Psychological comfort

راحت څنګه حاصل کړو؟ د دنياغوښتني نه ختمېدونکي دي

د دنياغوښتني نه ختمېدونکي دي

دا دنيا هغه څه ده چې ددې زمکي په سرهيڅکله اوهيڅ انسان پيدانه شوچې ووايي زماټولي غوښتني پوره شوې، ځکه چې غوښتني هيڅ انتهانه لري هيڅ حديې نشته، که دقارون خزانه هم ترلاسه کړئ خواهشات به موپوره نه شي.

د دنيا غوښتني داسي دي چې يوه کړۍ يې له بلي هغې سره نښتي، دعربي ژبي يوشاعر (متنبي) کله کله خورا حکيمانه اشعارويل، ددې دنياپه اړه يې يوه عجيبه ريښتيني خبره کړي.

وَمَاقَضَی اَحَدٌمِنْهَالُبَانَتَهُ = وَمَااِنْتَهَی اَرَبٌ اِلاَّ اِلی اَرَبِ

يعني د دنيا دغه حال دی چې ترنن ورځي پوري داسي کس پکې تېرنه شوچې ددې دنيا ټول خوندونه، راحتونه اوخواهشات يې پوره حاصل کړي وي، بلکه ددې دنيا حال دادی چې يوه غوښتنه به دي نه وي پوره شوي چې بله راپورته شوي وي.

کاردنياکسی تمام نه کرد

دبېلګي په توګه يوسړی بې کاره دی، د ده غوښتنه هم اواړتيايې هم ده چې يوکار ومومي، بلاخره دکار ځای پيداکړي او س يې دکارله پيداکولو وروسته سمدستي په زړه کي دغه خواهش هم پيداکېږي چې نور خلک تر ده زياته تنخواه وړي، ډېرې پيسې ګټي، بايدزه هم ترهغو ور ورسېږم، مګرکله چې ترهغو ورسېږي اومخکي لاړشي بيانور پورته خلک وويني چې تر ده زياتي ګټي، اوترهغوئ درسېدوغوښتنه يې په زړه کي وټوکېږي.

ددې انسان ټول ژوندبه په دې منډوترړو تېرېږي خوهيڅکله به ارام ونه مومي، نن سبادهرسړي په ژوندکي يادڅيزونه وينو.

کاردنياکسی تمام نه کرد

يعني هيچاهم ترنن ورځي پوري د دنياکار پوره نکړ، هو! هغه چابياپوره کړچې ددغې فاني دنياحقيقت يې وپېژاند، يعني انبياء عليهم السلام اودهغوئ وارثانوچې پوهېږي دغه دنيايوڅو ورځي ده اوپه دې کي بايديوازي دضرورت په اندازه وګټل شي، په دې دنياکي دزياتواسبابوټولولو او دعيش او ارام فکربايدزيات ونه شي، که الله جل جلاله راته په خپل رحمت سره ددنيامال اواسباب راکړل دا دهغه جل جلاله نعمت دی مګرپه خپله يې دترلاسه کولوفکربې ځای دی.

دغه خلک له ځان نه دپورته خلکوپه ځای ښکته خلکوته ګوري ځکه يې دنيايي خواهشات دنشت برابردي.

د دين په کارونوکي له ځان نه پورته خلکوته ګورئ

په يوبل مبارک حديث کي رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د دنياپه مال اواسبابوکي له ځان نه ښکته خلکوته ګورئ ( چې فلانی له دې نعمت نه محروم ده اوته پرې نازول شوی یې او د الله جل جلاله شکراداکړئ ) اوله ځان نه پورته خلکوته هيڅکله مه ګورئ، او د دين په کارونوکي بياله ځان نه پورته خلکوته وګورئ ( چې فلانی د دين له پاره څومره زيات کارکوي اوزه تراوسه هغه ځای ته نه يم رسېدلی ) ترڅوپه تاسي کي ددين په کارونوکي دمخکي تلو رجحان پيداشي، نوځکه ددين په کارونوکي پورته او د دنياپه کارونوکي ښکته خلکوته ګورئ، په دې سره به ستاسو دين هم برابرشي اودنياهم، دا هغه حکيمانه نسخه ده چې موږته نبي عليه السلام راښودلي ده.

—————–

تقریر: حضرت مولانا مفتي تقي عثماني صاحب

ژباړه: احمد ګل ریان

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د