نظــر

د ملکي حکومت په اړه د پاکستان پوځ اعلاميه او د حکومت غبرګون، اندېښنې، څرګندونې او پايلې

احمدالله احمدزی

د پاکستان واکمن مسلم ليګ نواز ګوند د وروستيو سروې ګانو له مخې تر ټولو غوره ګوند بلل شوی، ضمني پارلماني ټاکنو کې يې څرګنده بريا تر لاسه کړې او همدا رنګه تېره اونۍ د پنجاب ايالت ښاروالۍ ټاکنو کې ډېرې څوکۍ هم د نواز شريف واکمن ګوند وګټلې.

حکومت د خپلو خوښۍ په نمانځنو بوخت و، چې د پوځ له لوري داسې يوه اعلاميه راغله، چې د حکومت خوښي يې په مرۍ کې ور وچه کړه.

وړمه ورځ د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې د لوی درستيز په مشرۍ د جنرالانو له رسمي غونډې وروسته رسنيو ته وويل، چې حکومت بايد هېواد کې د روانو پوځي عملياتو د لاسته راوړنو لپاره خپله حکومتداري هم سمه کړي.

د پېښو څارونکو، د پاکستان پارلمان او حکومت د پوځ دا ډول څرګندونې يو ډول ګواښ وباله، په سبا يې پارلمان د پوځ پر دې اعلاميې خبرې وکړې او ماښام ناوخته پرې د حکومت وياند د يوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې خپل غبر ګون څرګند کړ او زياته يې کړه، چې حکومت د توان په اندازه خپل کار کوي او هره اداره بايد په خپل حد کې کار وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پارلمان کې د خپلې وينا په ترڅ کې د پوځ اعلاميه اساسي قانون سره ټکر وبلله او له سترې محکمې يې د يادې اعلاميې د سپيناوي غوښتنه وکړه.

ښاغلي اڅکزي وويل، چې دواړه شريفان «جنرال راحيل شريف او نواز شريف» بايد پر يوه لاره روان وي او که د دواړو شريفانو تر منځ څه تاوتريخوالی راځي، نو دی به له ملکي شريف، يعنې صدر اعظم نواز شريف سره دريږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې حکومت په خپلو کړنو او برياوو ډېر غره و، نو له همدې امله د پوځ له لوري يوه نښه ور وښودل شوه، چې بايد خپلو کارونو ته ډېره توجه وکړي.

د سياسي چارو وتلي شنونکي نجم سيټي وويل، چې پوځ د پاکستان اصلي واکمن دی، وخت پر وخت دغسې يو څه وايي، مګر حکومت يې بايد پر وړاندې خپل غبرګون نه وای ښوولی؛ ځکه چې دې سره بيا د پوځ او حکومت تر منځ ناندرۍ پيليږي او کېدای ډېرې ناوړې پايلې ولري.

يو شمېر نور کارپوهان وايي، ټول پوهيږي، چې د پاکستان رښتينی واکمن پوځ دی، مګر د رسنيو له لارې داسې څرګندونې هېواد او نړۍ کې د حکومت کمزوري څرګندوي او دا کار د پاکستان لپاره په سياسي او قانوني توګه د شرم او خجالت لامل ګرځي.

د اپوزيسيون ځينې ګوندونه د پوځ د اعلاميې هر کلی کوي او دا کار پر ملکي حکومت د پوځ له لوري ښه او پر وخت فشار بولي.

په دغو اپوزيسيون ګوندونو کې د سند ايالت «ايم کيو ايم» ګوند هم دی، چې په خپله کراچۍ کې د پوځي عملياتو مخالف دي؛ ځکه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د دوی ګڼ کارګران او پلويان د پوځ له لوري وژل شوي او يا هم ژوندي نيول شوي دي او د دغه ګوند مشر په څرګندو ټکو پر پوځ نيوکې کړي، مګر د پوځ له لوري بيا د حکومت ضد اعلاميې ته هر کلی کوي.

د دفاعي چارو شننونکي او د پوځ پلويان بيا د پوځ دا اعلاميه د لوی درستيز يوه مجبوري بولي او زياتوي، چې د پوځ جنرالان پر جنرال راحيل شريف نيوکې کوي، چې پوځ د مخالفينو پر ضد عملياتو کې بې شمېره قرباني ورکوي او د حکومت له لوري هغه ډول همکاري نه کيږي، چې څومره په کار ده.

