نادري ناولده

د الماسو یو غمی په ۴۸ ملیونه ډالره وپلورل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): دنړۍ ریکارډ ماتونکی قیمتي الماس د چین هیواد دهانکانګ کوم سوداګر د خپلی اوه کلني لور لپاره رانیولی دي.

په جنیوا کي د سوذبي دازاد بازار لخوا څخه په ورکړل شوي خبر کي ویل شوي چي ، نادره شین الماس نن دغه بازار کي په (۴۸،۶ ملیونه) سویس فرنک چي له ۴۸.۴ امریکا یی ډالرو سره برابر دي وپلورل شو.

دغه شین الماس چې د شنې سپږمۍ نوم ورباندي ښودل شوی وو دهغه الماس ریکارډ مات کړ چې پنځه کاله مخکې په ۴۶ آشاری ۲ ملیونه امریکایی ډالره باندي پلورل شوی وو.

درویټر خبري اژانس د خبر له مخي چینايې سوداګر جوزیف لا منلې چي دشنې سپږمۍ په نامه الماس یې دخپلي اوه کلنې لور لپاره پیرودلی او نوم یې ورته په ژوزفین شنه سپږمۍ باندې اړولی دي، ځکه چي دنوموړي سوداګر لور (ژوزفین) نومیږي.

دغه الماس چي ۲۹ آشاري ۶ قیراطه الماس څخه را پرې کړل شوی دي او  (۱۲،۰۳) قیراطه وزن لري په سویلي افریقا کي د کولینا له غار څخه را ایستل شوی وو.

وړاندي له دي څخه چي دغه الماس په (۴۸،۶ ) ملیونه ډالره پلورل کیږي ددغه الماس قیمت له ۳۶ ملیونه څخه بیا تر ۵۵ ملیونه امریکایي ډالره پوري اټکل شوی وو.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x