افغانستان

کندهار: د اردو عسکرو ټانګ د ملکي وګړو له موټر سره جنګيدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د اردو عسکرو خپل ټانګ د ملکي وګړو له موټر سره جنګولی چې ۱۱ تنو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک وايي چې پېښه تېره شپه د کندهار – هرات په لویه لاره د مویند ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه چې پکې شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سرچينې په وينا په پېښه کې ملکي وګړي او یو عسکر وژل شوي او څلور ملکي وګړي او یو بل عسکر ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي وياند وايي چې ټپیان يې روغتون ته رسولي دي، نوموړي دا پېښه یو «ټکر» بللې ده، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونه باید د نشې په حال کې موټر ونه چلوي.

د پېښې عیني شاهد د نوم نه ښودو په شرط وايي چې د ټانګ چلوونکی نشه و، چې د لارې په اوږدو کې يې ټانګ له واکه ووت او له د ملکي وګړو له موټر سره وجنګيد.

تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي، چې ډېری وخت يې علت د امنیتي ځواکونو بې پامي، نشه او ناسمه موټر چلونه په ګوته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x