ټولنیزه برخه

معیاري تدریس په څو ټکو کې

لیکوال: استاد عبدالوکیل محمدشعیب-

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على إمام المعلمين نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين وبعد! قال الله تعالى فی سورة الجمعة الآیة رقم (۲): هو الذي بعث في الأميين رسولاً منهم يتلو عليهم آياته ويزكيهم ويعلمهم الكتاب والحكمة وان کانوا من قبل لفي ضلال مبین.
و قال صلى الله عليه وسلم: إنما بعثت معلماً.( المطالب العالیة)
صدق الله العلي العظيم وصدق النبي الكريم علیه افضل الصلاة واتم التسلیم.

که چیرته ووایو چه د امت ترقي ټوله دتدریس پورې تړلې نو دا خبره به تر ډیره حده پوره حقیقت ولري، ځکه چه ترقې په علم کې ده نه په جهالات کې، او علم په تدریس راځي. نو راځئ چه خپل تدریس ښه کړو، چه خپل امت مترقي کړو.

د تدریس د طریقو او اسالیبو میدان ډیر پراخه دی، ما صرف ددې په خاطر چه مدرس ته یوه کلي یا کونجي ورکړم، لږې خبرې کړي، او هغه په لاندې ټکو کې:

اول: د تدریس معنی:

تدریس عربي لفظ دی او دا مصدر د درَّس دی، عرب وایی : الأستاذ درَّس الکتاب اي قام بتدریسه و أفهمه لطلابه.( معنی دا چه استاد د کتاب ښوونه وکړه او خپل شاګردان یې ورباندې پوه کړه).

تدریس په اصطلاح کې:  یو تفاعل دی یو تعاون دی یو رابطه ده د استاد او شاګرد ترمینځه.

او تدریس مختلفې طریقي لري چه هره طریقه یی یو وسیله ده دپاره د مضبوطې رابطې د استاد او شاګرد تر مینځه. او ښه تدریس همغه ته وايي چه په هغې کې مختلفې طریقي استعمال شي ترکومه حده پورې چه شاګردانو دپاره مناسبې وي.

دوهم: د تدریس او تعلیم فرق:

تعلیم د تدریس نه عام او شامل لفظ دی ځکه تعلیم کې ډیر څه شاملیږي مونږ وایو چه مستري خپل شاګرد ته د مستریتوب تعلیم ورکه خو داسې نه وایو چه مستریتوب یی ورته تدریس که. يا لامبوزن خپلو ملګرو ته د لامبو وهلو تعلیم ورکه، خو داسې نه وایو چه لامبو یی ورته تدریس کړه. لفظ د تعلیم د هر څه په ښوونه کې استعمالیږي، خو تدریس یوه خاص ښوونه ده او یوه خاص رابطه ده داستاد او شاګرد تر مینځ.

نو له همدې وجي نه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د معلم لفظ استعمال کړی د مدرس پر ځای( انما بعثت معلما) چه معنی یی جامع او شامله شي، ځکه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو  اصحابو ته یو جامع ښوونه کووله.

دریم: دتدریس اهمیت:

لږ مخکی مو وویل چه رسول الله فرمایی چه زه معلم یم، خپلو صحابه کرامو ته یې علم ورکولو، او دغه علم رسول الله دجبریل امین نه حاصل کړی ؤ، د الله په مدرسه کې، مدرس جبریل ؤ او علم دالله ؤ. ( الذي علم بالقلم علم الِانسان مالم یعلم) (و علم آدم الأسماء کلها)
نو ددی وجی نه ویلی شو چه دا ډیره پاکه او مقدسه وظیفه ده، او داسی قوم نشته چه په هغی کی دی داسی څوک نه وي چه دا وظیفه تر سره کي، او ددغې وظیفې صاحب ته هر قوم داحترام په سترګه ګوري.

څلورم: معیاري یا مثالي تدریس څه ته وایې؟

ددې ډیر لنډ جواب دی او هغه دا چه مثالي تدریس هغه تدریس ته ویلو شو کوم کې چه مدرس په دې وتوانیږي په اسانه توګه هغې اهدافو ته ورسیږي د کومو لپاره چه دده تدریس ترسره کیږي.

