افغانستان

سرچينې: پر اسدالله خالد بريد د هغه نژدې ملګري کړی

د افغانستان د ملي امنيت پر رييس باندي د بريد په هکله نن ټکي آسيا ته نوي مالومات رسیدلي دي. د دغو مالوماتو له مخې ويل کيږي چې پر ښاغلي خالد دغه بريد ده ته يوه ډير نژدې کس چې په ملي امنيت کې دنده لرله تر سره شوی دی. د افغانستان د ملي امنيت رياست ته نژدې باوري سرچينو نن ټکي آسیا ته په ډاګه کړه چې د کندهار د ولايت اوسیدونکی دغه کس له اوږدې مودې راپديخوا په ملي امنيت کې پر حساسو څوکيو کار کاوه. نوموړی په کندهار کې د ښاغلي خالد د ولايت له وخته راپديخوا له هغه سره همکار وو او دا چې دغه کس د کندهار ټبي شوي امنيه قومندان ښاغلي عبدالرازق ته هم خورا نژدې وو.

دغې باوري سرچينې چې د امنيتي دلايلو له امله يې د نوم له اخيستلو ډډه کوله څرګنده کړه چې ښاغلي خالد د ملي امنيت د رييس په توګه د دندي له اشغاله سملاسي وروسته د طالبانو پرخلاف د پراخ استخباراتی کار تابيا وکړه او پدې لړ کې يې د هغوي د صفونو له دننه د مالوماتو د راغونډولو کار پيل کړ. د سرچينې په وينا ښاغلي خالد دغه دنده خپل نژدې ملګري ته ورکړه او هغه يې د طالبانو د قیادت د مېشت سيمو ته د استخباراتي مالوماتو د راټولولو په منظور واستاوه. ویل کيږې چې دغه کس پوره دری مياشتي د طالبانو په منځ کې د بې باورۍ د خپرولو او همدا راز د هغوي له داخلي خبرونو نه د ملي امنيت د مشر د خبرولو کار پر مخ بوت.

خو د سرچينې په وينا دغه مهال طالبان پدې وتوانیدل چې ښاغلي خالد ته نژدې کس جلب او د ځان په ګټه کار کولو ته چمتو کړي. د سرچينې د وینا له مخې دغه کس ډير سفرونه جنوبي افغانستان کې هغو سیمو ته لرل چې ويل کیږې د حقاني شبکې تر اغيز لاندی دي.

د دغې مهمي امنيتي سرچينې په وینا په وروستي ځل دغه کس تېره اونۍ له خپله ماموريته راوګرځيد او ښاغلي خالد ته يې د ټليفون پر لیکه د خپل ماموريت د برياليتوب او ښو لاسته راوړنو خبر ورکړ.

د سرچينې د وينا له مخې ښاغلي خالد په کندهار کې چارواکو ته امر وکړ چې دغه کس په ځانګړي هليکوپټر کې کابل ته واستوي. هماغه وو چې نوموړی کابل ته په یوه ځانګړي الوتکه کې ورسول شو او هلته د تايمني په اتم سړک باندي د ښاغلي خالد شخصی ميلمستون ته ولیږدول شو.

د سرچينې له مخې د ملي امنيت د محافظت د کنډک سرتېرو د پخواني شناخت له مخې له دغه کس نه چې طالبانو د محمد نوم ورکړی دی هيڅ تلاشي وانخستله او بريدګر وتوانیده چې له خپل واسکټ سره د ښاغلي خالد تر ميلمستونه ځان ورسوي.

ويل کيږي چې بريدګر نيمه ګړۍ هلته د ښاغلي خالد په تمه پاتې شو او کله چې خالد راغی نو خونې ته له راننوتلو سره سم يې لومړی پر بريدګر غيږه وګرځوله. له غيږې ګرځيدا سره سم يوه درانه انفجار ټوله ماڼۍ ولړزوله.

د سرچينې له مخې په انفجار کې د ښاغلي خالد ښی لاس او پښه غوڅ شوي او تناسلي سسټم او د خاصرې لګن ته يې سخت ټپونه اوښتي دي.

د سرچينې د وينا له مخې په دغه چاودنه کې ټول دولس تنه وژل شوي او د محافظت د کنډک د سرتېرو په ګډون تر شل ډير کسان ژوبل شويدي.

دغې سرچينې زياته کړه چې بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ اغوستی وو ځکه خو يې د اضرارو او تاوان کچه دومره لوړه او پراخه وه.

د سرچينې د وينا له مخې د ملي امنيت د محافظت د کنډک قومندان له چاودني سم لاسي وروسته نادرکه شوی دی او دا مهال استخباراتي کړۍ  د هغه په موندلو اخته دي.

د يادولو وړ ده چې د طالبانو مشرتابه ته نژدې سرچينو د دغو مالوماتو له تصديق او تردید نه ډډه وکړه پداسې حال کې چې غه مالومات د ناپييلو سرچينو له لوري هم تر دې دمه ندي کره شوي.

که چيري دغه مالومات رښتيا وخيژي نو دا به په افغان ملي امنيت کې د طالبانو د ژورو ريښو په مانا وي او دولت به اړباسي چې پدغه حساس ارګان کې ژور بدلونونه رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x