نظــر

خرې ته ګوره، په صحرا شپې ته ګوره

خالد افغان زوی-

په زابل کې د خپل ډول  یوه عجیبه پیښه را مخکې شوه،هغه ازبکان چې د زابل د ارغنداب او خاک افغان خلکو ورته د مسلمان او مهاجر په نوم پناه ورکړې وه له داعش سره له بیعت وروسته ناڅاپه د لیونتوب باد ووهل، داسې کړنو ته یي مخه کړه چې نه خو یي د اسلام تاریخ مثال درلود او نه د انسانیت . ښایي یوازې یي د خوارجیت او داعشیت په تاریخ کې بیلګې وړاندې کړای شو.

دغو داعشیانو چې زیاتره یي مجرد وو د قندهار ــ  غزني او  هزارجات  ـــ غزني له لارو  څخه یي د هزاره ګانو د ښځو او نارینه وو تښتول شروع کړل،له نیول شویو هزاره ښځو څخه یي د مینځو او بیت المال د ملکیت په حیث  پرته له نکاح د ډلییزې جنسي استفادې کار ته لاس واچاوو، تردې چې ددغې ډلې له زندان څخه یوه خلاص شوي  تن طالبانو ته دا هم ویلي  چې په مور او خور یې چې د غزني له لاري  یي ګرځولی وو دده د سترګو په وړاندې  متعددو داعشیانو جنسي تیری کړی دی. العیاذ بالله

دداعش دغه خطرناکه فتنه د افغانستان په زړه ، دزابل په خورا پیچلو او غرنیو سیمو کې راوټوکېده، ابوبکر بغدادي ورته له عراق څخه د پیسو بهیر رامات کړ، هغه مسکین او مفلس ازبکان چې له وزیرستان څخه په وږي نس او د طالبانو په جیب خرڅ راغلي وو دلته دومره پیسه دار شول، چې د وروستي ماډل جاپاني موټرو  کتارونه یي ودرول، تر ټولو نوې او پرمختللي سپکې او درنې وسلې یي ترلاسه کړې ، د ځان د حفاظت لپاره یي   محکم سنګر جوړ کړ  او له همدې ځایه یي د داعشي خلافت د  تبلیغ،بغاوت،اختطاف،غلا او د قتل او جنایت  د خپرولو کار پیل کړ.

طالبان  چې په تیرو دوو لسیزو کې یي ددې مؤمن اولس او وطن په بدن لګیدلی هر اور د خپل تن په وینو خاموش کړی، د تنظیمي  فراګیر فساد تخم یي د زرګونو ځوانانو د قربانۍ په قیمت  ورک کړی، په هیواد دراغلي صلیبی  توپان او د یرغل، فحشاء ، کلتوري اشغال او نورو نارواوو په وړاندې د مبارزې  دروند پیټی هم ور له غاړې  دی، افغان اولس ته دداعش په نامه  د ورپیدا شوي مرض او تشویش د معالجې کار هم بالاخره طالبانو ته ورپاته شو.

داعش په ننګرهار کې افغانو میرمنو ته نرخونه کيښودل،په افغان میرمنو کې یي د کونډې ، پیغلې  باکرې او ثیبې تقسیمات شروع کړل، د زانګو ماشومان یي حلال کړل، سپین ږیري یې په بمونه والوزول خو د هیچا ضمیر یي ونه  لړزاوو، په پای کې بیا هم همدا طالب و چې د اسلام او افغانیت په ننګ  ودرید، یوه بل جنګ ته یي ملا وتړله  او د خپلو وینو په څاڅکو یي د فتنې یوه بله سکروټه سړه کړه.

په زابل کې هم داعش همداسې کړنو ته مخه کړه،ښځې یي نه یوازې وتښتولې او مینځي کړې بلکې ډله ایز جنسي تیري یي هم پرې وکړل، له ماشومانو او سپین سرو یي غړۍ پرې کړې، مګر د کابل نرښځی رژیم چې د ټولې نړۍ ملاتړ او امنیتي قرارداد هم له ځان سره لري، او د افغانانو د ژوند او مال مسؤلیت هم د ځان حق بولي، له ټول قوت سره یي دومره غیرت ونه کړ چې په زابل کې  د تښتول شویو  او تر شکنجو لاندې  بې وسه میرمنو غم وخوري.

په پای کې دا ستړې هم طالبانو ته ورپاته شوه، طالبانو د علماء له فتوی سره سم  او د فساد ، ظلم او بغاوت  د ريښې ایستلو په نیت  په داعش عملیات وکړل، او په ډیرو لږو تلفاتو یي  سیمه له داعش څخه پاکه کړه ، هغه بې وسه میرمنې او نارینه  چې څو میاشتې په سختو شکنجو کې ساتل شوي وو طالبانو را خوشي کړل او بیا یي د قومي  مشرانو په توسط خپلو کورونو ته واستول.

طالبانو دغه ټول عملیات صرف د خپل دیني مکلفیت  او د ظلم د مخنیوي په خاطر وکړل، له دې بریالیو عملیاتو یي د هیڅ تبلیغاتي استفادې هڅه ونه کړه او نه یي هم د کابل د رژیموالو غوندې  نمایش او غورې لاپې ووهلې.

د عملیاتو په ورځ او د بندیانو له خلاصون وروسته مې په انټرنیټ کې د  اشرف غني وینا پاڼه ولیدله ، چې ویلي یي وو، زموږ  اپراتیفي اورګانونو او ملي اردو  په ډیر مهارت سره له داعش څخه  بندیان را ازاد کړل او د نجات عملیات یي ترسره کړل.

د دې خبرې په لید مې داشرف غني په ادرس مې  ناڅاپه له ځان سره وویل چې : خرې ته ګوره په صحرا شپې ته ګوره.

اشرف غني ګوره او د زابل په قضیه کې د مومن خان د ښامار غوندې توره سره کول ګوره،اشرف غني که دومره غیرت درلودای او د دې وطن د تورسرو او مظلومانو غم ورسره وای نو دا یو کال چیرې وو چې  دغه اپراتیفي عملیات یي ترسره کړي وای، افغانان پوهیږي چې  هغه رژیم چې د وطن د اتباعو حقوق نه شي تضمینولی، د هغوی ګریوان د ظالم له  لاسه نه شي خلاصولی نه په دې وطن د حاکمیت حق لري او نه  به هیوادوال ورته  د واکمن رژیم په سترګه وګوري.

ددې  وطن د ساتلو او مسؤلیت حق یوازې د هغه چا دی چې د خپل تن په وینو له خپل مسلمان اولس څخه دفاع کولای شي او د هر جابر او قساوتګر په خلاف په میړانه دریدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

خالد افغان زوی صیب د نښی منځ دی ویشتلی دی همدغه متل همدی دروغو سره جوړ راځی چی وایی: توره دی لالا وهی او مړی دی عبدالله وهی بندیان چا راخوشی کړل او د دروغو دعوی څوک کوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x