د ۵۰ میلیونو انسانانو له فضله مواد څخه ۱۳ میلیونو کورونو ته بریښنا ورکول کیدی شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د کارپوهانو په وینا د انسان فضله مواد هم لکه د نورو حیواناتو په څیر د میتین غاز د تولیدولو وړتیا لري.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د ۵۰ میلیونو انسانانو کوم چې د اندونیشیا، ایتوپیا او برازیل نفوس په اندازه دي فضله موادو څخه ۱۲ میلیونه او ۸۰ لکه کورونو ته بریښنا ورکول کیدی شي.

په کاناډا کې د ملګرو ملتونو د پوهنتون د چاپیریال او صحت مرکز د اندازې پر اساس د نړۍ د ټولو انسانانو د فضله موادو څخه د ۹ میلیاردو او ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بریښنا تولید کیدی شي.

همداراز د نړۍ په کچه د انسان له وچو شوو فضله موادو څخه د ۲۰ لکه ټنه چارکول غاز په اندازه انرژي تولید کیدی شي کوم چې د نړۍ چاپیریال او روغتیا لپاره به هم ډیر ګټور وي.

د کارپوهانو په وینا له ټولو څخه مهمه دا ده چې د انرژي تولیدولو دغه لاره بې شمیرې ګټې لري او د ډیر کم لګښت سره تطبیق او عملي کیدی شي.

د راپور پر بنسټ د انسان له فضله مواد څخه د انرژي تولید به چاپیریال خوښوونکو کمپنیو ته هم د فعالیت لاره هواره کړي.

په انساني فضله موادو کې له ۲۵ څخه تر ۴۵ سلنې پورې سوځیدوونکي مواد شتون لري کوم چې چارکول یا بایوګیس ته د بدلیدو وړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د نړۍ ۲.۵ میلیارده کسان د رفع حاجت لپاره اړینې اسانتیاوې نه لري چې له د دغې شمیر ۶۰ سلنه يي په د هندوستان کې ژوند کوي. که چیرې یوازې په همدې شمیر توجه وشي نو په کلنۍ ډول د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بایو نومې غاز تولید کیدی شي د کوم په مرسته چې له ۱ څخه تر ۲ میلیونو کورونو ته بریښنا ورکول کیدی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د