ایرانی ډیپلومات غضنفر رکن ابادي

ایران له سعودي عرب څخه خپل لادرکه ډیپلوماټ غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۴ل): ایران تیره ورځ له سعودی عرب څخه رسمي غوښتنه وکړه چي دغه هیواد کي ایرانی ورک شوي ډیپلومات دي دوي ته وسپاری.

ایرانی ډیپلومات غضنفر رکن ابادي چي له ۲۰۱۰ څخه بیا تر ۲۰۱۴ زدیږ کال پوري په بیروت کي د ایران سفیر پاته شوی وو. سږ کال سعودي عرب ته د حج د ادا کولو په اراده تللی وو چي د منی د ټیل ماټیل په پیښه کي له نورو سلګونو حاجیانو سره یو ځای غضنفر هم لادرکه شو.

ایرانی حکومت دعوه لري چي د دغه هیواد ډیپلومات غضنفر رکن ابادي د منی په پیښه کي نه دی وژل شوی بلکی تر اوسه پوري ژوندی دی، د سعودي حکومت چیرته پټ کړی دی.

د روان کال د منی په پیښه کي د اکثرو ایراني حاجیانو مړي دغه هیواد ته رسول شوي، د ایران حکومت وایی چي ۱۵ پنځلس تنه حاجیان یی لا تر اوسه پوری لادرکه دي، چي دهغو له جملي څخه یو هم په لبنان کي د ایران پخوانی سفیر غضنفر رکن ابادي دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات مرستیال حسین امیر عبداللهیان د میادین په نامه تلویزیون سره د خبرو پر مهال ویلي چې ښاغلی غضنفر رکن ابادي د منی په پیښه کې وژل شوی نه بلکه ژوندی ورک شوی چې له سعودي حکومت څخه یې دنوموړي دموندلو او دغه هیواد ته دسپارلو غوښتنه کړي ده.

دسعودي حکومت د ایران دبهرنیو چارو د وزیر تورونه رد کړي، او زیاته کړي یی ده چي ایرانی ډیپلومات غضنفر رکن ابادي نه د کوم ډیپلوماټ په صفت د حج د ادا کولو لپاره راغلی او نه یی سفري دستاویزاتو کي خپل اصلي نوم لیکلی.

سعودي حکومت ویلي د کوم هیواد ډیپلومات چي بل هیواد ته په بدل نامه سفر کول، د کوربه هیواد شکوک او شبهات راپاروي.

بخت الرحمن بخت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د