افغانستان

د ایساف عمومي قومندان پر ټپي شوي اسد الله خالد پوښتنه کړې

نن ټکی آسیا: د ایساف عمومي قومندان امریکايي جنرال جون آلن د بګرام هوايي ډګر په روغتون کي بستر پر اسد الله خالد باندي پوښتنه کړې، او څه وخت یې د هغه د کټ سره تیری کړی دی.

په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کی ویل شوي چي تیره ورځ جون آلن د بګرام فوځي روغتون ته ولاړ، او هلته یې د افغانستان د ملي امنیت د ټپي شوي رئیس اسد الله خالد پوښتنه وکړه، او هغه یې وستایه، او د هغه د روغتیايي حالت په اړه یې د ډاکټرانو سره خبري وکړې، او څو شیبې یې د هغه د کټ تر څنګ ورسره تیري کړي.

اسد الله خالد دوه ورځي وړاندي په کابل کې د طالبانو له خوا په یوه سرښندونکي برید کي ټپي شوی وو، د نومړي د روغتیايي حالت په اړه تر اوسه پوره معلومات نشته خو طالبانو ویلي وه چي په هغه چاودنه کي چي د کابل په ښار کي دننه د استخباراتو په یوه میلمستون کي ترسره شوه، ګڼ شمېر بهرني او کورني استخباراتي مسئولین مړه او ټپيان شوي وه، چي په هغو کي یو د استخباراتو رئیس اسد الله خالد هم وو.

ددې سره تر څنګ د طالبانو ویاند ګواښ کړی چي د حکومت ټول مهم غړي او چارواکي به ددوی د ورته بریدونو سره مخ سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x