ادبي لیکني

د واده د لمړی شپې کیسه

ژباړن: صفي الله جوهر

د واده مراسم پای ته ورسیدل، خاوند له خپلې ناوې سره خپلې کوټې ته لاړ، د خلوت فضا جوړه شوه، د شپې د ډوډی خوړلو پرمهال دروازه و شرنګیده!!!

ناوې ورپورته شوه د دروازې ترشا یې وپوښتل څوک یې؟؟ یو کمزوری غږ یې واورید غریب یم، وږی یم، خیرات غواړم!!!

ناوې خپل خاوند خبر کړ!!! خاوند له ډیرې غوسې څخه پاڅید، د دروازې تر شا یې غریب سړی د مرګ تر کچې وواهه!!!

ځما د واده شپه ګوره، او ستا خیرات غوښتل!!!!

کوټې ته له راګرځیدو سره سم یې حالت خراب شو، د واده د لمړی شپې فضا بدله شوه، عصبي توازن یې له لاسه وکړ!!!

په تکه توره شپه له کور څخه ووت او ورک شو!!!

بیچارګی ناوې کلونه، کلونه د خاوند په انتظار ناسته وه!!

د خاوند د ورکیدو پنځلس کاله پوره شول، خو بې ګناه ناوې هماغسې د ورک شوی خاوند به تمه ناسته وه!!

د ناوې لپاره بل ریبار پیدا شو، ورسره یې ومنله او بل خاوند ته واده شوه!!

دا ځل بیا د واده شپه وه، خاوند او ناوې ماښامنی ډوډی ته ناست وو، چې دروازه وشرنګیده، ناوې دروازې ته ورغله، ویې پوښتل څوک یې؟؟
په کمزوري غږ یې ځواب واورید!! غریب یم، وږی یم ډوډی غواړم!!!

ناوې خاوند خبر کړ!!! خاوند ناوې ته وویل، دغه ټوله ډوډی درسره واخله، او غریب ته یې ورکړه کله چې هغه موړ شو، بیا به موږ ډوډی وخورو!!!
ناوې د ډوډی لوښی ټول غریب ته یوړل، کله چې یې دروازه خلاصه کړه، په غریب یې سترګې خښې شوې!!!

په ځیر ځیر یې ورته وکتل!!! ناڅاپه یې په ژړا پیل وکړ!!!

خاوند ورپورته شو، څه وشول، ولې دومره ژاړې؟ خبره څه ده؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ناوې ورته په سلګو سلګو کې ځواب ورکړ، دغه د دروازې غریب سړی ځما لمړنی خاوند ده!!

پنځلس کاله وړاندې همداسې د واده شپه وه، یو غریب د دروازې له شا ډوډی غوښتله، چې همدا خاوند مې ورپورته شو او د مرګ تر کچې یې هغه غریب وواهه، له هغه ورځې ورک وو، او دا دی اوس خیرات غواړي!!

د دې خبرې په اوریدو دوهم خاوند په چیغو سر شو، اوښکې یې روانې شوې!!!

ناوې وویریده په تا څه وشول، ته ولې داسې ناکراره شوې؟؟؟؟

دوهم خاوند یې ځواب ورکړ، ستا د واده په لمړنی شپه، د دروازې تر شا هغه غریب سړی زه وم، لوږې پسې اخیستی وم، ډوډی مې وغوښته، ستا لمړنی خاوند ووهلم، ویې شړلم!!!

الله تعالی ځما غچ واخیست، الله اکبر ولله الحمد

——

له کیسې څخه عبرت اخیستلو ټکي تاسو ته پرایږدم؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x