د نن سرلیکنه

د کابل د پروني لاریون په اړه – سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ زرګونو لاریون کوونکو په داسې حال کې چې د زابل په ولایت کې د داعش په لاس وژلو شویو جسدونه يې په اوږو اخیستي وو د کابل ښار له پل سوخته سیمې څخه د ارګ تر خولې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو په داسې حال کې چې ځان يې د وژل شویو وګړو په ویر ویرجن باله له ګډ حکومت څخه یې د بامیانو په ولایت کې د قول اردو جوړول ، د غزني ولایت مربوط جاغوري ولسوالۍ په ولایت بدلول او په کابل ښارکې د وژل شویو ۷ تنو هزاره ګانو په نوم د یوې ځانګړي تپې نومولو غوښتنه کوله.

دا لاریون چې د طلوع تلویزوني شبکې لخوا تر بشپړ خبري پوښښ لاندې نیول شوی و خپله د طلوع شبکې د خبریالانو په وینا د کابل په تاریخ کې تر ټولو لوی لاریون بلل شوی.

د ګډ حکومت مشر د یاد لاریون د غوښتنو په مقابل کې د تل په څیر له هغوي سره د ځینو غوښتنو د پوره کولو شفاهي ژمنې وکړي او ځینې غوښتنې یې د خپل حکومتي صلاحیت تر چوکات لوړې و بللې.

د لاریون د تنظیموونکو چې ټول په یوه قوم پوري وابسته خلګ ول اساسي هدف د ارګ چارواکو ته د زور ور ښودلو نمایش و چې وکولای شي نورهم په ګډ حکومت کې خپله برخه غوښنه کړي، که داخبره نه وي نو په تیرو ۱۴ کلونو کې په کراتو سلګونه کسان هم د امریکایانو او هم د جګړې د ښکیلو لورو په بریدونو کې تر همدې ۷ تنو هزاره ګانو په ډیر وحشت سره وژل شوي خو نه چا ورباندې د غومره پراخ لاریون وکړ او نه يي چا په عوض کې د قول اردو یا د نو تشکیله ولایتونو د جوړولو مطالبه وکړه.

په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وروسته افغانان هره ورځ د وژنو، ویرونو او لاریونونو شاهدان وي ، خو له بده مرغه کومه اداره چې د دې یرغل په ترڅ کې پر هغوی تحمیل شوې هغه د افغانانو د دغو ویرنو او لاریونونو د غوښتنو په مقابل کې ډیره ناتوانه ده .

د بیلګې په توګه د کابل اوسنۍ اداره سره له دې چې د امریکایانو د امنیتي تړون حمایت له ځانه سره لري له تیرو ۹ میاشتو راهیسې په دې ونه توانیدله چې له څو تنو محدودوو یرغمل کوونکو څخه همدا ۷ تنه یرغمل شوي هیواد وال را خلاص کړي ، هغه کار چې طالبانو وکړای شول په یوه ورځ او ډیر محدودځواک سره تر سره کړي .

د ګډحکومت ناتواني تر دې کچې رسیدلې چې د زابل په ولایت کې د طالبانو د پوځي عملیاتو په ترځ کې ژغورل شوي کسان هم د خپلو امنیتي ځواکونو لاسته راوړنه بولي ، په داسې حال کې چې هم خپله یرغمل شوي او هم د صحني عیني شاهدان د دې شاهدي ورکوي چې هغوی د طالبانو د پوځي عملیاتو په ترځ کې د داعشي تروریستانو له منګولو څخه خلاص او بیا د سیمې متنفذینو ته وسپارل شول.

که واقعا هم دولتي ځواکونو د دې یرغمل شویو د خلاصون توان درلودلای نو ولي یې هغوی له تیرو ۹ میاشتو راهسیې د داعشي تروریستانو په اسارت کې پریښودل؟

خلاصه دا چې د ګډ حکومت چارواکي په هیواد کې د مشکلاتو له راپیداکولو پرته د هغوي د له منځه وړلو هیڅ توان نه لري ، د ګډ حکومت مشر چې په خپله خوله د خپل حکومت په ناکامي او بیوسي اعتراف کوي دومره ناتوانه دی چې د هیواد د زرګونو امنیتي پیښو د مخنیوي په مقابل کې د خپل ځان له لوري د خپلې استعفاء وړاندې کولو وس او توان هم نه لري.

دا ډول مقتدر حکومت او دا ډول ځواکمن رئیس !!! د هغه امریکايي حمایت محصول دی چې د اشغال د دوام په سیوري کې خپله همدې حکومتي چارواکو د ولس د پریکړې پر خلاف له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط داد د يوو مسلمان اسلامي او ايماني وجيبه ده. دنړۍ په هرګوټ کي چي. يوو مسلمان او مسلمانه د مظلوميت په حالت کي وژل کيږي او يا دظالمانو له لوري ور باندي ظلم کيږي ،. د هغو خواخوږۍ ووسي. او موږ هره شېبه په سترګو وينو او په غوږو اورو چي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کي مظلوم مسلمانان د کفارو او دهغوې د تالي څټو له لوري په بې رحمانه توګه وژل کيږي آو يآ د خپل پلرني ټاټوبي څخه په زور او جبر ايستل کيږي، چي ددې ټولو کړنو او ناکردو اصلي عامل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x