افغانستان

سرچینه: د زابل جګړه کې منصور دادالله هم وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۴ل): د طالبانو څخه د بېلې شوې ډلګۍ مرستیال او داعش پلوی قومندان منصور داد الله د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

نن ټکی اسیا ته یو شمېر سرچېنو تایید کړې چې نوموړی په خاک افغان ولسوالۍ کې په یوه کور کې پټ و او دغه کور په ماینونو الوځول شوی دی چې په ترڅ کې د منصور داد الله په شمول ۴ کسان وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا سرچېنې دا څرګنده نه کړله چې نوموړی د چا لخوا وژل شوی دی خو د پېښې د جزییاتو په اړه يې وویل چې تر چاودنو مخکې منصور دادالله د طالبانو سره مقاومت کړی وو، او لږ تر لږه دوه تنه طالبان یې وژلي وه.

منصور داد الله د طالبانو د پیاوړي قومندان ملا دادالله ورور دی. نوموړی څه موده وړاندې د داعش له ډلې سره یوځای شو.

طالبانو وروسته له د داعش په خلاف پراخ عملیات پیل کړل چې هغوی د منصور دادالله تر قوماندې لاندې له اوو هزاره توکمو مسافرو سرونه پرې کړل.

طالبانو اته تنه هزاره مسافرین د اختطاف چیانو له منګولو ازاد کړل او هغه کسان چې له خلکو یې سرونه پرې کړي وو، د سیمې اوسیدونکو په ملاتړ په دار وځړول.

که څه هم د منصور داد الله د وژلو خبر د هېڅ یوې ډلې له خوا رسما نه دی تایید شوی خو طالبانو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې  د دوی څخه جلا شوې ډلګۍ سره يې جګړه نه ده کړې. خو دوی بیا دا تایید کړې چې منصور دادالله  د خپل ځان د تقويې لپاره  د داعش سره اتحاد کړی و او دوی څو ځل د هغه د پوهولو کوښښ کړی و.

منصور داد الله د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد له خوا د طالبانو له لیکو څخه شړل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

الله تعالي دي فتنې ختمي کړي ، یقینا دسختو فتنو دور دوران دی

الله تعالی دي هغه چې حق وي موږ دهغه پیروان کړي آمین

ذبیح الله

الله تعالی ښه خبر ده چې څه ډرامې روانې دي والله که مې اوس په یوه هم باور راځي ، زړه مې له ټولو تور شوی ، د امارت هغه مخلصه کشران پاتې نشول ډیر مشران (اوسني والیان) اوس هم په پاکستان کې خپلې بنګلې لري او په ټوډیانو کې ګرځي ….. له دوی څخه هغه د مجاهدینو خرسول او نورې بېعیزتیانې هیرې شوې او یا يې هغه ټولې خرسې کړې ، یا الله ته رحم وکړې

Nasir Dawar

Very shocking News ,,,,, Big Development

الحاج استا ذ بیانزی

ذبیح الله جانه ، که د اصلاح وړ نه یی خپله سزا به ووینی هغوی چه ستاسی جیبونه یی ډکول اوښانو کی پړی اچولی د تیښتی په حال کی دی تاسی د هماغه داعشیانو او داد الله په شان طالبانو ته یواځی پریږدی لکه د ایران رضا شاه چه یی خمینی ته بی اسری پریښود چه له امله یی زړه چاودی شو

تاج محمد

الله ج خودی نوره افه فغانستان کی اسلامی نظام راولی

ذبيح الله

بيانزيه!
خداى دي #####كړي، په امريكا كي ناست دي، شنه ډالر ترلاسه كوي او په بدل كي ئې###### طالبان د مجاهدينو او مسلمانانو په ضد جنگ ته هڅوي، او دا هر څه د سي آى اې په امر!!!
ذبيح الله

حبیب الله حبيبي

الله دې مونږ له داسی حاله وساتی چی هم دین لاړ شی هم دنیا، ظاهره خو یی یو هم ونه ګټل، بلکی تاریخ کی یی ځان د داسی متنازعه اشخاصو لست کی راوسته چی تل به نیکان ورباندی بد وایی او بد خلک ورباندی هم بد وایی او هم به یی صفت کوی.

الحاج استا ذ بیانزی

ذبیح الله جان ورونره : دا چه بانی ستا سی هغه ناولتیا پاکه کړی ، ز مونږ سپیڅلی دین توصیه کوی چه د جاهلانو کستاخی هم په سلام ځواب کړو ، دا د شرقی او غربی استعمار د ۴۰ کلونو لاسته راوړنه ده ، مونږ د کنځلو او ښیرو په ځای دعا او توصیی کوو چه زمونږ تیروتلی سمه لیار بیامومی . جیرانونکی !!!!! د یو څو پوشتنو یادونه می ارمان دی : په نړی کی همدا روسان کفار او تاسی چه یی مقابل کی جنګیدلی مجاهدین وی ؟ که وی نو بیا د هماغه کمونستانو سره په یوه اخور… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x