نظــر

د ننګرهار پوهنتون په اړه د سرخط ورځپاڼې غير مسؤلانه څرګندونې

منصور احمد –

تېره ورځ سرخط ورځپاڼې يوه ليکنه خپره کړه چې پکې يې د ننګرهار پوهنتون ځيني استادان پدې تورن کړي چې ګواکې په پوهنتون کې د لاريونونو تر شا دوي لاس لري، او محصلين د تورو او سپينو بيرغونو د پورته کولو تر څنګ د تشدد او نظام ضد کړنو لوري ته هڅوي.

ليکنې له لومړي سره په تور پورې کولو لاس پورې کړی، او د ټولو ژورناليستيکو اصولو خلاف يې پرته لدې چې د تور په اړه له تورنو استادانو نظر واخلي، د هغوي د شخصيتونو په جرحه کولو پسې راخيستې. که ليکنې ته ځغلنده کتنه وشي، په ښکاره ورڅخه د فکري تعصب بوي راخيژي، او دا ورڅخه څرګنديږي چې د ليکنې هدف يوازې د استادانو او د پوهنتون بدنامول دي. د ليکنې په متن کې ځيني استادان پدې هم تورن شوي چې ګواکې د بهرنيو قونصلګريو څخه ورته کواردينانت ورکول کيږي، او د هغوي په اشاره فعاليتونه مخ ته بيايي. په استادانو کې يې يوازې له هغو يادونه کړې چې شپه او ورځ يې د پوهنتون د پرمختګ لپاره منډې ترړې کړي؛ تل يې په اسلامي فکر او اسلامي روزنه د وطن بچيان روزلي؛ د روسانو سره يې په جهاد کې له خپلو کورنيو په لسګونه شهيدان ورکړي؛ د پوهنتون شمله يې اوچته ساتلې؛ د هېواد په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د همدوي د هلو ځلو له برکته په پوهنتون کې د دوکتورا برنامه پيل کړې او عملا پکې په تدريس بوخت دي.

زه هيڅکله هم دا نه وايم چې دا ډول بيرغونه دې په پوهنتون کې اوچت شي، او يا په پوهنتون کې دې ډله بازي يا ګوند بازي شروع شي. ځکه پوهنتون د زده کړې او تربيې د تر لاسه کولو يو مرکز دی. پوهنتون کې بايد تل هغه کړنې او فعاليتونه مخ ته يوړل شي چې له کبله يې په ټوله کې د پوهنتون او په ځانګړي ډول د محصلينو د زده کړې او تربيې لپاره اغېزمن وي. ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دويم لوی پوهنيز مرکز ګڼل کيږي، با استعداده، با تجربه او په اسلامي فکر سنبال د ماسترۍ او دوکتورا په کچه علمي کادرونه لري. فارغ شوي محصلين يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په مختلفو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت په موخه لاس په کار دي. پدې اواخرو کې د دوکتورا د برنامو د پيل په شان نورې لاسته راوړنې هم دغه پوهنتون له ځانه سره لرلې، چې د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ننګرهار پوهنتون لپاره لوی افتخار دی.

خو زه نه پوهيږم چې ولې د پوهنتون د پرمختګ او لاسته راوړنو له کبله پر ځينې کړيو او د علم او پوهې پر دښمنانو اور بليږي. چې نور هيڅ يې هم دلاسه ونشي، بس د پوهنتون او د استادانو په بدنامۍ پسې په اخبارونو او فيسبوکونو کې راواخلي. دا چې سرخط ورځپاڼې په ټوله کې د ننګرهار پوهنتون او په ځانګړي ډول د استادانو پسې راخيستې، او د بدنامولو لپاره يې ډول ډول ليکنې نشروي، هدف يې الله ته ښه معلوم دی.

سرخط چې په کومو استادانو تور پورې کړی، هر يو يې جلا جلا پېژنم او په اړه يې معلومات لرم. ورځپاڼې يوازې هغه استادان تورن کړي چې د پوهنتون د نوم په اوچتولو کې يې رغنده رول لوبولی، او شپه او ورځ يې د همدغه پوهنتون لپاره يوه کړې. په تورن شوو کې هغه استادان هم شته د ماسترۍ او دوکتورا برنامې پر مخ بيايي او عملا پکې پر تدريس بوخت دي. کېدای شي چې د ورځپاڼې هدف دا وي چې لدې لارې په کلي توګه د ټول پوهنتون او په تېره بيا د دوکتورا د برنامې لپاره ستونزې رامنځ ته کړي.

په ليکنه کې لدې هم يادونه شوې، چې ګواکې د علمي چارو پخوانی مرستيال، دا چې له دندې ګوښه شوی، د دغو لاريونونو پر مټ غواړي چې خپل زور وښي. پداسې حال کې چې ټولو ته لکه د لمر په شان روښانه ده چې پخواني مرستيال به تل محصلين له دا ډول کړنو منع کول، او تل به يې خپلو زده کړو او د نورو علمي برنامو پر مخ بېولو ته هڅول.

