سياست او حکومت د اسلام له نظره (۳)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله –
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

اسلامي فقه له ټولنيز ژوند سره لازمه ده د اسلام له لحاظه انسان يو مسئول، مؤظف او مکلف موجود دى، د مسلمان انسان رسالت هم هغه د تکليف او مسئوليت اداء کول دي، د فقه علم د دې تکليف مسئوليت او د هغه د انجام او څرنګوالي بيانونکى دی، چې د فقهاؤ په اصطلاح کې د پنځه ګوني په نامه ياديږي، يعنې کوم کارونه په انسان واجب  او کوم عملونه ممنوع، حرام، پسنديده او ناپسنديده يا مباح دي،  د دې ټولو پوښتنو ځواب  په اسلامي فقه کې موندل کيږ‌ي، فقه په حقيقت کې هم هغه اسلامي حقوق دي خو په پراخو ابعادو کې څرنګه چې په حقوقو کې يې ډولونه او څانګې لکه قضائي حقوق، سياسي حقوق، بين المللي حقوق، د کورنى حقوق  … موجود دي د اسلامى فقه علم هم همدا شان دى او د دې ډولونو اقسامو او انواعو درلودونکى دى، له همدې جهته عبادي فقه، قضائي فقه، سياسي فقه او ….. لرو د همدې حقيقت په سبب چې اسلامي فقه د مسلمانانو په اجتماعي ژوند کې ډير اساسي او بنسټيز رول لري او په ټولنيز ژوندانه کې د انسان او خداى (ج) تر مينځ او د انسان او انسان تر مينځ د اړيکو ټينګونکې او تنظيموونکې ده، همدا وجه ده چې په ټولو اسلامي حکومتونو او سرچينو کښې که قرآن دى او که سنت په تفقه باندې ډير تاکيد شوى دى.

لوى خداى (ج)  د سورة توبه په ١٢٢ آية کې هدايت ورکوي او فرمائي : چې د جهاد په موده کې بايد ټول مسلمانان جهاد ته لاړ شي، بلکې يوه ډله بايد ديني علم او فقهي مسائل زده کړي تر څو وروسته بيا خپل قوم ته د هغو تعليم وکړي، ډير آياتونه او حديثونه د فقه په ترغيب او تائيد کې راغلي دي، دا جوته شوه چې د فقه علم د بيلا بيلو بابونو او څانګو درلودونکى دى، پس په دين کې تفقه دا د فرائضو واجباتو او د الهي محرماتو د پيژندلو په معنى دی کوم چې په هر مسلمان باندې واجب او فرض عين ده، البته د فقه د نورو احکامو زده کړه دا فرض کفائي ده، دا څرګنده او معلومه شوه چې سياسي فقه د فقهي علومو څانګه ده نو پکار ده چې يوه اندازه وپيژندل شي.

د اسلام سياسي فقه

څرنګه چې د سياست معنى مخکې تشريح شوه نو پکار ده چې د فقه لغوي او اصطلاحي معنى وپيژندل شي، فقه په لغت کښې د پوهيدلو په وزن ده :  چې د پوهيدلو او لاسته راوړلو دپاره د پلټنې، هلو ځلو او موندلو معناوې لري.

د فقهې تعريف

فقه د تفصيلي دلائلو له لارې د اسلامي شريعت د احکامو او قوانينو له پيژندلو او پوهيدلو  څخه عبارت دی (د اسلام سياسى فقه جلد١ ص٣٩) د سياسي فقه تعريف : د اسلام سياسي فقه د هغو فقهي اصولو او قواعدو مجموعه ده کوم چې د مسلمانانو د خپل منځي او د نړۍ د غير مسلم ملتونو سره د عدل او انصاف د مبانيو په اساس د اړيکو او روابطو تنظيمونکې وي او د فلاح، آزادي او عدالت تحقق خصوصاً د توحيد تر سيوري لاندې عملي ګڼي، له همدې کبله سياسي فقه د دوه ډولونو درلودنکې ده.

(١)  هغه اصول او قواعد کوم چې په داخلي سياست او د اسلامي ټولنې تر مينځ د داخلي روابطو په تنظيمولو پورې مربوط وي.

(٢)  هغه اصول او قواعد کوم چې په خارجي سياست، د اسلامي نړۍ او بين الملل تر مينځ د اړيکو او روابطو په تنظيمولو پورې مربوط وي (د اسلام سياسي فقه جلد١ ص٧١) له پورتنيو تعريفونو څخه معلومه شوه چې د اسلامي فقه يوه برخه عين اسلامي سياست دی، نو لدې امله مسلمان ملت ته د پرديو د سياست د خپلولو  اړتيا نشته .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د