-نو که اوس دا ووایو چه ایا مدرس لپاره څه دخاص طریقې استعمال پکار دی ترهغې دغه طریقه استعمال کړي او مطلوبو اهدافو ته ځان ورسوي؟

د تدریس دطریقو ماهرین وایی: چه داسې یوه طریقه هم نشته چه هغه دې هوبهو هرځای کې او هرقسم شاګردانو او هرقسم مضمون سره کامیابه شي. خو دا دمدرس خپل کمال وي چه دهر ځای او هر قسم شاګردانو او هر مضمون لپاره همغه شان مناسبه طریقه استعمال کړي ترهغې په اسانه خپل هدف ته ورسیږي. نو دکامیابې طریقې لپاره کامیاب مدرس پکار دی!

پنځم: د کامیاب مدرس صفات:

یو څه صفات داسې شته که مدرس یې په ځان کې راولي نو کیدای شي چه کامیاب مدرس جوړ شي، او هغه:

1.    په خپل مضمون کې پوره مهارت، که یو استاد او مدرس دا صفت ونلري نو هیڅکله هم نشي کامیابیدی ځکه چه چاسر خپله څه نه وي بل ته به څه ورکړي. او د پوره مهارت تر څنګه باید مدرس د تدریس لپاره ښه تیاری ونیسي.

2.    مدرس باید مربي وي، شاګرد ته دمعلوماتو دنقلولو سره سم باید دهغه تربیه په نظر کې ولري او همدرانګه باید ددغه معلوماتو اثر په کې ښکاره کړي، رسول الله صلی الله علیهم وسلم دخپلو صحابه کرامو استاذي وکړه او  په ډیر لږ وخت کې یې دهغه خلکو نه بهترین خلک جوړ کړل کوم چه داسلام نه مخکې بدترین خلک ؤ، اوس هغوی داسلام په تاریخ کې زمونږ دپاره مثالي خلک دي، نو شاګرد تربیي ته ضرورت لري، شاګرد یو انسان دی هغه کمپیوټر ندی چه معلومات ورواچوه درته به یی وساتي. دهغه سره دتعامل مختلفې طریقي باید استاد وپیژني. الله تعالی فرمایلي: ( هو الذی بعث فی الأمیین رسولا منهم یتلو علیهم آیاته ویزکیهم ویعلمهم الکتاب والحکمة) په دې آیت کی الله تزکیه مخکې کړې او بیا یې دتعلیم خبره کړې دا په دې خاطر چه دتعلیم نه مخکې تزکیه ضروري ده.

په بعضې سکولونو او مدرسو کې مدرس سره صرف دمعلوماتو د نقلولو سوچ وي د تربیي او تزکيي سوچ نلري نو همدا وجه وي چه هلته مدرس خپل احترام دلاسه ورکړي.

3.    مدرس باید فصیح وي، دلته دوه خبرې ضروري دي، یوه خو دا چه د مدرس ژبه باید روانه او سلسه وي، او بله دا چه دهغه اواز باید صاف او اوچت وي چه ټول شاګردان یې په اسانه واوري.

4.    د خپل مضمون سره پوره رغبت، د شاګرد نه مخکې باید مدرس د خپل مضمون سره پوره رغبت ولري، او دانه چه صرف دتنخا او معاوضې په خاطر یې تدریسوي، خو خوښ یې نه وي. مدرس باید دتنخا او مادي سوچ پر ځای داسې سوچ وکړي چه دغه شاګردان پردي بچي دده سره یو امانت دی، د امت اینده دوی پورې تړلې، نو دا چه کوم علم ورکوي دا خو  لا زانته یوه خبره ده چه الله به اجر ورکوي، خو که څومره ډیر اخلاص وکړي د امت اینده به همغومره ډیره روښانه او ځلانده وي، څومره قائدین چه راښکاره کیږي هغوی باندې دخپلو مدرسینو تاثیروي.

