fbpx

له محمد (صلی الله علیه و سلم) سره مینه – دوولسمه (۱۲) برخه

لیکنه: حمد الله (دانشمند)-

الله (جل جلا له) د ستر حکمت او قدرت له مخې محمد(صلی الله علیه و سلم) په هر شي پيژندلای وو، هر ساه کښ او بې ساه، هر ژبور او بې ژبې څيز ته یې وړتیا ور بښلې وه، چې هغه مبارک و پېژني، ویې ستایې، احترام ورته و لري، مینې او محبت ته یې په خپل تن کې ځای ور کړي او د اړتیا پر مهال یې د خوندیتوب هڅې وکړي او… . په تېرو برخو کې د عقل او شعور د څښتنانو مینه له نبي علیه السلام مبارک سره و څېړل شوه، اوس درته د هغې مینې په اړه څو بېلګې را وړم، کوم چې څښتن یې د عقل او شعور و ښکلا ته لاس رسي نه لري، خو بیا هم نبوي مینې دېته اړ ایستی وي، چې د عاقل انسان په څېر د هغه مبارک له فراق(جدایي) نه په سویو ساندو او کړیکو ور څېرمه سیمه  لړزوي، او د هغه مبارک په بیا لیدو د وړو وړو سلګیو په بدرګه د ارام ساه اخلي!.

دا چې یاد د مینې ستي به څه شی وي؟ د نبوي ملغلرو په رڼا کې به یې و مومو.

له انس بن مالک(رضی الله عنه) نه روایت دی: چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم)به د جمعې په ورځ(د خطبې پر مهال) یو ډډ ته چې په مسجد کې(د همدې هدف له پاره) ښودل شوی وو، تکیه کوله، یو سړی راغلی ورته کړه یې: اې د الله(جل جلا له) رسوله! ایا تاته داسې شی جوړ نه کړو، چې ته پرې کېنې، داسې ښکارې لکه و لاړ چې یې؟ (یاد سړي) یو د دوو(۲) درجو ممبر ورته جوړ کړ، دی مبارک په درېیمه کې کېناست، کله هغه مبارک په ممبر کېناست، یاد د خورما ډډ د غوایي په څېر په رمباړو پیل وکړ، تر دې چې له رمباړو یې ټول مسجد خوځیده، د نبي علیه السلام په فراق یې درد څرګنداوه، هغه مبارک له ممبر نه ور کښته شو،  خپله مبارکه د عاطفې نه ډکه غېږه یې پرې تاو کړه، لایې رمباړي وهلې، څه مهال وروسته چې هغه مبارک په غېږه کې و نیوله نو قلاره شوه. نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: (زما د قسم وي په هغه ذات چې زما روح یې په واک کې دی، که مي په غېږه کې نه وای نیولې نو تر قیامته به همدا شان په کوکو سر وه، د نبي علیه السلام د جدایي درد به کړوله) نبي علیه السلام مبارک( د یادې تنې) د خښېدو سپارښتنه وکړه، نو خښه کړل شوه. که څه هم یاده” معجزه”- چې په کې له نبي علیه السلام سره د میني او محبت په پوره پیمانه راز څرګند شوی- څه د پاسه لسو(۱۰) صحابه وو(رضوان الله علیهم) روایت کړې خو د انس(رضي الله عنه) روایت د صحت له پلوه د امام “ترمذي”-رحمه الله- په آند ستر مقام لري. یاده دي وي، چې د نوموړې تنې(ډډ) د اوښ، غوایي او واړه ماشوم په څېر غرغړې، رمباړي او ژړا روایت شوي. په روایاتو کې د دې هم یادونه شوې، چې د لمانځه ګډونوال صحابه(رضی الله عنهم) د یادي ماجرا له کبله دومره اغېزمن شول، چې دژړا انګازو یې سیمه لړزوله. داسي هم راغلي، چې نبي علیه السلام مبارک نوموړې خورما(ډډ) ته د فاني او تلپاتې تر مینځ اختیار ورکړ، خو هغې تلپاتې ته ترجیح ورکړه، هغالته به یې نیکان له میوو، سیوري نه ګټه اخلي…. حسن بصري- رحمه الله- به د دې حدیث د روایت پر مهال سخت ژړيده، او ویل به یې: (د حیرانتیا وړ ده، چې  وچ ډډ د هغه مبارک و ليدو ته لیواله دی، تاسو یې باید هرو مرو لیدو ته لیواله شئ!). متن لاندي په لیکه دی.

