افغانستان

ولسي جرګه: فيروزي د اوه میلیونه ډالره رشوت په بدل کې خوشي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړي وايي چې د کابل بانک په لوټ کې ښکېل او په لس کاله بند محکوم کس خلیل الله فیروزي د خوشي کېدلو لپاره اوه میلیونه ډالره روشوت ورکړل شوی دی.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون مشر عبیدالله بارکزي وويل چې خلیل الله فیروزي د هوشمند ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د ګډون لپاره خوشي شوی دی او په وینا يې له زندانه د ولسمشر حقوقي سلاکار خوشي کړی دی.

هوشمند ښارګوټی چې ۹۸ میلیونه ډالره پانګونه پکې کېږي، د جوړولو کار يې تېره اوونۍ د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر استازي احمد ضیاء مسعود، د ښار جوړونې وزیر سید سعادت نادري، د محمد اشرف غني حقوقي سلاکار محمد علي محمدي او خیلیل الله فیروزي له لوري پیل شو.

عبید الله بارکزی وايي چې په دې برخه کې دوی د ښار جوړونې له وزیر سره خبرې وکړي او په وینا يې هغه ځکه ملامت نه دی چې خلیل الله فیروزي د ولسمشر د حقوقي سلاکار له خوا له زندانه ازاد شوی دی.

د ولسي جرګې بل غړي الله ګل مجاهد د محمد علي محمدي له لوري دغه کړنه وغندله او ویې ویل چې که ولسمشر او اجرايوي ملګری يې خپلې دندې سر ته نه شي رسولی نو د چوکۍ دې خپلې خپلو سلاکارانو ته خوشي کړي.

د ولسي جرګې مشر خلیل الله فیروزي مجرم وباله او د مجرم خوشي کول يې یوه لويه پېښه وبلله چې د ده په وینا باید پوښتنه يې وشي.

کابل بانک په ۱۳۸۹ لمریز کال کې ډیوالي شو، چې د خلیل الله فیروزي په ګډون ګڼو ترې میلیونونه پیسې چور کړي.

ویل کېږي تر اوسه له لوټ شویو پیسو څخه چې ټولې ۹۸۷ میلیونه ډالر و، تر اوسه پورې ۴۸۰ ميلیونه ډالر تر لاسه شوي دي او پاتې يې لا هم درک نه لري.

د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د پورته جنجال له راپورته کېدو وروسته د هوشمند ښارګوټي د تړون د لغوې فرمان صادر کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x