5.    مدرس باید ټول متوفر تعلیمي وسایل استعمال کړي، د مدرس دکامیابۍ ستر راز په دې کې دی چه څومره نوې تعلیمي وسیله راپیدا کیږي نو دهغې نه مثبته فایده واخلي، زمونږ  ډیر مدرسین لا تر اوسه د تختې استعمال هم نکوي حال دا چه دغه یوه اهمه تعلیمي وسیله ده.

تعلیمي وسایل دومره فایده کوي چه ددرس وضاحت لا اسانه کي او حتی د شاګردانو ترمینځ چې کوم تفاوت وي نو هغه هم لرې شي او ټول شاګردان په درس ښه پوه شي، همدارنګه دشاګردانو اهتمام زیاتوي او اهمال او نسیان او کسالت یې ختموي. او وسایل قسماقسم وې دهر مضمون ځانته وسایل وي بعضې سمعې وسایل وي بعضې بصري، بعضې درسونه په عادې صنفونو کې ترسره کیږي خو بعضې نور مختبر او معمل ته ضرورت لري.

6.    مدرس باید ابداعي وي نه روټیني، مطلب مې دادې چه د تدریس خو ډیرې طریقي دې او کیدای شې هر مدرس د شاګردانو دظروفو سره سمه نوې طریقه خپله کړې خو که چیرته دهر وخت لپاره یوه طریقه استعمالوي، نو دهغې نه شاګردان ستړي کیږي، لکه بعضې مدرسین چه څنګه کلاس ته داخل شې په تخته معلوم روټینې شیان ولیکې او بیا اواز وکړي چه کتاب خلاص کړئ، نو زما په اند ددینه به دا ښه وي چه کله همدغه طریقه استعمال شې کله شروع په سوال وشي کله په قصه او کله په یو مطلوب نشاط، حتی که دشاګردانو په ناسته کې تغییر راوستلې شي دا به هم دهغوی توجه را جلب کړي.

7.    مدرس باید په کورني کار یا شاګردانو ته دواجباتو په ورکولو پوره اهتمام وکړي ، او دیته فکر وکړي چه دومره واجبات ورنکړي چه دارام وخت يې هم ونیسي، او په دې یی  پوه کړي چه واجب څنګه حل کیږي داسې نه چه غلط یې حل کړي یا دنورو نه نقل وکړي، بله داچه مدرس ته پکارده چه ښه سم ېې وګوري او تصحیح يي کړي.

8.    مدرس باید دوخت ډیر پابند وي، دا وخت هم دده عمر دی او هم دشاګردانو که ضایع شو ددواړو عمر ضایع شو.

9.    مدرس باید دخپلو شاګردانو دپاره قدوه او مثال او مقتدی وي، ځکه بعضې وخت ډیره ګرانه وې چه یو کار خپله نکوي او دشاګردانو څخه یې غواړي.

شپږم: د تدریس مختلفې طریقي:

مخکې مونږ خبره وکړه چې مدرس باید مختلفې طریقې استعمال کړې ددې په خاطر چه خپل درس کامیاب کړي، او حتی که مدرس د هر وخت او مضمون  سره نوی طریقه ایجاد کړي ترهغې شاګران په اسانه پوه کړې نو داخو به ډیره ښه وي، ځکه چه یو مضمون دبل نه مختلف وي یو طریقه په ټولو کې کامیابه نه وي، همدارنګه د تدریس طریقه باید دشاګردانو دمستوی سره برابره وی ځکه چه یوه طریقه دهرې مستوی دشاګردانوسره مفیده نه وي.

دلته یو څو مستعملې طریقې ذکر کوم په ډیر مختصر انداز  کې چه تراوسه مدرسین په مختلفو مدارسو او جامعاتو کې ددې استعمال کوي.

•    القاء . دا یوه طریقه چه استاد  ددرس د شروع نه مخکې خپل درس تیار کړي او بیا همدغه یو درس په اجزاوو وویشي نو په خپله حصه کې دهر جزء لپاره لږ وخت مقرر کړي په دغه وخت کې هغه جزء وړاندې کړي او بیا دشاګردانو نه پکې پوښتنه وکړي او دهغوی سوالونه هم جواب کړي او بیا بل جزء وړاندې کړي په همدې ترتیب، ترهغې چه ټول درس وړاندې کړي.

