خبرونه

طالبانو پکتيا کې نيول شوي ۱۲ تنه سيمه ييز پوليس خوشې کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې طالبانو د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ ۱۲ تنه اوسيدونکي نن د پنجشنبې په ورځ بېرته خوشې کړل.

د سيد کرم ولسوال نيازمحمد خليل تېره ورځ رسنیو ته ويلي وو چې طالبانو د سيد کرم ولسوالۍ څخه ۱۲ تنه له ځان سره نامعلوم ځای ته بېولي و.

نوموړي نن وويل چې د قومي سپين ږيره په هڅو يې نيول شوي کسان د طالبانو له بند څخه راخلاص کړل.

خو د پکتيا ولايت له مقام څخه په ورکړل شويو مالوماتو کي ويل شوي چې نيول شوي کسان ۱۲ نه بلکې ۶ تنه وو چې دوه ورځې وړاندې د سيد کرم په ولسوالۍ کې نيول شوي وو، چې نن له غرمې مخکې طالبانو دغه شپږ تنه بېرته خوشې کړي او خپلو کورونه ته ستانه شوي دي.

که څه هم دولتي چارواکو او ځينو رسنيو دغه تښتول شوي کسان ولسي وګړي بللي خو په سيمه کې يوه طالب د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي چې طالبانو تېر ماښام ۱۲ تنه ولسي وګړي نه مګر سيمه ييز پولیس نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم د امنيتي ځواکونو کارکوونکو نيولي چې بيا يې د قومي سپين ږيرو په ضمانت په دې شرط خوشې کړي چې بېرته به نظامي ليکو ته نه ورځي او د طالبانو په وړاندې به جګړه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x