ﻋﻦ ﺃﻧﺲ ﺑﻦ ﻣﺎﻟﻚ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ، ﺃﻥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻛﺎﻥ ﻳﻘﻮﻡ ﻳﻮﻡ ﺍﻟﺠﻤﻌﺔ ﻓﻴﺴﻨﺪ ﻇﻬﺮﻩ ﺇﻟﻰ ﺟﺬﻉ ﻣﻨﺼﻮﺏ ﻓﻲ ﺍﻟﻤﺴﺠﺪ ، ﻓﺠﺎﺀ ﺭﺟﻞ ﻓﻘﺎﻝ : ﻳﺎ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ –ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﺃﻻ ﻧﺼﻨﻊ ﻟﻚ ﺷﻴﺌﺎ ﺗﻘﻌﺪ ﻋﻠﻴﻪ ﻓﻜﺄﻧﻚ ﻗﺎﺋﻢ ؟ ﻓﺼﻨﻊ ﻟﻪ ﻣﻨﺒﺮﺍ ﺩﺭﺟﺘﻴﻦ ﻭﻳﻘﻌﺪ ﻋﻠﻰ ﺍﻟﺜﺎﻟﺜﺔ ، ﻓﻠﻤﺎ ﻗﻌﺪ ﻧﺒﻲ ﺍﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻋﻠﻰ ﺍﻟﻤﻨﺒﺮ ﺧﺎﺭ ﺍﻟﺠﺬﻉ ﻛﺨﻮﺍﺭ ﺍﻟﺜﻮﺭ ﺣﺘﻰ ﺍﺭﺗﺞ ﺍﻟﻤﺴﺠﺪ ﻟﺨﻮﺍﺭﻩ ﺣﺰﻧﺎ ﻋﻠﻰ ﺍﻟﻨﺒﻲ – ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – .
ﻓﻨﺰﻝ ﺍﻟﻨﺒﻲ – ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻣﻦ ﺍﻟﻤﻨﺒﺮ ﻓﺎﻟﺘﺰﻣﻪ ﻭﻫﻮ ﻳﺨﻮﺭ ﻓﻠﻤﺎ ﺍﻟﺘﺰﻣﻪ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﺳﻜﻦ . ﺛﻢ ﻗﺎﻝ ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ :
” ﻭﺍﻟﺬﻱ ﻧﻔﺴﻲ ﺑﻴﺪﻩ ﻟﻮ ﻟﻢ ﺃﻟﺘﺰﻣﻪ ﻟﻢ ﻳﺰﻝ ﻫﻜﺬﺍ ﺇﻟﻰ ﻳﻮﻡ ﺍﻟﻘﻴﺎﻣﺔ ﺣﺰﻧﺎ ﻋﻠﻰ ﺭﺳﻮﻝ – ﺍﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ” . ﻓﺄﻣﺮ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ – ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﺑﻪ ﻓﺪﻓﻦ .

ﺇﺳﻨﺎﺩ ﺻﺤﻴﺢ ﻋﻠﻰ ﺷﺮﻁ ﻣﺴﻠﻢ . ﻭﺭﻭﺍﻩ ﺍﺑﻦ ﺧﺰﻳﻤﺔ ﻭﺍﻟﺒﻴﻬﻘﻲ. په “مثنوي” کې یې څه ښه په اړه ویل شوي:

ﺍﺳﺘﻦ ﺣﻨﺎﻧﻪ ﺍﺯ ﻫﺠﺮ ﺭﺳﻮﻝ/ ﻧﺎﻟﻪ ﻣﯽﺯﺩ ﻫﻤﭽﻮ ﺍﺭﺑﺎﺏ ﻋﻘﻮﻝ/ﮔﻔﺖ ﭘﯿﻐﺎﻣﺒﺮ ﭼﻪ ﺧﻮﺍﻫﯽ ﺍﯼ ﺳﺘﻮﻥ/ ﮔﻔﺖ ﺟﺎﻧﻢ ﺍﺯ ﻓﺮﺍﻗﺖ ﮔﺸﺖ ﺧﻮﻥ/ ﻣﺴﻨﺪﺕ ﻣﻦ ﺑﻮﺩﻡ ﺍﺯ ﻣﻦ ﺗﺎﺧﺘﯽ/ ﺑﺮ ﺳﺮ ﻣﻨﺒﺮ ﺗﻮ ﻣﺴﻨﺪ ﺳﺎﺧﺘﯽ/
ﮔﻔﺖ ﺧﻮﺍﻫﯽ ﮐﻪ ﺗﺮﺍ ﻧﺨﻠﯽ ﮐﻨﻨﺪ/ ﺷﺮﻗﯽ ﻭ ﻏﺮﺑﯽ ﺯ ﺗﻮ ﻣﯿﻮﻩ ﭼﻨﻨﺪ

نور بیا…

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/rasoolullah_meena

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د