•    محاضره. په دې کې مدرس خپل تیار کړی درس ټول په یو ځل او په یوه حصه کې وړاندې کړي، او د حصې په اخره کې دشاګردانو سوالونو ته وخت ورکړي او جواب یې کړي د محاضرې په  مینځ کې هیڅ قسمه سوال ونشي.

•    شرح. بعضې مضامین داسې وې چه په هغې کې مدرس وضاحت په داسې انداز کې کوې چه هر عبارت بلکه هر لفظ شرح کوې، نو ددې شرح لپاره چه څومره وسایل په کار وي هغې نه فایده اخلي.

•    قصه. دا طریقه په تاریخې مضامینو کې ډیره په کار راځې مدرس د یوې حادثې مکمل تصویر شاګردانو ته دقصې په انداز کې وړاندې کړي ترهغې دغه تصویر د شاګردانو په دماغو کې ښه کینې.

•    مناقشه او حوار. په دې کې مدرس یوه مطلوبه موضوع شاګردانو ته وړاندې کوي او بیا په هغې کی دشاګردانو آراء اخلې او د هغوی سره یې مناقشه کوي، او تبادله دنظرونو په کې کوي.

اووم: د کامیابې طریقې صفات:

1.    پکارده چه باهدفه وي او هدف یې شاګردانو ته واضحه وي، او په عین وخت کې هر جانبه مناسبه وي.

2.    باید تعلیمي مطلوب وسایل په کې استعمال شي.

3.    باید دشاګردانو او استاد ترمینځه رابطه مضبوطه کړي، دانه چه دیته ورته وي لکه شاګردانو ته چه په سکرین  یوه محاضره و ښوول شي.

4.    باید داسې طریقه وي چه د مدرس په تطویر او علمي ترقۍ کې هم ګټوره تمامه شي.

5.    باید داسې طریقه وي چه په هر  درس کې شاګردان تقییم کړي، او معلوم شې چه څومره مستفید شوي، او همدارنګه هغوی ته په کې د تطبیق فرصت ورکول شې که درس تطبیقي وي.

6.    باید داسې طریقه وي چه شاګرد سره دخپل درس په رابطه دمسؤولیت احساس پیدا کړي، همدارنګه وکولای شې دځان پوره کنټرول وکړي.

7.    داسې جالبه طریقه وي چه د شاګردانو رغبت په کې ډیر وې او نه ورڅخه ستړي کیږي، بلکه دهغوی توجه راجلبوي.

8.    داسې طریقه وي چه شاګردان وهڅوي تر هغې په هر تعلیمي نشاط کې برخه واخلي.

9.    داسې طریقه وي چه دموضوع تسلسل وساتې او په همدغه موضوع کې د مخکنیو درسونو سره تړاو پیدا کړي.

10.    داسې طریقه وي چه دشاګردانو ترمینځ یو مثبت تنافس رامینځته کړي.

اتم: معیاري تدریس:

د پورتني وضاحت نه وروسته دا ویلی شو چه معیاري تدریس  زمونږ په اند هغې تدریس ته وايي چه په هغې کې مدرس او طریقه دتدریس هغه صفات ولري کوم چه دهریو لپاره مونږ پورته ذکر کړه.

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله وصحبه اجمعین.

استاد عبد الوکیل محمدشعیب

مأخذونه:

1.    طرق التدريس في القرن الواحد والعشرين- مؤلف: عبد اللطيف بن حسين فرح.( کتاب)
2.    طرق التدريس العامة – مؤلف : توفيق أحمد مرعي.( کتاب)
3.    طريقة التدريس کیف یجب أن تکون – دکتوره دروزه( مقال)
4.    المعلم المثالي – یاسین ناصر محمود الخطیب( مقال)
5.    اسس التدریس الفعال – استاد میرفت خفاجه(مقال)
6.    مهارات التدریس الفعال- جامعة الأمیرة نورة(مقال)

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x