ورزش

د وارن لوبډلې حیرانوونکې توپ وهنه د ټنډولکر لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ د ستورو د شل اوریزو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه د وارن د لوبډلې په بریا پای ته ورسیده. وارن لوبډلې د سچن ټنډولکر لوبډلې ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سچن ټنډولکر لوبډلې وګټله او د ډګر ساتنې غلطه پریکړه يي وکړه. نننۍ لوبې کې د وارن لوبډلې لوبغاړي حیرانوونکې توپ وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د شل اوریزو سیالیو تر ټولو ستر هدف وټاکه.

د وارن لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ټولو توپ وهوونکو غوره توپ وهنې په مرسته ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

د وارن لوبډلې لپاره سنګکارا په ۳۰ توپونو د شپږو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۷۰، کېلیس په ۲۳ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۵، پونټنګ په ۱۶ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۱، هېډن په ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۲ او ووګن په ۲۲ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې.

سایمنډز په ۶ توپونو د یوې څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۹ او روډز په ۸ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۱۸ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د ټنډولکر د لوبډلې ټول توپ اچوونکې د وارن د لوبډلې په وړاندې پاتې راغلل. د ټنډولکر لوبډلې لپاره کلسینر دوه، میک ګرات، سوان او سهواګ یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د ټنډولکر لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پالک غوره او چټکه توپ وهنې په مرسته یوازې ۲۰۵ منډې جوړې کړې.

د ټنډولکر لوبډلې لپاره پالک په ۲۲ توپونو د یوې څلوریزې او اوو شپږیزو په مرسته ۵۵ او ټنډولکر په ۲۰ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د وارن لوبډلې لپاره سایمنډس تر ټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې. سایمنډس خپل څلورو اورونو کې ۷۰ منډو ورکولو سره د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

د کرکټ د ستورو د دریو شل اوریزو سیالیو دغه لړۍ لومړیو دوو لوبو ګټلو سره د وارن لوبډلې د سیالیو دغه لړۍ ګټلې. د سیالیو د دغې لړۍ درییمه لوبه به په راتلوونکو ورځو کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x