نظــر

ملي امنیت په ځان ساتنه کي هم یوګام وروسته

په  کابل  کي داستخباراتوپرلوی رئیس اسدالله خالداومشورتي ټیم یې بریداودنوموړي دشدیدټپې کیدوترڅنګ ددغه ریاست دمشاوروینواومهمو کارکونکومرګ ژوبله دکرزي رژیم ته ډیره لویه ننګونه ده . ځکه دهغي ادارې چي دملت ساتني ټټروهي خپل مهم کارکونکي اوأن لوی رئیس خوندي  نه وي ،نودرژیم دنوروارګانونواوچارواکوبه څه حال وي .په هرصورت دکرزي پرامنیت ملي  اولوي رئیس یې بریدهغه نادره ده  چي په نړۍ کي ښایې  په ورته حالاتوکي سابقه ونه لري ،ځکه دلته عا دي   حکومتي  چاري دسمیټي پریړودیوالونواواغزنوسیمونوشاته ترسره کیږي ،ددغه ریاست مرکزي څانګي اودمشرتابه دفترته ورتګ خوبیخي ګران کاردی  . داوس لپاره دهغوپوښتنواوننګونوڅخه تیریږوچي یادشوی رژیم ورسره لاس اوګریوان دی صرف ددغه بدنام ریاست  کړچارته لږتم کیږو:

په افغانستان کي چي دملي امنیت په نامه کومه اداره فعالیت کوي دخیرکارنه دی لیدل شوی  ،علاوه پردې وخت په وخت  یې دپردیوسره په ملي منافعوسوداکړې اودملت په لسهاووزره رښتوني بچیان یې دتوروخاورومیلمانه کړي دي .دملي امنیت (خاد،کام )تثبیت شوي اومستندي بشراوملت ضدکړني دثوردکودتاه څخه پیلیږي ،کودتاچیانو(خلقیانواوپرچمیانو)داشراروپه نامه هرهغه افغان ددغي ادارې وکرغیړني غیږ ي ته سپاره ،چي پریوخدای جل جلاله اودهغه پروروستي پیغمبر(حضرت محمدصلی الله علیه وسلم )به یې ایمان درلوداودلیلن اوسټالین بوینه   تیوري به یې نه منله .کودتاچیانودخپلي واکمنۍ په کلونوکي  دخادریاست ته مختلف کسان وګومارل چي مشهورپه کي دکمونیسټي رژیم وروستی واکمن ډاکټرنجیب ؤ،نوموړی دخپل ولس دومره سرسخته دښمن ؤچي په لنډه موده کي یې په دغه اداره کي پرشپېته زره افغانانودظلم اوبربریت میچني وچلولې،چي ځیني یې په نیمژوانده حالت کي لاس وپښې تړلي مسکوه ته حواله کړل اویوزیات شمېریې دڅرخي پله په شاوخوادښتو،دې سبز،پلیګون او……کي په ډله ییزه توګه شهیدان کړل ،چي ترننه یې هم کورنیوته دمرګ اوژوندحال نه دی معلوم ،دغه رنګه دهمد ې ادارې په اړونده ولایتي محبسونوکي به هم هره ورځ انسانان قصابي کیدل اوپه بیلوبیلوډولونو به په غیرانساني توګه شکنجه کیدل  چي په یادولویې دانسانیت  زړونه پړسیږي اوله سترګویې اوښکي  توییږي .

په پورته کرښوکي  خودمارکسیزم دتالۍ اوتالي څټودوحشت داستان ؤ.د۲۰۰۱ز،راهیسي امپریالیستانواوچاکرانویې په افغانستان کي دکمونستانووحشت بیاتازه کړ:دبشري حقونود دفاع په مقصد !!یې بشریت تحقیراوتذلیل کړ،کیمیاوي اوبیلوژیکي وسلې یې پرې استعمال کړې ،دخپلووسلواوپوځیانوپه تمریناتواوعملیاتو کي یې ښځي اوماشومان شهیدان کړل ،کلي اوحاصلخیزه مځکي یې دتوروخاورسر ه  برابري کړې .په لسهاوونوي تعذیبځایونه یې جوړکړل ،حتی نوي کلن بوډاګان ،اته کلن ماشومان اومیرمني یې په کي بندیاني کړې  ،لنډه داچي غربي یرغلګرو دمدنیت په نوم ځنګلي قانون حاکم کړچي  مجبورابه خلګ ددې ځناوروحکم  مني ،کنه نونیول ،ځورول ،بې عزته کول اووژل یې  دانتهاپسندۍ مخنیوی ګڼل کیږي  .دیرغلګرودزندانونوسره دملي امنیت په نوم ادارې هم اوږه په اوږه افغان ولس  روحااوجسماوځاپه .

