخه چه دوی ورته نشنلیزم یا سوسیال دیموکرات وایی کار واخست  د شمال خلک یی د فارسی ژبی په نوم  او د جنوب خلک یی د پښتو ژبی په نوم  پوره لس کلونه وجنګول  او چه ددی سره سره د طالبانو اسلامی تحریک رامنځته شو،  د ټولو ناخوالو سره یی په مال و ځان مجادله او جهاد وکړو، ملوک الطوایفی یی ختمی کړی او پوره امنیت یی تامین اوحکومتی سیستم یی په پښو ودراوو   .
خو د د یموکراسی د دین پلویانو د پاره د زمکی په یوه برخه کی د اسلامی نظام قایمول ناممکنه خبره وه ، نو اول یی پری اقتصادی بندیزونه ولګول او میدیا یی(  چه له نظامی کمه نه ده ) هم ورته په ماشه کړه  د طالبانو مقاومت دوی نظامی حملی او ظالمانه اشغال ته مجبور کړل  .
طالبان یی لری او پرځای یی پخوانی چنګ سالاران ، مجرمین ، د نشه توکو او نورو قاچافبر یا ټول ملی او بین المللی مافیه یی سره یو ځای کړه او یو فاسد او بی کفایته حکومت یی د افغانستان په مظلوم ولس به زوره تحمیل کړو .  
دا وو د نوی  دیموکراسی ارمغان او ښکلی د زنداننونو ، لوږو تندو ، وژنو ، بی ناموسیو ، بی عزتیو او ناامنیو پسرلی .  .
دا چه قران عظیم شان فرمایی چه انالله خیر الماکرین ،( الله ج دشو پلانونو چوړونکی دی )   د سرمایداری دا ایزم هم د الله ج د وعدی له مخی د ټول( زر ، زور او زیور) په زور ونه توانیدو د  ملی او اسلامی جهادی مقاومت مهار او   وزپوی  او برخلاف مجاهدین  د بریالیتوب په درشل کی شو.
 هماغه مغرور امریکایان  چه ویل به یی ، چه مونږ له طالبانو سره خبری نه کوو د هغو سره خبری کول د هغو په رسمیت پیژندل دی  نن یی د خبرو کولو د پاره خپلی ټولی هلی ځلی په کار  اچولی دی کله ملک عبدلله ،  کله اردګان او کله بیا   زرداری ته ننواتی کوی  چه طالبان مونږ سره لږ تر لږه خبرو ته کینوی تر څو د وړو پوزه ځانته جوړه کړو  ددی پرځای چه  زمونږ د وتلو سره  دوی په زوره اوسنی لاسپوڅی  حکومت رانسکوروی مونږ به دا حکومت
په خپله  طالبانو ته وسپارو  او یا به یی د اوسنی حکومت سره شریک کړو نو نړیوال په دا حس و نه کړی چه مونږ ماتی خوړلی ده ..
 لکه قران عظیم اشان هم د کفارو په هکله وایی چه تاسی د سولی لاس کفارو ته مه اوږدوی اوکه هغوی د سولی  لاس دراوږد کړو سوله ورسره وکړی په دی شرط چه  احتیاط به کوی .
د دوی منافقت په ډاګه هم شو  طالبانو ورسره خبری کولو د پاره امادګی وښودله    مګر دوی له یوی خوا طالبان د حزب اسلامی سره په چنګ واچول او له بلی خوا هڅی روانی وی چه خپلو منځو کی   طالبان وویشی  .  
نو  طالبانو خبری  بندی کړی . خو دا ځل بیا چه اوباما وټاکل شو بیایی د سولی  خبرو کولو پروسه پیل کړی ده .،  خو طالبان باید محتا ط واوسیږی دا ځل هم  لکه روسانو چه  شمال او جنوب د پشتو او فارسی  په نوم سره  ووژل، امریکایان هم غواړی چه هماغه لیار تعقیب کړی او په دی وسیله یا د حهاد چذبه په قومی دشمنیو  بدله کړی ،  طالبان له منځه یوسی او یا یی کمزوری کړی او یا  دا ملک په څو  برخو وویشی  چه دی کارته د جنوب ټلواله یعنی  د ډیورند  د دواړو خواوو نشنلیان په نظر کی نیول شوی دی په دی هیله چه دوی  ته به د پشتنو خاوره ور خپله کړو (په دی شرط چه طالبان
له منځه یوسی).  
اوشمالی ټلوالی ته به دهندوکش د غرونو شمال اړخ وسپاری (په دی شرط چه هغوی دهغه اړخ طالبان نیست او نابود کړی)  ، نو په دی وسیله به  لکه د یوه میړه دوه میرمنی  دیر په اسانی  به   فارسی ژبی نشنلسیټ او  پښتانه نشنلسیټ  لکه د جنګی سپو په شان  یو له بله په ویره او خړاوه کی وساتی  .
نو که طالبان د امریکانو  سره  ددوی په خوښه جوړی ته ورسیدل خو دیر ښه که نه اخرنی اپشن یی د ګران هیواد  ویشل دی او دا کار به د همدغه ای ان پی لوبړانو او د شمالی جنګی سالارانو په واسطه کوی چه همدا اوس شمالی ټلواله او د نشنل عوامی ګوند مشران دی جوړی ته رسیدلی دی چه ډیورند په رسمیت و پیژنی .
د نشنل عوامی پارتی هویت او اصلیت اوس په ډاګه شو ، چه غفارخان د اګوند د پشتونستان د ازادولو په خاطر نه بلکه د
غلامولو په خاطر جوړ کړی وو او د بل هر خود جوشه ګوند د مخ نیوی په خاطر چه که د پشتونستان ازادی غواړی او دوی یی مخه ونیسی .
ګاندی ، جناح او غفار خان  د یوی پروژی د عملی کولو دپاره په کار اچول شوی وو  د ګاندی او جناح رول په بریالیتوب اخر ته رسیدلی دی  خو د غفار خان برخه لا نیمایی کی وه اوس به  د دوی رول هم به پریالیتوب سرته ورسیږی.
 دا یی وخت دی او نه یواځی د نشنل عوامی پارتی رول بلکه زمونږ افغان ملتیانو بابا ګان هم هغوی دی د هغوی په واسطه دا نیالګی  کینول شوی د غفار خان کورنی ورته اوبه خواړه ورکړی دی  دوی هم ددغه پلان یوه برخه ده
تاسی یی یاد ساتی اوس هر څه په ډاګه شول
 په درناوی

 الحاج استاد بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x