افغانستان

محقق: پرونی لاريون هغو کسانو برابر کړی و، چې دولت دندې نه دي ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي چې د پروني لاريون تر شا د هغو کسانو لاس دی چې د ګډ حکومت له لوري کومه چوکۍ نه ده ورکړل شوې.

دغه لاریون چې پرون – چهارشنبه – د ارګ مخې ته وشو، په زابل کې د داعشي وسله والو له لوري د عامو وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې و.

د دې لاريون استازیو تېر ماښام ناوخته په ارګ کې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو او د دوی له مرستیالانو سره وکتل، چې پکې د اجرايوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق دغه لاريون د هغو خلکو له لوري تنظیم شوی وګاڼه چې د ده په وينا د « ملي وحد حکومت » له لوري کومه دنده نه ده ورکړل شوې.

محمد محقق لاريون کوونکو ته په خبرو کې وويل چې په هر ولایت کې ورته ستونزې دي، خو په وينا يې که له هر ولایت نه دومره خلک راټول او د ارګ او مشرانو پر ضد يې شعارونه ورکړي نو ولسمشر به کومې ستونزې ته ورسېږي.

هغه په خپلو خبرو کې د ګډ حکومت پر ضد د لاریون کوونکو شعارونه یو له شرمه ډک عمل وباله او دا يې د هغو اشخاصو کار وګاڼه چې په دولتي دندو اخیستلو کې پاتې راغلي دي.

خو له بله اړخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال کريم خلیلي بیا دا لاريون یو « خود جوشه حرکت » بولي.

نوموړي په خپره کړې اعلامیه کې ګډ حکومت د خلکو پر وړاندې ملامت بللی او ويلي يې دي چې حکومت په ګڼو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

که څه هم د ګډ حکومت لومړي مشر محمد اشرف غني او د اجرايوي ریاست دویم مرستیال د ځينو یرغمل شويو را خلاصېدل خپله «بريا» وګڼله، خو د سیمې د اوسېدونکو په قول دغه خلک د طالبانو د عملیاتو په پایله کې را خلاص شوي دي.

ویل کېږي وسله والو طالبانو د وژل شویو عامو وګړو قاتلین هم اعدام کړي دي.

یاده دې وي دغه پېښه د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې وشوه، چې د وسله والو طالبانو تر لاس لاندې ده، په پېښه کې وژل شوي کسان د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې نن به له پلازمېنې کابل نه غزني ته ولېږدول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x