دامریکایې نیواک راهیسي ددې ادارې په رأس کي امرالله صالح ،رحمت الله نبیل اواسدالله خالدنصب شو ي دي ،دوی هریوه یې سي آي  اې  (sia)ته دفادارۍ ثابتولواوډالري کڅوړوترلاسه کولوپه موخه له خپل ولس سره په نارواچلندکي  جایزې اخیستي دي   .بیلابیلوبشري سازمانونوددغي ادارې دظلمونواووحشت داسي اسنادوړاند ي کړي چي دسیاسي اوجنګي اسیرانوسره  دجینواکنوانسیون خلاف څه چي دانسانیت ضدعمل په څرګنده ښیې  .

خالدچي تردې وړاندي دغزني  اوکندهاردوالي اودسرحداتودنامنل شوي وزیرپه توګه دندې اجراکړي ،ترډیره ولس ترې بې زاره اواشغالګرځني خوښ پاته شو ي دي .دبشري حقونودراپورونوپه استنادخالدپه کندهارکي دولایت پرمهال شخصي زندانونه درلودل چي دسیاسي اوجنګي بندیانوسره په کي په لوړه کچه ناوړه چلندکیده ،حتی یوشمېراسیرانودشکنجوله امله خپل ژوندله لاسه ورکړی دی .پرښاغلي خالدد اخلاقي فسادګڼ  تورونه دی ،دنوموړي دخپلي سیمي دیوپاخه عمرسړی ویناده چي :«دحکیم خدای جل جلاله تخلیق اوتخنیک دی چي په خالدکي یې دبلاربتوب مځکه نه ده وضع کړې ،کنه نوخالدبه اوس ددرځنونوبچیانوموروای ».اوس چي خالددامنیت ملي رئیس وټاکل شو نوهم بشرپالوسازمانونودده تېرمهال ته په  پام اندېښنه وښوده چي سیاسي  اوجنګي بندیان  به کړوي اودوهلواوبرېښنایې شارټونوپه مټ به اقرارترې اخلي .په کابل  کي دوروستیواعدامونوپه تېره دسیاسي اسیرانوهغه په اړه هم ویل کیږي چي دوسیې یې دجبري اعترافاتوپربنسټ تیاري شوي  اوبیاپه اعدام محکوم شو ي دي .

په واقعیت کي په دغه اداره کي ترډیره حده هغه ملي جنایتکاران اوسیږي چي په یوه  پیاله  شرابوهیواداوناموس پلوري ،هغوی چي پرون یې  دکرملین واکمنوته سرټیټاوه اونن یې بیاسپینه ماڼۍ قبله  ګرځولې ده ،مخکي کي یې داشرارپه نامه دولس  بچیان  چارماري کول اواوس  بیادترهګرپه نوم داسلام اوهیوادڅخه دفاع کونکي    شکنجه کوي اوپه شهادت رسوي . که یې رالنډه کړونودنوري نړۍ پرخلاف دلته دې ادارې نه ملي منافع ساتلي ،نه یې دخپلوخلګوامنیت تامین کړی اونه یې هم دپردیویرغلونومخه نیولې ده .دوی دیرغلګروملاوي ورتړلې اوخپل ولس یې ورته راچپه کړی دی ،ددوی ټول تمرکزله لوي رئیس څخه تریوادني مأمورپوري دښکېلاک دپایښت په موخه دخپلوخلګووهل – ټکول اووژل دي .

ددغي ادارې مشرتابه اوکارکونکي  دومره نااهله دي چي دهیواداوولس دساتني هیله خوڅوک تر ې نه کوي ،دکابل رژیم یې هم نه دی ساتلی ،په غازي لوبغالي کي داستقلال دجشن پرمراسموبرید،دولسمشرۍ ماڼۍ څنګ کي پر سرینا(کابل )هوټل ،عدلیې وزارت  ،انټرکانټینینټل هوټل ،دامریکې پرلوی سفارت ،دناټوپرقومانداني آن ددغه ریاست پرلوی مرکزبریدونه  یې نه تنهاشنډنه کړای شوای ،بلکي مجاهدین  وتوانیدل  چي په شواروزنو ډغري ورسره ووهي ،حتی تردې چي اوس یې ددې ادارې پرلوی رئیس (اسدالله خالد) اولوړپوړوکامندانوحمله وکړه .

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x