پوځ پر دې هم ګيله من دی، چې د پوځي عملياتو پر مهال نيول شوي کسان پر وخت نه محاکمه کيږي او ځينې يې بېرته خوشې شوي دي.

حکومتي چارواکي بيا وايي، چې د ترهګرۍ ضد عملياتو په اړه پارلمان، محکمه او پوځ هر يو په خپل ځای خپل کار کوي.

د واکمن ګوند پارلماني وکيل نهال هاشمي په يو تلويزوني بحث کې وويل، چې د پاکستان پارلمان او محکمه خپلواک دي، حکومت ورته د کار او فعالیت امر نه شي کولای او محکمه هم د بنديانو د دوسيو څېړلو په اړه خپلواکه پروسه لري، چې حکومت په کې د مداخلې هېڅ قانوني حق نه لري.

حکومت دا هم وايي، که هره اداره خپلې نيوکې د رسنيو له لار ې څرګندې کړي، نو دا کار د حکومت لپاره د شرم او ذلت لامل ګرځي او داسې خبرې بايد د پټو دروازو تر شا وشي.

د پوځ د دې اعلاميې تر شا نور څه کېدای شي؟

په ظاهره خو د ښې حکومتدارۍ خبرې په خپل ځای سمې دي، مګر د پېښو څارونکي وايي، چې پوځ غواړي حکومت په تېره بيا بهرنۍ، امنيتي او نظامي پاليسي کې خپله ونډه نوره هم غوښنه کړي.

څو ورځې وړاندې د يو لوړ روتبه نظامي افسر جنرال ناصر جنجوغه، له تقاعد وروسته نوموړی سمدستي د سرتاج عزيز پر ځای د صدر اعظم نواز شريف د ملي امنتي سلاکار وټاکل شو، هېواد کې د امنيتي پلان عمليات او لاسته راوړنې، کراچۍ او بلوچستان کې د نظامي او استخباراتي عملياتو واک له پوځ سره دی، سعودي عربستان سره د اړيکو او باور حدود ټاکل هم پوځ خپل مسؤوليت بولي. افغانستان او هند سره د بهريۍ پاليسي، راشه درشه او اړيکو واک هم پوځ په خپل واک کې ساتل غواړي، په سيمه ييزه او نړيواله کچه روسيې، چين او امريکا سره د ستراتيژيکو ګډو اړيکو او راکړې ورکړې اختيار هم پوځ له ځان سره ساتل غواړي او داسې نورې ځينې خبرې دي، چې د حکومت او پوځ تر منځ د شخړو او بد ګومانۍ لامل ګرځيدلي دي.

پوځ پر نواز شريف دا نيوکه هم کوي، چې بهرني پاليسي دی ولې په خپل سر چلوي او تر اوسه يې خپل حکومت کې د بهرنيو چارو وزير نه دی ټاکلی.

که حکومت د پوځ پر ياده اعلاميه ځان غلی کړی وای او دغه موضوع يې د پردې تر شا له پوځ سره څېړلې وای، کېدای شي دا مسئله په اسانه حل شوې وای او اوس هم لا وخت شته، چې حکومت په ډېر حکمت له پوځ سره خپل تعامل وکړي.

دلته يو شمېر کړۍ په لوی لاس غواړي، چې د پوځ او حکومت تر منځ ټکر راشي او دوی په کې خپل ماهيان ونيسي، مګر که حکومت خپلې چارې په ښه توګه سمبال کړي، پوځ سره د واک او بهرنۍ پاليسي په اړه بحث د پردې شا پای ته ورسوي، نو دا ستونزې په اسانه حل کېدای شي، مګر که د پوځ او حکومت تر منځ ځوابونه تبادله شي، په منځ کې به نور داسې خلک رامنځته شي، چې د پوځ او حکومت تر منځ واټن نور هم زيات کړي او کېدای شي د پوځ غوښتنې نورې هم زياتې شي او خبره ستونزمنه شي.

راتلونکې څو ورځې، بلکې څو اونۍ ډېرې مهمې دي، چې حکومت له پوځ سره په کوم او څرنګه حکمت تعامل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

تول د انگریز أو امریکا گوداگیان دی . فوج دی که ملکی واکداران دی اسلام ته یی خیر الله اعلم که ورسیگی .
تاسو د خپل ملک دوا وکی . دوی سه په بلا وهی چی داسی ورته خپه یی او مشوری ورکوی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x