ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۵)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له توحيد وروسته د والدينو حقوق

له توحيد وروسته په ټولو رشته دارانو او متعلقينو کې لومړی د والدينو د حقوقو بيان شوی، او الله تعالی له خپل عبادت او خپلو حقوقو سره متصل د والدينو د حقوقو بيان کړی، په دې کې ديته اشاره ده چې د حقيقت او اصل په اعتبار ټول احسانات او انعامات د الله تعالی له لوري دي، خو د ظاهري اسبابو په اعتبار که ورته وکتل شي نو له الله تعالی وروسته ډير احسانات په انسان باندې د والدينو دي، ځکه په عامو اسبابو کې همدوی د اولاد د وجود سبب دي.

له کوچنيوالي نيولې تر ځوانيدو پورې څومره مراحل چې دي په همدغو ټولو کې ښکاره اسباب مور او پلار دي، له همدې امله په قرآنکريم کې په ډيرو ځايونو کې د مور او پلار حقوق د الله تعالی له عبادت او اطاعت سره متصل ذکر شوي دي.

د والدينو دعا ځنځيرونه مات کړل

د مالک بن ابو عوف اشجعي رضي الله عنه زوی عوف بن مالک رضي الله عنه د دښمن لښکر ونيو، د زوی د نيولو خبر مالک اشجعي رضي الله عنه او د هغه کورودانې ته ورسيد، دواړه ډير پريشانه شول، مور د زوی نيولو ډيره بې تابه کړه غم او وير يې پيل کړ.

حضرت مالک رضي الله عنه د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او عرض يې وکړ يا رسول الله (اسرني ابنی عوف) د ما زوی عوف اسير شو.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عوف والدينو ته د (لاحول ولاقوة الا بالله) په کثرت سره د وئيلو حکم وکړ، د عوف مور پلار د ( لا حول ولا قوة الا بالله) ويل د ځان لپاره ورد کړل، دې زياتو وئيلو رنګ راووړ، عوف بن مالک رضي الله عنه کوم چې د دښمن په لاس کې وو په پښو کې يې ولچقونه او ځنځيرونه وو، د والدينو د دعا په برکت يې ولچقونه او ځنځيرونه مات کړل او د دښمن له بندېخانې څخه وتښتيد، د تيښتې په وخت کې د دښمنانو يو اوښ د عوف تر نظره شو، هغه يې هم په قبضه کې واخيست او پرې سپور شو، عوف بن مالک رضي الله عنه پر لاره ونه دريد او په ډير چټک مزل يې د کور تر دروازې ځان ورساوه، د دروازې مخته يې په زوره نعره کړه.

د غږ له اوريدلو سره سم د والدينو له خولې ووتل :

(عوف ورب الکعبة)

د کعبې په رب قسم ! دا زمونږ زوی عوف دی.

مور چې کله دا آواز واوريد نو له خوشحالۍ څخه يې وويل (سبحان الله) د ما زوی له دښمن څخه ازاد شوی او راغی.

د عوف بن مالک رضي الله عنه جسماني قوت کمزوری شوی ؤ او ډير سخت درد يې احساسولو، مور پلار او خادم زر زر له دروازې څخه د باندې ووتل ګوري د هغوی لخت جګر له دردونو څخه ناقرار دی، دوی سمدستي خپل زوی کور ته راووست او هغه اوښ يې هم د کور انګړ ته را دننه کړ، مور پلار او خادم چې اوښ ته وکتل ډير په تعجب کې شول، عوف بن مالک رضي الله عنه ورته وويل:

مورجانې ! کوم وخت چې زه د دښمن له سترګو پناه شوم او تښتيدلم نو د هغوی اوښ زما تر مخ ؤ، ما له موقع څخه ګټه پورته کړه هغه مې هم له ځان سره راووست، دا د دښمنانو اوښ دی.

حضرت مالک رضي الله عنه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او هغه صلی الله علیه وسلم ته يې د خپل زوی عوف داستان بيان کړ، د اوښ خبره يې هم ورته وکړه، نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبرې واوريدې او وې فرمايل: (اصنع بها ما احببت، وما کنت صانعا بابلک).

