نړۍ

په سعودي کې یو پاکستانی اعدام شو

سعودي اعدام

د سعودي د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مکې مکرمې په ښار کې ئې یو پاکستاني د قتل په جرم اعدام کړ.

د اعدام شوي کس په اړه ویل شوي چې نوموړي یو بل پاکستانی تبعه په مرۍ (ستوني) کې په چاړه وهلی او وژلی وه.

د سعودي خبري اژانس د دې هیواد د کورنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې په حواله ویلي چې “د الطاف حسین په نامه یو پاکستاني، د مظهر علي په نامه بل پاکستانی په مرۍ په چاړه وهلی او بیا ئې تر هغه پريښی وه ترڅو ئې ساه ورکړه”.

د راپور پر اساس، په مجرم باندې د یکشنبې په ورځ په مکه مکرمه کې د قصاص حکم نافذ شو.

په سعودي عربستان کې د روان میلادي کال له شروع څخه تر اوسه پورې ۸ تنه پاکستانیان اعدام شوي، چې ۵ تنه د مخدره موادو د قاچاق، او ۳ تنه د قتل په جرم اعدام شوي دي.

په دې توګه په سعودي عربستان کې یوازې په روان کال کې په ټولټال ۷۴ تنو باندې د اعدام حکم نافذ شوی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د سروې له مخې په سعودي عربستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د اعدام شوو کسانو شمیر لږ تر لږه ۷۹ تنه، او په ۲۰۱۰ کال کې ۲۷ تنه، او په ۲۰۰۹ کال کې ۶۷ تنه وه. او په ۲۰۰۸ کال کې په ۱۰۲ کسانو باندې د اعدام حکم نافذ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x