د علمي چارو پخوانی مرستيال، ښاغلی پوهاند دوکتور دل آقا وقار چې په اسلامي علومو کې دوکتورا لري، په رښتيا هم چې د ټول افغان ولس لپاره افتخار دی او د ننګرهار پوهنتون شمله پرې اوچته ده. د خپل معاونيت پر مهال يې د پوهنتون لپاره ډول ډول لاسته راوړنې لرلي دي. تر خپله وسه يې پوهنتون له اداري فساده ژغورلی. مختلفو هېوادونو ته يې په لسګونو استادان د ماسترۍ او دوکتورا په کچه د زده کړو د تر لاسه کولو لپاره هڅولي او استولي. د پوهنتون د پراختيا او په زياته اندازه د نويو محصلينو د جذب په موخه، نوي پوهنځي او په پوهنځيو کې يې نوې څانګې پرانستې. مونږ په دا ډول ملي او علمي شخصيتونو وياړو او له الله تعالی څخه ورته په راتلونکي کې توفيق غواړو چې په هر اړخيز ډول د پوهنتون د لا پراختيا او پرمختګ لپاره کار وکړي. او د پوهې او پرمختګ د دښمنانو دې زړه وچاودي چې دا ډول دارنده او علمي شخصيتونه په ننګرهار کې نشي زغملی.

د دې تر څنګ سرخط په سترګو ړندې ورځپاڼې، له يوه بل دروند علمي او ديني شخصيت، پوهندوی مولوي محمد شريف رحماني، چې کلونه يې د اسلامي فکر لپاره کار کړی، له نومه يادونه کړې چې ګواکی دی هم د محصلينو په بې لارې کولو او تشنج طرف ته په سوق کولو، کې لاس لري. رحماني صيب د هغې لوړې فکرې خاوند دی چې له برکته يې په زرګونو کادرونه د پوهې او اسلامي فکر په ګاڼه سنبال شوي دي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې، د مختلفو پوهنځيو محصلین، د ده په لاس له ليکل شوو کتابونو څخه ګټه پورته کوي. لوستونکي کولای شئ چې د پوهنتون له محصلينو څخه د دا ډول اشخاصو د پوهې او اخلاقو په اړه وپوښتئ.

له دې وراخوا پر اسلامي او ملي شخصيتونو د تور لګولو په سلسله کې غرب پلوه سرخط ورځپاڼې د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي بل دروند استاد او د سياسي چارو شنونکی ښاغلي پوهندوی منګل شېرزاد له نومه هم يادونه کړې. استاد شېرزاد، چې رب تعالی په دې نږديو کې ورته له يوې لويې ناروغې شفا ورکړه، او تازه له روغتونه راوتی، هم سرخط والو پرېښی نه دی. ښاغلی استاد هغه سپيڅلی شخصيت دی چې د سياسي علومو په ډګر کې يې په سلګونو محصلين روزلې او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي. په رښتيا هم چې له دا ډول ورځپاڼو او ليکوالانو، چې په خولو کې ورته ډالر ورمنډل کيږي، ګيله هم پکار نه ده. د دې پر ځای چې پلټنه وکړي، په پټو سترګو له حقايقو پرته ليکنې کوي، او د ولس په سترګو کې په ډېره سپين سترګۍ سره خاورې شيندي. دا چې دا ليکنه په پښتو شوې؛ باوري يم چې ليکوال به يې ځان په هېواد مين د پښتون قوم ته منسوب بولي. د حيرانتيا ځای دا دی چې پر ځای د دې چې دا ډول شخصيتونه د دوي په واسطه ونازول شي، رټل کيږی.

ډېر د افسوس ځای دی چې په داسې يوه ورځپاڼه کې چې خپرونې او نشريات يې له ارګه کيږي، په دومره لوړه کچه دروغ د پوهنتون پر استادانو تپل کيږي، او شخصيتونو ته يې زیان اړول کيږي. په داسې حال کې چې دا ډول ملي او علمي شخصيتونه د هېواد او سيمې په کچه ډېر کم تر سترګو کيږي. زه به يوازې خپلو هېوادوالو ته همدومره ووايم چې تل بيدار واوسي او په راتلونکي کې د سرخط د ورځپاڼې او دې ته ورته نورو ورځپاڼو پر ليکنو او خپرونو هرګز اعتماد ونکړي، او هيڅکله پرې ونه غوليږي. دا ډول ورځپاڼې تل غواړي چې عام ولس ته په خپله هېنداره کې، د ملت د رېښتېنو وياړلو شخصيتونو انځور، ناسم وښي، او راتلونکي نسل ته د سمې لارې پر ځای ناسمه لار وروښي.

د هېواد له رسنيو څخه زما غوښتنه دا ده چې د ننګرهار پوهنتون له بدنامه کولو څخه لاس واخلي. د دې تر څنګ د ننګرهار پوهنتون له نوې رهبرۍ څخه زما هيله او غوښتنه دا ده چې له استادانو څخه په دفاع کې خپل غږ اوچت کړي، او چا ته اجازه ورنکړي چې د پوهنتون د استادانو په اړه ناسمې څرګندونې وکړي. په اخر کې د خير خواهۍ او د پوهې او ادب سره زما د تړاو پر اساس، د دې لپاره چې موضوع قضايي او عدلي ارګانونو ته محوله نشي، او د استادانو د حيثيت اعاده وشی، د سرخط ورځپاڼې مسؤلينو څخه هيله کوم چې خپله ليکنه بېرته واخلي، او له استادانو څخه بخښنه وغواړي.

د ننګرهار پوهنتون د لا پرمختګ په هيله

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close