کوم چلند چې ته له خپلو اوښانو سره کوې، همغه شان چلند به له همدې اوښ سره هم کوې، له دې واقعې نه وروسته د قرآن کريم دغه مبارک آيتونه نازل شول.

خدای تعالی فرمايي : وَمَنْ يَّتَّقِ اللّٰهَ يَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًاۙ۰۰۲وَّيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ١ؕ وَ مَنْ يَّتَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗ.

ژباړه : او هغه څوک چې ويريږي له ( الله) ځان ساتي له معاصيو وبه ګرځوي (الله) ده ته يو ځای د وتلو ( له دنيوي او اخروي غمونو نه) او رزق (روزي) به ورکړي الله ده ته له هغه ( ځايه) چې ګمان به نه کوي دی : او هغه څوک چې توکل وکړي په الله باندې او دغه ( الله) بس کافی دی ده لره ( په دواړو جهانو کې).

يعنې له الله تعالی څخه وويريږئ او د هغه د احکامو تعميل په هر حال کې وکړئ : که څه هم له ډيرو سختيو سره مخامخ شي، ځکه چې الله تعالی له ټولو مشکلاتو څخه د وتلو لار درته خلاصوي او په سختيو کې د ګزارې وسيلې او سامان هم درته برابروي.

د الله تعالی ويره د دواړو دارينو د خزانو کيلي ده او د ټولو کاميابيو وسيله ده، په دې سره ټول مشکلات آسانه کيږي، بې قياس او بې ګمانه يې رزق (روزي) او خواړه وررسيږي، ګناهونه يې بخښل کيږي، جنت ورته حاصليږي، ثواب يې زياتيږي او يوه عجيبه د زړه ډاډ ګيرنه، سکون، اطمينان او خوښۍ يې په برخه او نصيب راځي چې د هغه لامله بيا هيڅ يوه سختي لکه سختي نه ورته ښکاري او ټولې پريشانۍ او ربړونه يې په خپله ورکيږي، په يوه حديث کې راغلي : که د دنيا او نړۍ ټول خلک په همدې آيت باندې په اخلاص سره منګولې ولګوي نو ټولو نړيوالو ته همدا آيت بس او کافي دی.

په دغه واقعه کې د مونږ له موضوع سره برابره خبره هغه د عوف بن مالک رضي الله عنه د والدينو له خپل زوی سره ډير محبت دی، کله چې دوی ته د زوی د نيولو خبر ورسيد نو سمدستي د حضور صلی الله علیه وسلم په دربار کې د عوف پلار مالک رضي الله عنه او د يوه روايت مطابق مور پلار دواړه حاضر شول او حضور صلی الله علیه وسلم ته يې د خپل زوی د نيولو په هکله تشويش او له هغه سره يې د ډير محبت اظهار وکړ.

حضرت عوف بن مالک رضي الله عنه هم له مور پلار سره ډير محبت درلود، د هغه کنيه ابو عبدالرحمن وه، هغه له ټولو نه مخکې د خيبر په جنګ کې برخه اخيستې وه او د مکې مکرمې د فتح په موقع د اشجع قبيلې بيرغ د ده په لاس کې ؤ.

د عمر په آخير کې شام ته ولاړ او هلته اوسيدلو، له ده څخه صحابه کرامو رضي الله عنهم او د تابعينو يوه جماعت روايت کړی، د شفاعت متعلق لاندې حديث له حضرت عوف بن مالک اشجعي رضي الله عنه څخه مروي دی :

(أتاني آت من عند ربي فخيرني بين أن يدخل نصف أمتي الجنة وبين الشفاعة فاخترت الشفاعة وهي لمن مات لا يشرك بالله شيئا)

ژباړه : ما ته د رب کريم نماينده راغی او ما ته يې په دوو خبرو کې د يوې اختيار راکړ، يوه دا چې زما د امت نيمايي شمير به الله تعالی جنت ته داخل کړي، دويمه دا چې د امت په باره کې به ما ته د شفاعت کولو موقع راکړي، ما د قيامت په ورځ د شفاعت کول غوره کړل، زما دا شفاعت او سفارش د هغه کس لپاره دی کوم چې په داسې حال کې مړ شي چې له الله تعالی سره يې هيڅ شی شريک نه وي نيولی.

——————-

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/morawplar

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x