خبرونهنړۍ

د مصر په زندانونو کې د شکنجو له امله ۳۳۰ سياسي زندانيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۴ل): د مصر د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې په مصر کې د ۲۰۱۳ زيږديز کال له کودتا وروسته په دغه هېواد کې د زندانيانو د مړينې کچه د هرې ورځې په تېرېدو زياتيږي.

د مصر د بشري حقونو د څار د سازمان د اجراييوي کمېټې مديرې سلماء اشرف ويلي چې په مصر کې د ددې هېواد د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح السيسي له لوري د ۲۰۱۳ د جولايي په دريمه نېټه له کودتا وروسته دزندانيانو د مړينې کچه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حالت کې ده چې زياتره یې سياسي بنديان دي.

عبدالفتاح السيسي په ۲۰۱۳ کال ورسته له هغې د مصر په نظام کودتا وکړه چې په دغه هېواد کې د اخوان السلمين مهم غړي ډاکټر محمد مرسي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برياليتوب تر لاسه کړ، د ډاکټر محمد مرسي له برياليتوب څو مياشتې وروسته د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السيسی د يوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسېد چې د ډاکټر محمد مرسي په ګډون يې ددغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې په زرګونو تنه د اخوان المسلمين غړي ونيول او زنداني يې کړل.

د مصر د بشري حقونو د څار سازمان مشرې ويلي چې له ۲۰۱۳ کال راهيسې د مصر په زندانونو کې د سياسی بنديانو د مړينې شمېر له ۳۳۰ څخه اوښتی .

سلماء اشرف ویلي چې يوازې د روان کال د اکتوبر په مياشت کې لس تنه زندانيان وژل شوي دي.

نوموړې وويل چې د ټولو سياسي زندانيانو د شمېرې په اړه کره مالومات په لاس کې نه لري خو وايي چې په مصر کې له سياسي زندانيانو سره ناوړه چلند، شکنجې او تعذيبونه، روغتيا ته يې نه پاملرنه، د بريښنا شاټونه او په اوبو کې ساتل او مناسب خواړه نه ورکول هغه څه دي چې د زندانيانو د مړينې کچه يې زياته کړې ده.

هغې وويل چې په دې وروستيو کې د زندانيانو په غېر قانوني توګه په زندان کې ساتل او د مصر د استخباراتو له لوري د تري تم کېدو پېښې هم زياتې شوي دي چې په تېرو ۳ مياشتو کې ۲۱۵ تنه زندانيان تري تم شوي دي.

سلماء اشرف دا هم وويل چې د زندانيانو د شکنجو له پاره د زندانونو مسؤلين نوې ډولونه او شکنجې تياروي چې په کې د برېښنا شاټونه، د خوړو پرمهال د لاسونو سم نه خلاصول، د بدن د مهو غړو لکه ژبو، غوږونو، نوکانو، او ځينې نورو غړو ويستل او پرېکول شامل دي.

هغې وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په مصر کې د سختو ورښتونو او يخنۍ پرمهال هم زندانيان په اوبو کې ساتل کيږي او دغو اوبو ته د بريښنا شاټونه ورکول کيږي چې د زندانيانو د بدن د دردونو سبب کيږي چې ډیری يې د همدې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د يادونې وړ ده چې د مصر د بشري حقونو د څار سازمان د روان کال د اګست د مياشتې په يوه راپور کې هم راغلي و چې د مصر دولت په هغې مياشت کې هم ۷۹ تنه زندانيان وژلي وو.

په مصر کې د اخوان المسلمين د فعاليتونو په اړه د نورو بنديزونو تر څنګ د تېره مياشتې د مصر په پارلماني ټاکنو کې هم د اخوان المسليمن ګوند غړو ته د کانديداتورۍ اجازه ورنکړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x