ورزش

یونس خان له نړیوالو یوه ورځنیو لوبو استعفاء وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د پاکستانۍ لوبډلې پیاوړی او پیژندل شوی لوبغاړ یونس خان تیره ورځ د انګلینډ په خلاف له لومړۍ یوه ورځنۍ لوبې څخه وروسته له یوه ورځنیو نړیوالو لوبو استعفاء وکړه.

یونس خان په ۲۰۰۰ زیږیدیز کال کې د کراچۍ په لوبغالۍ کې د سریلانکا په خلاف لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره کړه او تیره ورځ د انګلینډ په خلاف له لوبې وروسته استعفاء وکړه.

یونس خان رسنیو ته وویل:« زه له ټولو هغو دوستانو او ملګرو کوم چې په سختو حالاتو کې له ما څخه ملاتړ کړی مننه کوم او د پاکستان له کرکټ بورډ څخه هم مننه کوم.»

نوموړی زیاته کړه:« له کرکټ څخه استعفاء کول زما لپاره کومه اسانه خبره نه ده. په څومره لوبو کې چې مې ګډون کړی له پوره اخلاص او نیک نیت سره لوبیدلی یم.»

د انګلینډ په خلاف د دریمې ټیسټ لوبې وروسته یونس خان له شپږو میاشتو مشورو وروسته یوه ورځنۍ لوبډلې کې شامل شوی و. په لوبډلې کې د فرصت ورکولو وروسته یونس خان وویل چې دغه یوه ورځنۍ لوبه نوموړی ته د عزت مسئله ده.

یونس خان تر دې دمه د پاکستان لپاره ۲۶۴ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې په دغو لوبو کې د اووه سلیزو او ۴۸ نیمه سلیزو په وهلو بریالی شوی.

یونس خان په یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې د پاکستان لپاره اوه زره او دوه سوه څلویښت (۷۲۴۰) منډې جوړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې شعیب ملک وروسته له پنځو کلونو لوبډلې ته لار موندې څخه وروسته له ټیسټ لوبو استعفاء وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x